تړون یې ور لاسلیک کړ امریکې ته
بدان او نېکان ګډ ولاړل مکې ته
یوڅو لا ارګ کې پاته دي نشې ته
په کومو سترګو ګوري د رب کورته
بیا ګوري په څه شان خپلې څېرې ته
دنورو سرو چړو ته خپل ورورنیسي
اخېر به دوی هم څملي دې چړې ته
ځان نغاړي هم په سپینوهم په سرو کې
خبر نه دي ورځي تورې تیارې ته
له هسکې مینا راکړه څوجامونه
درځم جانه دشونډو میکدې ته
زما اوستا دزړه کوڅې دي پاکې
موږ نه ورځو د دوی تورې کوڅې ته
پرون یې مدرسې په کاڼو ویشتې
نن تللی دی د شېخ دبېخ سایې ته
هغه ګوډ شیطان کوم چې خپل ملک وپلور
تړون یې ور لاسلیک کړ امریکې ته
له پامه مې بد شوي نوم یې ماخله