د كوكاكولا ۱۲۸ كلن راز بربنډ شو

د کوکاکولا د جوړيدو راز چې له 128 کلونو پټ ساتل شوی و، ديوې ويبپاڼې له خوا افشا شوى دى، د هغو توکو نوملړ چې کوکاکولا ترې جوړیږې ، د «Thisamericanlife org» په نامه بریښنا پاڼه له خپور كړى او ويلي يې دي، د1886  ميلادي کال په اوږدو كې کیمیا پوه « جان لیمبیرتن » اتلانتا كې د كوکاکولا فورمول جوړ كړ، كوكاكولا لومړى په اتلانتا او بيا وروسته د نړۍ 200 هېوادونو ته ورسيده، خو له هغه مهاله بيا تر دې وخته پورې د کوکاکولا د جوړښت فورمول په اتلانتا کی د تر يوې ودانۍ لاندې خوندي ساتل کیدى، د دی ودانی امنیت ۲۴ساعته د پولیسو لخوا تر كلكو څارنو لاندې و.

په یاد شوي بریښنا پاڼې کې د كوكاكولا د فورمول په اړه کښل شوي چې د کوکاکولا د جوړیدو لپاره ،84,9  د لیمو اسید ( تیزآب ). بوره ، 5.9لیتره اوبه ، 94,0۰لیتره د شنو لیمو اسید ( تیزآب ) 28,3  ګرامه وانیل او5,42 ګرامه کارامیل کارول کیږی .

په همدی ډول د کوکاکولا د جوړښت لپاره 4,226 ګرامه الکولو ته ، 20 څاڅکو د مالټو غوړیو ، 30 څاڅکو د لیمو غوړو ، 10 څاڅکو د بادامو د ځانګړی ډول غوړیو ، 5 څاڅکو د ګشنیز د غوړیو ،10 څاڅکو د ځانګړو ګلانو غوړیو ته اړتیا ده .