سوله : خنډونه او فرصتونه
محترم ډاکترصاحب محمد عثمان روستارتره کی
بالاخره د بهرنیانو د لاسوهنو، سیاسي فشارونو، ګواښونو او د پردې ترشا د معاملو په پایله کې د ټاکنو د توطئې سیاسي محصول د جوړجاړي په بڼه چې په سختي ورته د واکمني «نوی فصل !» وېیلی شو د افغانستان کړکیچن سیاسي بازار ته وړاندې شو: حکومت د بن د غونډې د ګډونوالو یعنې د جنګي ډلو ټپلو تر منځ ووېشل شو. د تاریخ په تکراریدو سره د بهرنیو او کورنیو جنګ سالارانو په منګلو کی یرغمل شوې سوله، سیاسي ثبات او د قانون واکمني ته دا چانس ورپه برخه نشو چې زموږ اوږد مهال ناورین ته د پای ټکی کیږدي.
د اوسنۍ ادارې په وړاندې ستر چلنج سوله ده. د سولې په نشتوالي سره د تېر په څېر، اقتصادي وده له ستونزې سره مخ او بهرنۍ مرستې د جګړې خوراک کیږي.
پدې کې هیڅ شک نشته چې نوی مقرر شوی ولسمشر دپخواني ولسمشر غوندې سولې ته لیوالتیا لري. خو لمړی باید ځان پدې باندې پوه کړو چې آیا له هغه چا سره چې دیارلس کلنه جګړه یې په افغانانو باندې تپلې د سولې اراده شته ؟
د سولې په وړاندې کورنۍ ستونزې او فرصتونه:
الف. کورنۍ ستونزې :
۱ ـ د کابل ادارې په راتلونکي ترکیب کې د مخکنۍ ادارې د توپک والاوو احتمالي غړیتوب چې د سولې په ضد بربنډ دریز درلود ، سولې ته ستر ګواښ شمېرل کیږي.
۲ ـ د نظام اجرائي صلاحیتونه په دوو برخو وېشل یعنې ولسمشر ته تشریفاتي واک او اجرائیه رئیس ته واقعي اتوریته وربښل د سولې په وړاندې بل چلنج ګنلی شو: چلنج هغه وخت خطرناکه بڼه غوره کوي چې د اجرائیه رئیس احتمالي نوماند او د ځینو امنیتي دندو مسئولینو د جمعیت ، نظار شورا او ملي جنبش د هغو جګړه مارانو نه وټاکل شي چې په دیارلسو کالو کې د بهرنیانو په ملاتړ د جګړې د اور په بل ساتلو کې د یرغلګرو له آزمون څخه بریالي وتلي دي.
د دغه واقعیت په نظر کې نیولو سره چې بهرنیان د جګړه مارانو سره د سولې او سیاسي ثبات په وړاندې ګډ دریز لري ، توپک سالاران د وسله وال مقاومت سره د اوږدمهاله دښمني په وجهه د بهرنیو قوتونو په واسطه د سولې د پروسې د سبوتاژ په مقصد په نظر کې نیول شوي دي.
۳ ـ د افغانستان په سیاسي تاریخ کې د ولسمشرانو او پاچاهانو میرمنې افغانې او مسلمانې وې. زموږ په دودیزه ټولنه کې د دولتي مشرانو په کورنۍکې افغاني ـ اسلامي تجانس مشرتابه ته اسلامي ـ افغاني هویت وربښل او په واکمنانو باندې د ولس باور ټینګول.
د موضوع په شرعي اړخ باندې تبصره دیني علماو ته پرېږدو. د خپل صلاحیت په پیژندلو سره دا سوال مطرح کوو چې آیا د دیموکراسي جنګي ماشین دومره پیاوړتیا موندلې چې خلکو ته د یوه سیاسي « بدعت » د منلو ذهني چمتووالی ورکړي ؟ . راتلونکې ته انتظار باسو. خو دمګړۍ دوو ټکو ته ستاسو پام راړوو:
ـ د ټوپک استعمال باورونه او ذهنیتونه رادیکالیزه او بنسټیزکوي.
ـ دېرش کاله مخکې اَن د بهرنیو چارو په وزارت کې د استخدام یو بنسټیز شرط د افغان الاصل مېرمن سره واده وه.
