قطر:
«د دوو افغان طالبانو نیونه په افغان کړکېچ کې د قطر د منځګړیتوب ناکامولو دسیسه وه»

د قطر امیر د بهرنیو اړیکو مسئول، شیخ فیصل بن جاسم آل ثاني

د قطر امیر د بهرنیو اړیکو مسئول، شیخ فیصل بن جاسم آل ثاني

 له نن ټکي اسیا څخه په مننه 

نن ټکی اسیا (جمعه، د لړم ۲مه، ۱۳۹۳ل): د تلې په ۲۴ نېټه د افغانستان ملي امنیت ادارې راپور ورکړ چې دوه طالبان یې په خوست ولایت کې نیولي. وروسته طالبانو خبرپاڼه خپره کړه چې د ملي امنیت ادعا په کې رد شوې وه. طالبانو ویلي و چې د انس حقاني او حافظ عبدالرشید په نومونو د دوی غړي په بحرین کې امریکایانو نیولي و او بیا یې ملي امنیت ته سپارلي. لوېدیځ رسنیو هم طالبانو ته ورته راپورونه خپاره کړي وو. وروسته معلومه شوه چې دا کسان قطر ته د خپلو ازادوو شوو خپلوانو د لیدو لپاره تللي وو.

نن ټکي اسیا د پېښې په تړاو مفصل راپورونه خپار کړي و. قطر ته د دغو طالبانو تګ او بیا په بحرین کې یې نیونه د سیاسي چارو د کارپوهانو له نظره د سولې پروسې ته یوه ضربه وګڼل شوه. زموږ همکار په دې اړه د قطر د امیر د بهرنیو اړیکو له مسئول ښاغلي شیخ فیصل بن جاسم آل ثاني سره خبرې کړي.

ښاغلي فیصل وايي: «نیول شوي دوه افغان کسان قطر ته د قانوني سفري اسنادو په اساس په قانوني ډول داخل شوي او بیرته په قانوني ډول وتلي وو او د هیڅ ستونزې او تکلیف سره نه وو مخ شوي».

د قطر امیر د اړیکو دغه مسئول هم مني چې دا کسان په بحرین کې امریکایانو نیولي: «له قطر څخه بیرته خپل هیواد ته د ستنېدو په وخت نوموړي دوه کسان د بحرین هیواد په هوايي ډګر کې د مطلوبو کسانو په توګه پيژندل شوي او بیا د امریکا د متحده ایالاتو اړوندې ادارې په مستقیمه څارنه د بحرین څخه اول د قطر هوايي میدان له لارې دوبۍ او بیا خپل هیواد ته لیږدول شوي دي.» طالبانو هم د ملي امنیت ادارې له خبرپاڼې وروسته په خپله اعلامیه کې د دغو دوو تنو نیونه کټ مټ همداسې بیان کړې وه.

ښاغلي شیخ فیصل بن جاسم ال ثاني دا تصادف نه بولي او یوه «ناکامه دسیسه» يې ګڼي: «باید ووایو چې دا پيښه تصادفي نه، بلکې د یوې ناکامې دسیسې او توطیې په نتیجه کې را منځ ته شوې، چې موخه يې د افغانستان په معضله کې د قطر د منځګړیتوب رښتینولۍ ته زیان رسول وو».

دغه قطري چارواکی په دې کار کې بهرنۍ کړۍ تورنوي چې د افغانستان خیر نه غواړي: «مونږ دا توطیه د هغه اړخ کار بولو چې د افغانستان د معضلې په حل کې د قطر د منځګړیتوب او رول څخه ناخوښه دي او د افغانستان لپاره خیر نه غواړي». خو ښاغلي فیصل دا په ډاګه نه کړه چې هغه کوم اړخ دی چې د افغانستان په معضلې کې د قطر په منځګړتوب ناراضه دی. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له پرانیستو سره د حامد کرزي په مشرۍ افغان حکومت او د سعودي په ګډون ځینو عربي او ګاونډي هېوادونو مخالفت کړی و او هم یې د قطر بهیر د سبوتاژ کولو هڅې کولې.

د ۲۰۱۲م کال مارچ میاشت کې کله چې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر پرانیستل شو چې په لومړي ځل د دغې ډلې ادرس نړیوالو ته څرګند شو د سولې د رڼو خبرو اترو هیلې راوټوکېدې. طالبانو د دفتر د پرانیستو لپاره تل دوه شرطونه یاد کړي وو: لومړی دا چې ګاونډی هېواد به نه وي او دویم د ناټو تړون غړی هېواد دې نه وي.

د ۲۰۱۴م کال په جون کې چې کله د باور برګډال په تبادله کې پنځه لوړ پوړي طالب بندیان له ګوانتانامو ازاد شول، هغه خبرې اترې هم د قطر په منځګړیتوب ترسره شوې وې.

افغان کارپوهان هم د افغانستان په لانجه کې د قطر رول ته په مثبت نظر ګوري.

شیخ فیصل بن جاسم آل ثاني د خبرو په پای کې وايي: «د قطر د مشرتابه د هدایاتو په رڼا کې زمونږ اړیکي له ټولو اړخونو سره د شفافیت، صداقت او اخلاص پر بنسټونو ولاړ دي او ډاډه یو چې په اینده کې به هم پرې نه ږدو چې څوک زمونږ د شفاف وساطت په وړاندي بې باوري، ستونزې او خنډونه ایجاد کړي».

دا لومړی ځل دی چې قطري چارواکي له بحرینه د دوو طالبانو د نیونې په تړاو له رسنیو سره نظر څرګندوي.