د دوو طالب مشرانو نیونه دقطرله موافقه لیک څخه بربنډه سرغړونه ده !

ډاکتر م ، ع ، تره کی

قطر کې د طالبان سیاسي دفتر

دوسله والو مخالفینو د اعلامې له مخې حافظ عبدالرشید او انس حقاني په بحرین کې امریکایانو توقیف بیا یې اماراتواو له هغه ځایه یې په افغانستان کې ملي امنیت ته سپارلي دي.
حافظ عبدالرشید د خپل ورور دلیدلو لپارقطر ته تللی و. انس حقاني د جلال الدین حقاني کشر زوی ، زده کونکی اوغیرسیاسي سړی دی.
د ۲۰۱۱ م کال د نوامبر په ۱۲ مه نېټه په ګوانتانامو کې د افغان بندیانو د خوشې کیدو په مقصد د امریکا د حکومت له خوا یوه طرحه ( مطلوب شرطونه ، قیودات او اطمینان ) تر نامه لاندې قطر امارت ته وړاندې شو. په ۲۰۱۲ م کال کې د طرح د چوکات د ننه د امریکا او قطر د حکومتونو تر منځ په « دوحه » کې د ګوانتانامو د بندیانو د ساتلو په موخه همغږي رامنځته شوه.
دا طرحه په ۲۰۱۳ م کال د طالبانو دقطر دفترته وسپارله شوه. د طالبانو دفتر د همدې کال د نوامبر په میاشت کې د دوه ورځنۍ غوندې په ترڅ کې چې پکې د حقوقو او سیاسي علومو افغاني پوهانو ګډون درلود د طرحې په مسوده باندې بحث او وروستۍ بنه ورته ورکړه. د بندي امریکائي سرتېري ( برګډال) د خوشي کېدو په بدل کې یې له ګوانتانامې څخه د پنځو بندیانو د خوشې کیدو نه وروسته موافقت لیک « نافذ » شو. د موافقت لیک په لمړني متن کې چې د امریکا له خوا وړاندې شوی و د هغه د اجرا په موخه د ضمانت کوم سیستم نه و ټاکل شوی. د غونډې ځینو برخه والو غوښتل چې دغه نیمګړتیا ډکه کړي. خو د احتیاط له مخې چې په متن کې یو بنسټیز سمون د کار د ځنډیدو لامل ونګرځی ، دا وړاندیز حاشیې ته ولوېد. په ورته حالاتو کې ( د اجرائي ضمانت نشتوالي ) د توافق نه سرغړونه په نېغه د جګړې د فشار لامل ګرځي. په موافقت لیک کې راغلي : « د قطر دولت کولی شي د بنديانو د کورنيو غړیو ته په قطر کې داستوګنې اجازه ورکړي. آزاد شوي بنديان به د خپلې کورنۍ د هرغړي په باره کې مخکې له مخکې د قطرله دولت سره مشوره کوي او د قطردولت به د اوسیدلو قانوني سندونه ورکوي». ( لسمه ماده) . مالومه نده چې نیول شوي کسان په قطر کې د اوسېدلو قانوني سندونه درلودل که نه ؟
دلته څو ټکې د پام وړ دي : ــ د توافق په اجرا کولو کې امریکا او دقطرحکومتونه دواړه مسئولیت لري. له توافق نه تېری ، تاواني شوی اړخ دېته اړ باسي چې د جګړې د فشار په زیاتېدو سره پخپل برحق دریز باندې لنګر واچوي . ــ داپاس توقیف شوي طالبان خود بل چا په ګناه نیول شوي دي. په واقعیت کې دوی د طالبانو په منځ کې ملکیان کڼل کیږي. د بشر د حقونو د نړیوالې اعلامې په بنسټ او د امریکا ، قطر او افغانستان د اساسي قوانینو له مخې جرم شخصي بڼه لري. ــ په توافق لیک کې قطر پخپله خاوره کې امریکا ته د مشکوکو طالبانو د نیولو اجازه نده ورکړي. امریکا د قطر په ملي واکمني باندې په تیري تورنه ده. ــ امریکا غواړي کابل حکومت ته د طالب مشرانو په ورسپارلو کې د بندیانو په سر هغه زړه لوبه چې د کرزي د حکومت په وخت کې د طالبانو سره د جوړ جاړي په اړه روانه وه تازه وساتي : دطالب بندیانو خلاصون د نوي حکومت ( د جګړه مارانو ټولنه ) د منلو په بدل. دغه سناریو په دیارلسو کلونوکې د جګړې د اوږدېدو سبب شوه. ــ دحقاني په شبکه پسي منډې وهل خوپه سیمه کې د امریکا د جګړه ایز سیاست یوه پلمه ده. هره توغندی چې د افغانانو کورونه ورانوي ، د نظامي ـ اقتصادي کامپلکس قراردادیانو جیبونو ته په لسګونه زره ډالر ورلویږي. په پاکستان کي د ترورستي شبکې له فعالیت نه انکارنشوکولی. خود حقاني په شبکه پسې استخباراتي او تبلیغاتي ډنډوره وهل له واقعیتونو څخه د لریوالي نښه ده. ددغوطالب مشرانو نیونې موږ ته د ملا عبدا لسلام ضعیف کیسه را یاده کړه. د دغه سوال د ځواب په لټه کې چې ای ، اس ، ای د طالب مشرانو د توقیف په اړه څومره له امریکایانو سره همکاري وکړه راتلونکو پېښو ته انتظار باسو. خو په یاد ولرو چې پاکستان دېته لیوال و چې : ــ په افغانستان کې د نوي حکومت د جوړېدو په درشل کې ، امریکا ته د استخباراتي همکاري د دوام ډاډ ورکړي. او ــ کابل ته د سرتاج عزیز د هرکلي د پاره سیاسي زمینه سازي وکړي .

پای
 
۲۰- ۱۰ ـ ۲۰۱۴
ډاکتر م ، ع ، تره کی