۴ ـ پهلوان دوستم د نوي حکومت دوهم لوړپوړی کس دی، چې د اټکل له مخې د۴۰۰۰ زرو طالب جنګي اسیرانو قاتل اوهیڅکله نه غواړي چې له«غیبي خزانې» څخه ښکار شوی غنیمت (چوکۍ ) د سولې قرباني کړي.
دی به پدې برخه کې د اړتیا په صورت کې د سولې په وړاندې د « اجرائیه شورا» له رئیس سره ګډ دریز نیسي.
۵ ـ د تاریخ په شهادت افغانانو د هغو بهرنیانو په وړاندې چې یونیفورم او ټوپک سره سمبال د دوي ښارونو ، کلیو او بانډو ته د یوه لاسپوڅې حکومت د ملاتړ په موخه ورننوتلي، تل مقاومت ښودلی دی. ولس دولتي او حکومتي نویو سروالانو ته د بهرنيو استخباراتو او تبلیغاتو تصنعي جوړ شوي او ګمارل شوي مخلوقات ( « مشران ! » ) په سترګه ګوري. دوی د ولس په اراده نه، بلکې د « جان کیري » او « جمزکننګهم » له خواخونړۍ لوبې ته ورګد شوي دي.
دواړه جنګي ماموریت لري. انتصابي ولسمشر د تحلیف نه لږ وروسته په ډاګه وویل چې که وسله وال مخالفین زموږ له حکومت سره مخالفت وکړي ، له دوی سره جنګیږو.
په ملي امنیت اداره کې د« حنیف اتمر » ( د شورویانو له یرغل څخه راهیسې په وینو څښلو معتاد ) ګمارل مخالفینو ته د جګړې د دوام پیغام له ځان سره لري.
انتصابي نوي حکومت ستراتژیک تړون په بیړه بې له کوم قید او شرطه لاسلیک کړ. هغه شرطونه چې کرزي ایښې وو د سیاسي زعامت د معاملې په سر باندې له پامه وغورځول شول. دا واقعأ د چوکۍ په خاطر د بېګناه افغانانو د ژوند سره رذیلانه لوبه او د افغان ولس د برخه لیک سره ستر خیانت دي. افغانان د خپلو ملي ګټو د دفاع په دریز باندې ، د خپلو شرایطو په چوکاټ کې د هر بهرني دولت سره معامله کولی شي. خو هغه تړون چې د ګمارل شوي یو مزدور باج او پاداش وي په لغته وهي.
په هر حال ! د ګمارل شویو « مشرانو ! » په وړاندې د وسله والو مخالفینو حساسیت چې په واقعیت کې د ټولنې د حساسیت یوه برخه ده او زموږ د ملي تاریخ په اوږدو کې یې د آزادي حماسې رازیږولې ، د سولې په اړه بل خنډ ګڼل کیږي.
ب. بهرنیۍ ستونزې:
د اشغال په موده کې د افغانستان نه د نړیوال نظامې ائتلاف ( ن ، ن ، ا ) په واسطه د سیالو هیوادونو په وړاندې د « سوټي » په حیث ګټه پورته شوې ده:
په ختیځه اروپا کې کله چې لویدیځوال د اوکراین د لانجې په سر باندې د روسانو سره د مقابلې نه بیوسه کیږي د افغانستان د خاورې نه مرکزي آسیا خواته د ملیشیايي جګړې له لارې د سیاسي اسلام او د نشه یي توکو د خپرېدو ګواښونو په ګوته کوي تر څو چې د روسانو پام دمرکزي آسیا خوا ته راواړوي.
داسې نښې نښانې راڅرګندې شوې چې په پیل کې « داعش » د لویدیځوالو د ستراتژیکو مقصدونو د تامین د پاره رازیږول شوی و. خو اوس له کنترول نه وتلی د چټک پرمختک په حال لویدیځوالو ته د خطر نه ډک په یوه جنګي ځواک بدل شوی دی.
پاکستان او افغانستان په عقیدوي او لوژستیکي لحاظ د داعش د نفوذو د پراختیا د پاره « فاضله مدینه » جوړوي. پاکستاني طالبانو له داعشه خپل پیوستون اعلان کړ.
د داعش د خطر مخنیوي او احتمالأهغه د ستراتژيک لاسوند په توګه کارول ، ( ن ، ن ، ا ) دې ته اړ باسي چې د ناوړو پېښو په وړاندې د چمتووالي په موخه د افغانستان په چارو کې ښکیل اوسي.
