دناټو عسکر له «شرموونکې ماتې» وروسته له افغانستانه ووتل

ليکوال: ډاکټر بينوی کمپارک «Dr. Binoy Kampmark»
د استرليا د «RMIT» پوهنتون استاد
ژباړه او لنډيز: احمد الله احمدزی
د افغانستان هلمند ولايت کمپ باسټن کې د نړۍ د دوو سترو هېوادونو امريکا او برتانيا جنډې رانسکورې شوې او داسې صحنه وه، چې د امريکا او نړۍ په نظامي تاريخ کې د ماتې يو ستر باب ګڼل کيږي.
۲۰۰۱ م کال کې امريکا ګرده نړۍ وهڅوله، چې د ترهګرۍ ضد جګړې په نوم خپل عسکر افغانستان ته وليږي، مګر اوس ټول په دې پوه شوي، چې دا پرېکړه غلطه او دوی بايد دا کار نه وای کړی.
«د کمپ باسټن ستر پوځي مرکز تړل موږ ته راښيي، چې افغانستان کې مو د جګړې او يرغل ټولې پرېکړې غلطې وې او دا ډېره د شرم خبره وه، چې زموږ جنډې رانسکوريږي او زغره وال موټر مو يو بل پسې وران ويجاړ له دغه هېواده راوځي او زموږ چارواکي کوښښ کوي، چې د خلکو اذهانو ته د جعلي او دروغجنې سوبې او بريا ډاډ ورکړي».
د واشنګټن پوسټ د ليکوال ټېم کريګ د روان اکتوبر مياشتې په ۲۶ نيټه ليکلي و «د افغانستان سويل هلمند ولايت کې د ايتلافي عسکرو ستر مرکز په ډراماتيکه توګه خالي کول، موږ ته دا راښښي، چې افغانستان کې زموږ ديارلس کلنه جګړه څومره منظمه پلان شوې وه».
امريکايي چارواکي کولای شي، چې دغه ورځ د ځان لپاره «تاريخي» وياړ وبولي، مګر د لويديځو هېوادونو د ميلياردونو ډالر او زرګونو غربی پوځي ځوانانو د بې ځايه وژل کېدو او زرګونو نور، چې شل و شوټ خپلو هېوادونو ته راستانه شوي، هغو ته به څه ځواب وايي.»
«هو! د چارواکو خبره هم پر ځای ده، چې د کمپ باسټن خالي کول يو تاريخي ورځ بولي، ځکه تاريخي ورځ يا د سترې بريا او يا د سترې ماتې ورځ وي او زموږ ځواکونو لپاره دا د سترې ماتې ورځ وه».
هغه شننونکي او ليکوالان، چې امريکايي چارواکي دغسې جګړو ته هڅوي او هڅولي يې دي، دا خلک جګړه ماران دي او د هېواد له بچيو سره هيڅ مينه نه لري.
ډاکټر بينوي کمپارک د امریکايي مجلې «فارن پاليسي» د ليکوال سټيفن ايم والټ هغې ليکنې ته هم اشاره کړې، تېرکال يې ليکلي و چې «امريکا به د افغانستان روانه جګړه ژر ختمه نه کړي او د امريکا خلک هم دا وايي، چې دغه جګړه پای ته ونه رسيږي.»
دغسې ليکوالان او شننونکي اوس څه نظر لري او دومره جرات کولای شي، چې خپله تېروتنه ومني؟
ليکوال زياتوي، چې سټيفن والټ د هغو شرموونکو تېروتنو پر لور روان دی، چې پخوانی ولسمشر بوش کړې وې.
د «والټ په څېر شنونکي اوس څه ويلی شي، چې د اسامه بن لادن ژوندي نيول يا وژل د القاعده د نړيوال کېدو مخه نيولای شي او يا يې ونيوله؟»
« د برتانيا دفاع وزير مايکل فالن هم د بي بي سي خبريال انډريو مار سره په ټيټيو سترګو د افغانستان د ديارلس کلنې جګړې تېروتنې ومنلې او په زغرده يې وويل، چې د افغان جګړې په اړه تېرو ديارلسو کالو سياسي او نظامي چارواکو ډېرې زياتې غلطۍ کړي دي.»
ليکوال د لويدیځو هېوادونو له چارواکو پوښتي: «چې اوس ديارلس کاله وروسته، چې طالبان تر پخوا هم غښتلي دي او تاسې له افغانستانه ماتې خوړونکي راوځئ، نو تاسې خپلو ولسونو او نړۍ ته څه وایئ، چې کومې لاسته راوړنې لرئ؟ او لويديځوال چارواکي به په ډېرې سختۍ داسې څوک پيدا کړي، چې افغانستان کې د دوی د يرغل او جګړو بريا وسره ومني او خلکو ته هم ډاډ ورکړي.»
«اصل خبره له افغانستانه د بهرنيو عسکرو د وتلو ده او دوی، چې هر نوم ورکوي، وردې کړي، مګر بنسټيزه خبره دا ده، چې د ناټو او امريکا عسکر د خپلو وينو او مرګونو له امله له افغانستانه راووتل او داسې وتلو ته له ماتې پرته بل نوم نه شو ورکولای»
اوس چې يو شمېر بهرني عسکر افغانستان کې د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې په نوم پاتې کيږي، نو دا کار هم د افغانستان د جګړې د اوږدولو په معنا دی او د لويديځوالو چارواکو له کړنو داسې ښکاري، چې دغه هېواد کې نړيواله جګړه د پای ته رسيدو نه ده.
افغانستان د تل لپاره د نړيوالو امپراتوريو د مرګ کنده ده.
سرچينه: د کاناډا نړيوال څېړنيز مرکز ويبپاڼه