دافغانستان جګړه پای ته ورسېدهAfghan war is over

Krige er færdig

تیره اونۍ د۲۰۱۴م کال داکتبر په ۲۶ دیکشنبې په ورځ برتانوي پوځیانوپه افغانستان کې خپله تر ټولو لویه پوځي اډه وتړله. او خپل بیرغ ېې ددوی په خبره دتل لپاره را کوز کړ.دغه پوځي اډه چې انګلیسي اشغالګرو دکمپ بیسشن او افغانانو دښوراب دپوځي اډې په نوم پیژندله  داشغال په لومړیو کلونو کې  ېې څه ناڅه ۳۵۰۰ برتانوي پوځیان درلودل.
 له میلادی ۲۰۰۶  کال نه وروسته  دافغانستان دخلکو داشغال ضد پاڅونونو دزور اخیستنې له کبله دغه شمیره نږدې لس زرو  انګلیسی پوځیانوته اوچته شوه دا دعسکرو، سپو او صحرايي مږو ډیره ستره اډه وه.شمیرنې داسې ښيي چې تر همدې کاله دانګلیسي پوځیانو دتلفاتو شمیره ډیره دپام وړ نه وه او حالاتوتر همدې وخته داشغال ټولو لورو او په تیره بیا انګلیسي اشغالګرو ته دا ورښوده چې دوی دافغان اولس دمقاومت ملا ور ماته کړې او داشغال عمر به دلته بې پایه وي. 
په همدې کال داپریل په میاشت کې دانګلیس ددفاع وزیر جان رید په تیر ایستونکې توګه په هلمند کې داخبره وکړه چې «نړۍ به په رښتیا خوشحاله وي چې درې کاله وروسته انګلیسي لښکرې له یوه فیر پرته له هلمنده ووځي» جان رید او نورو انګلیسي واکمنو دافغانستان دپريښودو قصد نه درلود.دوی هغه وخت  یواځي دافغانستان دخلکو، نړي او خپلو پوځیانو دتیر ایستنې لپاره داخبره کوله.دهمدې کال له سپتامبر څخه دانګلیسي پوځیانو دمرګ ژوبلې دروند فصل را ورسید ،لومړی دروند ګوزارېې هغه وخت وخوړ چې په قندهار کې په یوه پیښه کې ۱۴ انګریز پوځیان په وینو کې ولمبول شول.۲۰۰۹ میلادي کال را ورسید خو خو دجان رید خبره هیره شوه او انګریزي پوځیان له سختوخونړیو جګړه ییزو آزموینوسره مخ شول.له دې سره سره تر دغه وخته ددوی دخپلو شمیرنو له مخې ټول ټال ۲۱۱ برتانوي پوځیان وژل شوي وو او له دې سره دزخمیانوشمیره چې تل پټه ساتل کیده له زرو واووښته.دغه وخت ددوی اړخ ته امریکايي دچټک غبرګون کوماندويي ځواکونه او مارین ورورسیدل او هغوی هم انګلیسي پوځې اډې ته ورته ویره وونکي تأسیسات را جوړ کړل.خو جګړې ورځ په ورځ زور واخیست اودانګلیسي پوځیانو دمرګ شمیره پنځه سوو تنو ته په ورنږدې کیدو وه.پاتې دې نه وي چې يادې شمیرې ددوی رسمي ښودنې دي .دجګړې درنو حالاتو ته په کتوښايي دغه شمیرنې ډیرې کمې ښودل شوي وي. هلمند دانګلیسي او امریکايي پوځونو لپاره دمرګ په کنده اوښتی و.دغه واقعیت په همدې اونۍ کې دانګلیسې رسنیوپرمخ هم په غټو ټکوښودل شویدی،

داچې بریتانیايي او امریکايي لوړ پوړي په یوه وخت کې ،په یوه ورځ او په ګډو مراسمو کې له خپلو دغو پوځي اډو څخه خپل په وینو لړلي بیرغونه را کوزوي او درمو په شان دطیارو په ترخو ګردونو کې ځانونه دتیښتې منزل ته رسوي ، دغه هستریک او ډراماتیک حرکت ددوی بشپړه ماته ،مرګونې ویره او دلاس او پښو ورکیدنه ښيي.

انګلیسي ډیرو رسنیودخپل مانې خوړلي غرور دخوندي ساتنې لپاره په یو آوازله دغې پيښې وروسته داخبره عنوان کړه چې دافغانستان خونړۍ جګړه  پای ته ورسیده خو په دغه جګړه کې« نه بری و او نه ماته» دوی داخبره عنوان کړې وه چې دغه دنه بري او نه ماتې جګړه د۴۵۳ بریتانوي پوځیانودژوند په بیه پای ته ورسیده.

خودبشر دحقوقو دې مدعیانوآن یوه جمله هم ونه لیکله چې دغو لس زره انګلیسي پو ځیانوچې ۴۵۳ ېې ووژل شول څو زره افغانان دژوند له حق څخه بې برخې کړل، څو زره افغاني کورنۍ ېې دغم په ټغر کینولې اوڅو زره کونډې او یتیمان ېې افغان ولس ته «ډالي » کړل او دڅو زرو افغانانو کډې ېې په دننه او بهرته ور په شا کړې.