د افغانستان په د ننه کې کنترول شوې جګړې ته چې تل د جنګي جنایتونو سره مل ده دوام ورکړي.
پ. فرصتونه :
د وسله والو مخالفینو په پیاوړي جنګي دریز کې د بهرنیو ځواکونو په وړاندې د دوی په وروستي اختریز پیغام کې یو څه انعطاف لیدل کیږي.
په پیغام کې په ډاګه شوې چې باید په راتلونکي مثبت بدلون کې د بهرنیانو دګټو خوندي ساتلو ته پام واړول شي.
د ټاکنو ډرامه او د دولت په مشرتابه کې بدلون د سولې کمزورې زمینه برابروي ، پدې شرط باندې چې « منصوب » ولسمشر د ټولو هغه صلاحیتونو نه ګته پورته کړي چې اساسي قانون ورته بښلي دي.
یوه ځواکمنه واکمني چې ولسمشر د اعلی قوماندان او د قانون د واکمني د ساتندوی په حیث د سولې د دښمنانو سره د امنیتي اورګانونو ( مشروع خشونت ) او قضایي بنسټونو د صلاحیتونو په ګته اخیستنې سره چلند وکړي د سولې لاره خلاصولی شي.
د دغه مقصد د پاره باید د اساسي قانون اوسنۍ بښپړتیا وساتل شي . د پارلماني نظام د جوړېدو تر پلمې لاندې د اساسي قانون اوسنی چوکاټ ماتول د اساسي قانون نه « انتحاري بم » جوړولو په معنی تعبیرولی شو.
دلته د سولې کورني امکانات د بهرنیو سیاستونو سره په ټکر کې راځي. د بهرنیانو له خوا افغاني لوري ته دومره واک نه ورکول کیږي چې د ( ن ، ن ، ا ) په منګولو کې یرغمل شوې سوله وژغوري.
امریکا د دې لپاره چې د ټاکنو په پایله کې د سولې نوښت دافغان نوي حکومت لاس ته ونلویږي په څو اقداماتو لاس پورې کړ :
۱ ـ د قطر د سولې پروسه په ټپه درول.
۲ ـ نوی منصوب حکومت یې د ستراتژیک تړون په لاسلیک محکوم (۱) کړ.
۳ ـ په راتلونکي نوي ائتلافي حکومت کې یې ګمارل شوي جګړه ماران د ولسمشر د معاون او د « اجرائیه رئیس ! ؟ » تر چتر لاندې د حکومت د کمزوري کولو او د جګړې د اور دبل ساتلو په موخه ورداخل کړل.
له مخالفینو سره سولې دا ایجابول چې د سیاسي بندیانو خلاصون د حکومت د کاري اجنډا په سر کې ځای نیولی وای. ګمارل شوي ولسمشر باید دیو شمیرسیاسي بندیانو دخوشي کولو له لارې دجګړې بل اړخ ته د سولې پیغام استولی وای. خو اصلي خبره دا ده چې د منصوب ولسمشر احساساتو او جذباتو نوموړی د واقعیتونو نه لرې ساتلی دی .
دی د قدرت په تخیلي دنیا کې ځانته پاچاهي جوړوي:
څو ورځې مخکې منصوب ولسمشر په یوه بېساري او د قدر وړ اقدام د بندیانو په منځ کې د خلاصون د هیلو د رازېږولو په مقصد د پلچرخي له بندیانو سره وکتل.
مبالغه آمیزه جذبه د« زه یم زمری پدې نړۍ له ما اتل نشته » په بڼه د« پارانویاک » تر حده پورې د دې لامل شو چې انتصابي ولسمشر پدې باندې پوه نشي چې د بندیانو اصلي واک لرونکې امریکا ده نه د کابل زړه او نوې اداره.
په سباېي د پلچرخي د لیدو کتو نه وروسته د امریکا شارژدافیر او د ناټو قوماندان د منصوب ولسمشر سره « تنبیهي غونډه » لرله چې په ترڅ کې یې یقینأ نوموړي ته د « حد پیژندنې » توصیه وشوه.
په لنډو !
ـ د اشغال په حالت کې سوله او جګړه د اشغالګرو په واک کې ده .دوی د خپلو ستراتژیکو موخو د تامین په مقصد حکومت جوړوي او ورته دنده ټاکي.
