
دوو غبرګونو تر زېږېدو وړاندې د مور په نس کې له یو بل سره خبرې اترې کولې. یوه له بل څخه تپوس وکړ: ته باور لرې چې تر زېږېدو وروسته به هم ژوند وي؟
دوهم ځواب ورکړ: هرو مرو شته! دلته خو موږ د راتلونکي لپاره تياری نيسو، قوت اخلو او لویېږو.
لومړني بیا وویل: زما په ګومان دا هسې خبرې دي، او بیا ته له کومه پوهيږی؟
دوهم: په ټوله معنی خو زه هم نه پوهیږم، خو ګومان کوم د باندې نړۍ به تر دې ځایه روښانه وي او کیدای شي چې هلته به موږ په خوله خوراک کوو او په پښو به ګرځو.
لومړني ټينګار وکړ: په خوله خوراک او په پښو ګرځیدل امکان نه لري، ما خو تر اوسه داسې خبره نه ده اورېدلې، خوراک او تغذيه خو يوازې د نوم له لارې کېدای شي.
دوهم وویل: امکان لري٬ بهر نړۍ بيخې بل ډول ده او بل ډول ښکاري! هغه بل وویل٬ دا ټولې بې معنی خبرې دي، له زیږدو سره هرڅه ختمیږی٬ ژوند بس همدومره دی! آیا تا لیدلي چې تر زېږېدو وروسته کوم څوک بیرته راغلي وي؟
دوهم وویل: پدې خو زه هم نه پوهېږم چې تر زېږېدو وروسته ژوند به څه ډول وي٬ خو فکر کوم چې هلته به یوه مور زموږ پالنه کوي او موږ به هغه په سترګو وینو.
لومړي وپوښتل: مور؟ داسی نه وي چی ته هم د مور پر شتون باور ولرې!؟ بیا کومه ده٬ زه خو یی نه ووینم.
دوهم وویل: هغه زموږ څلورو خواوو کې ده او موږ پکې ژوند کوو٬ له هغې پرته ژوند نه شي کېدای. دې بل ځواب ورکړ: پدې اړه خوما نه اوریدلي او نه هم فکر کوم چې هغه به وي.
دوهم ځواب ورکړ: خوبيا هم هغه شته! کله چې موږ غلي یو د هغی غږ اورو او کله چی زموږ نړۍ لمسوي موږ یي حرکات احساسولای شو. هو! هغه مور ده او بس.