وړاندې له دې،چې مور شې !

وړاندې له دې،چې مور شې !

کله،چې یوه مېرمن  د مورولۍ پړاو ته ننوځي له یو ډول ضدونقیض  احساساتو سره مخ وي په ځانګړې توګه هغه،چې  دا تجربه ورته نوې وي . دماشوم دلیدو خوښي، ډار ، اندېښنه  ورسره مل وي پردې سربېره یو شمېر بیا له مسوولیت څخه ډاریږي.

وړاندې له دې،چې مور شې  یا حمل واخلې باید لومړی باید دکتابونو،دځانګړو ورکشاپونو له لارې  پردې وپوهیږې،چې څه وکړې څه ونه کړې ، په دې اړه ،چې څومره مالومات تر لاسه کړې ، کورنۍ او ماشوم به  همدومره نیکمرغه وي  په دې برخه کې  ډاکتر زهیر خشیم یو شمېر سپارښتنې لري، روهي ویبپاڼه یې خپلو لوستونکو ته  پښتو ژباړه وړاندې کوي .

۱- عمر : یو شمېر مېرمنې هڅه کوي،چې له شل کلنۍ وروسته د بچي څښتنې شي ، دوی یې لامل دنده ، کار  بولي اویا  دمورولۍ له تجربې څخه ډاریږي یا ناروغه وي ، خو ډاکتران سپارښتنه کوي،چې  دزیږون پړاو باید ډېر وروسته نه شي  له 35  کلنۍ وروسته  دحمل  اخستلو زمینه کمیږي، دحمل دغورځیدو احتمال ډیریږي او پردې سربېره  دا احتمال هم شته،چې حمل  له  یو څه ستونزو سره مخ شي . دشل کلنۍ په عمر کې  هر څه نورمال وي .

۲-  سګرټ څکول : ډېرې مېرمنې  دسګرټ دپایلو  یا راتلونکی اغیز نه  ارزوي ، ځینې څیړنې وايي : سګرټ دښځې  هغو موادو ته زیان رسوي،چې دحمل اخستو لامل ګرځي، کوم مېړه او مېرمن ،چې سګرټ څکوي دوی  دهغو په پرتله ډیر له ستونزو سره مخ کیږي،چې سګرټ نه څکوي. دحمل  پر مهال سګرټ څکول بیا نورې ستونزې لري ،چې مهمه یې له زیږون وړاندې  دبچي غورځیدل ، وینې بهیدل او  کموزنه ماشوم زیږول دي .

۳- وزن : که کومه مېرمن  زیات وزن لري دا ورته دحمل پرمهال ستونزه رامنځته کولای شي ، پردې سربېره وزن لرونکې مېرمن له زیږون وړاندې  خپل  وزن کم نه کړي  له زیږون وروسته بیا دا چاره ډېره سخته ده او کېدای شي وزن یې نور هم زیات شي دا هم  دیادونې ده ډېر ډنګروالې هم  منفي اغیز لري .

۴-  دحمل دمخنیوي درمل : که چیرې یوه مېرمن  دحمل دمخنیوي درمل کاروي او بیا یې پریکړه کړې وي،چې بچی وزیږوي لږ تر لږه باید درې میاشتې  وړاندې له دې درمل څخه لاس واخلي ،چې میاشتینۍ ناروغي بیرته خپل نورمال وخت ته راوګرځي.

۵-  خواړه :  وړاندې له دې ،چې حمل واخلې باید د خوړو پروګرام باید یو څه منظم شي ، باید داسې خواړه غوره شي،چې له هر ډول  ویټامینو څخه برخمن وي دا مهال بدن هر ډول ویټامینو ته اړتیا لري  او دا غوره ده،چې دمیوو ، سبزیو ، شیدو خوړل زیات شي، په دې پړاو کې بدن هر ډول  خوړو ته اړتیا لري .

۶-  له ذهني پلوه دیته چمتو اوسې ،چې خپلواکي له لاسه ورکوې ، اوس یو بل څوک را روان دی،چې  ستاسې اړتیا هیڅ نه پيژني او هغه خپل لومړیتوبونه لري او هغه باید پوره شي .

۷-  تاسې (مور) داسې یو پړاو ته ننوځې ،چې هیڅکله  به  پوره خوب ونه کړې ، په کار ده ،چې له ماشوم سره دچلند په برخه کې دنورو له تجربو څخه ګټه پورته کړې او دخوب وخت مو څنګه  تنظیم کړې .

۸-  دحمل پرمهال باید له ذهني پلوه ځینې ستونزې په پام کې ونیول شي  لکه زړه بدې ، دبدن دځینو غړو شخیدل، دا ستونزې داسې دي،چې ژر بیرته ورکیږي په دې برخه کې  دمور او ملګرو سپارښتنې دګټورې دي.

۹-  کورنيو ژوو (حېوانات) باید لرې اوسې : دا ژوي  ځینې میکروب  لري کېدای شي حمل ته زیان ورسوي  او یا دحمل دغورځیدو لامل شي .