له جوړ جاړي نه رامنځ ته شوي اوسني حکومت ته جنګي ماموریت ورکړ شوی دی.
ـ د سولې او جګړې په اړوند د جوړجاړي په بنسټ د اجرائیه رئیس د چوکۍ د جوړېدو له کبله د اوسني منصوب ولسمشر صلاحیتونه د پخواني ولسمشر په پرتله په کافي اندازه لږ شوي دي : ولسمشر تشریفاتي او اجرائیه رئیس به د جګړې په برخه کې د امریکا د سفارت تر مستقیمې قوماندې لاندې عملي او اجرايوي صلاحیتونه ولري.
ـ دوی دواړه د دولتي مقامونو د ترلاسه کولو له کبله د « جان کیري » د ملاتړ پوروړي دي. دوی اخلاقي مکلفیت لري چې د افغانستان د ګټو د قرباني په بدل خپل پور ( دَین ) ادا کړي.
د امریکا د ستراتژیکې اړتیا د لاسوند په حیث دجګړې دوام ته پام راواړوي.
ـ وسله وال مقاومت په څوارلسو کلونو جګړه کې په یوه پیاوړي سیاسي ، ټولنیز او جنګي ځواک بدل شوی دی. په نظام کې د مقاومت تداخل د قواوو انډول د مرکزي واکمني په ګته را اړوي.
په سیمه ایزو ستراتژیکو پروګرامونو کې د افغاني اړخ ګتې ورداخلوي . او ( ن ، ن ، ا) ته ستونزې رازیږوي.« دیکتاد » ته د پای ټکی ږدي.
دغه واقعیت ( ن ، ن ، ا ) دېته اړ باسي چې د سولې پروسه حاشيي ته وتمبوي او په افغانستان کې د ګمارل شویو جنګي مزدورانو له لارې حکومت وچلوي.
خو دغه واقعیت هم باید په ګوته شي چې په اوسنۍ تپل شوې غیر عادلانه جګړه کې سوله د شعار او سوالګري په بدل کې نه ترلاسه کیږي.
په تأسف سره چې موږ د سولې په خاطر د دفاعي جګړې دوام او لازیاتې قرباني ته اړ کیږو.
ـ اړینه ده چې منصوب ولسمشر د سولې د داعیې د تحقق په مقصد ، له پرتو خنډونو سره سره خپل بخت وازمويي.
د ناکامي په صورت کې بې له ځنډه د خپل حکومت ( په واقعیت کې د جنګي ډلو ټپلو ټولنه ) خپلهاستعفا جان کیري ته وړاندې کړي.
په اوسنیو شرایطو کې د پردیو په ملاتړ په قدرت پاتې کیدل نه یوازې چا ته فضیلت نه وربښي بلکې ( ن ، ن ، ا ) ته د پښتنو د عام وژنې د تداوم امکانات برابروي.
نیمګړی قومي ژنوساید چې د کرزي د واکمني نه پاتې شوی د نوي منصوب ولسمشر په لاس به بشپړشي. پدې برخه کې باید د « ګلم جمع » تصفیوي رول له یاده ونباسو.
اجرائیه رئیس خو خپل مقام يوازې د جګړې د لمبو د بل ساتلو له لارې ټینګولی شي. دی په افغانستان کې د امریکا د جنګي ماموریت د لمړنیو معتمدینو څخه دي.
ـ افغانستان تر هغه وخته پورې چې د خپلو کورنیو امکاناتو نه په استفادې سره خودکفايي پړاو ته رسیږي بهرنيو مرستو ته حیاتي اړتیا لري.
باید د یرغلګرو قوتونو سره دفاعي جګړې د اوږد مهالې دښمني په ستراتژي چې د راتلونکې همکاري دپولې د ورانیدو لامل وګرځي بدله نشي.
(۱)دمحکوم کلیمه دلته یو ځانګړی حقوقي مفهوم لري، چې حقوق پوهان او یو شمېر درانه لوستونکي پرې پوهیږي که زموږ ځيني محترم لوستونکي پدې نظر وي چې باید مجبور لیکل شوی وای نو بیا هغه ځانګړی حقوًي مفهوم له منځه ته.
« پای »
فرانسه
۱۵/۱۰/ ۲۰۱۴
محترم ډاکترصاحب محمد عثمان روستارتره کی