
مشهور امريکايي شرکت (والمارت) چې په ۲۷ هېوادونو کې ۱۱ زره مغازې لري، سږ کال د هالووين د ورځې په مناسبت د (پښتون بابا) په نامه د وېرولو ماسک او کالي بازار ته راايستلي دي، چې انځور يې د تبليغ لپاره د دغه شرکت په وېب پاڼه کې هم خپور شوی دی. هالووين يوه داسې ورخ ده چې په اکثرو لوېديزو او عيسوي مذهبه هېوادونو کې د اکټوبر په ۳۱ نېټه نمانځل کېږي او په دې ورځ معمولاٍ وګړي او زياتره ماشومان وېروونکي او غولوونکي ماسکونه او کالي اغوندي. د والمارت دا عمل د پښتون قوم پر وړاندې يو فاشېستي عمل دی، چې بايد د افغان حکومت او مدني ټولنې له خوا په کلکه وغندل شي.