هو دانګلیس منطق خپل حساب لري هغوی نه دخپلو په مرګ فکر کوي او نه دنورو. دوی ته یوه خبره غوره وه او هغه داچې « جګړه مو ونه ګټله» خوخپلې لښکرې مودسختو جګړو سره  آشنا او وروزلې. دانګریزي واکمنولپاره داخبره دیوه پوځي مانفیست معنی لري.یواځي دوی نه بلکې امریکایی، الماني، فرانسوي ، استرالیایی ، کاناډايي او نورو داشغالګریو ملګري ټول همدا خبره نه پټوي چې دافغانستان او عراق جګړې ددوي دپوځي تمرینونو لپآره دارزښت وړ وې او دي. په دې خبره کې یو پټ راز پروت دی او هغه داچې دامریکا په مشرۍ دنړۍ لاندې کول که پخوا دنوي استعمار یوه هیله وه اوس ورته په یوه ستراتیژي اوښتې ده.دوی داخبره نه پټوې او په ښکاره هم وايي چې جګړې او اشغالګرۍ پای ته نه دي رسیدلي بلکې اشکال ېې اوړي او نوی رنګ غوره کوي.دوی که په مخامخ نښتو کې پاتې راشي دخپل اوچت جګړه ییز تخنیک په مرسته دجګړو بڼه ور اړوي. دافغانستان له امریکایی پلوه واکمنو سره دامنیتي مشکوک پیمان لاسلیک کول هم په همدې خاطر وچې دجګړې رنګ ور واړوي. دوی په یمن،  سوډان  اوقبایلو کې خپل پوځي هوايي ځواک په کار وړي،سوريي ته دداعش او النصرې په شان ډلې روزي ، کردانو ته په خوله دمرستې تودې خبرې کوي خو دمرګ کندې ېې دترکیی په مرسته باسي.پانکواله نړۍ وحشي شوې.له مرګ ، ورکې اور او لمبو پرته بل څه نه پیژني.دغه نړۍ دسړې جګړې په «ګټلو»!!!؟خوشحاله او لیوني غرور ته رسیدلې وه چې سره بیرغونه ېې را کوز کړل.خپله دویمه تاریخي دنده ېې دشنو دراکوزولو لپاره وټاکله.هغه شنه چې دسرو په وړاندې ددوی ارزانه جنګي مزدوران وو.داسلام په وړاندې له اسلامي وسیلې څخه کار اخیستل ددوی دتجربو لویه برخه وه خو دوی دې ته  ونه کتل چې دپردو مزدورانو او سپیڅلو مؤ منانو اسلام یو نه دی.دلومړیو اسلام دورځې په حساب دجیب، کاسې او پیالې اسلام دی خو دمؤ منانو اسلام دسپیڅلو عقیدو په توده غیږه کې دوطنپالنې ،استقلال او آزادژوند غوښتنې اسلام دی. هغه لومړی لکه څنګه چې ژرپلورل کیدای شي همغومره ژر دماتې او نابودۍ کندې ته هم ورلویږي. دغه دویم که له ځان څخه ددفاع لپاره په ځنډ را پورته کیږي خو پاڅون ېې ماته او شاته تګ نه لري.له همدې کبله دی چې دنړۍ ټولو زور واکو لږ تر لږه دافغانستان دمسلمانو اولسونو په وړاندې خپله ماته له واکمنوڅخه نه بلکې له خلکو او اولسونو څخه اخیستې ده. واکمن دخپل واک دساتلو لپا ره هر ذلت ته غاړه ږدي خو اولسونه په خپلو غوښتنواو عقایدو معامله نشي کولی.په افغانستان کې داشغال ماته ددې واقعیت وثیقه ده چې اشغال او مزدوران ېې زموږ دخلکواو اولسونوله قهر ، کرکې او کسات سره مخ وو. دغه ماته هیڅ ،زور، توطئه او نیرنګ بیرته نشي را ګرځولی.دا واقعیت باید ومنو چې دامریکا په مشرۍ انګلو ساکسوني جهان باداري دآسیا په همدې خوار او ځپل شوي هیواد افغانستان کې له پښو لویدلې ده  نو ځکه انګلیسي او نورو غربي رسنیو ته باید ووایو چې تاسو تاریخي ماته خوړلې او تاریخي لویدنه مونوره دپوره لید وړ ده.

تاسو په رښتیا دافغانستان تاریخ یا نه و لوستلی او یا مو له یاده وتی و.تاسو باید دنړۍ دلاندې کولو خوبونه دامپراتوریو له دې هدیرې څخه نه وای پیل کړي.تاسو دخپل ناسم انتخاب په دې تیر وتنه افغانستان نه بلکې نړۍ ځانته په اور بدله کړه.اوس به نو دنړۍ په ګوټ ګوټ کې په یو یا بل رنګ  ستاسو پوځي ماتې نه بلکې تاریخې لویدنې دنندارې وړ وي.ستاسو ماته نه را ګرځیدونکې ده.دا یو تاریخي حکم دی.

دښاغلي حصین لیکنې ته تقریبأ ورته لیکنه دلاندني لینک په کښېباسلو سره لوستلی شئ:

http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/20771