فرسایشي یاغزیدونکې جګړې

 

Hassin 1سوله اوجګړه ددو ټولنیزومفاهیمو په توګه دبشریت د ټول ژوند یا لږتر لږه دټولنو له طبقاتي ویش سره سم دټول تاریخ بنسټیزه تومنه جوړوي. داواقعیت چې نه هره جګړه بده او نه هم هره سوله ښه او دنیکمرغۍ راوړونکې ده اوس له هیچا څخه پټ نه دی.جګړې دخپل ورانوونکي او وژونکي خصلت له مخې درنې زوره وونکې او دجګړې وهلو اولسونو لپاره ډیر ځله له ځغم او منلو څخه ووځي او دسولې غږدجګړو وهلودملاتړپه لور دخوزیدولاره باسي.خوهغه سوله چې داسارت اومرییتوب تومنه ساتي او دجبر ، ناروا.بیعدالتۍ اواستبداد موخو ته مرسته رسوي په عمل کې په خپله د اوږدو، درنو او زوروونکوجګړولامل ګرځي. کله چې ویل کیږي چې جنګ دتاریخ همیشنی حقیقت دی او سوله یوه لنډ جوړ جاړی دی.سمدلاسه دغه واقعیت دانسان مخې ته دریږي چې دټولنې او یاهم دسیمې اونړۍ په کچه ناروا، استبدادي، ورانوونکې او تیرې کوونکې موخې دټولو جګړولويي وي که وړې تخم کري.او دګټو او عرضونو پر بنسټ دجګړوزړي ږدي.څو دغه زړي وچ او له حاصله ونه لویږي دسولې لپاره دعاوې او نارې سورې په خپله دجګړودوام ته لاره ورکول دي. وايي جګړه دسیاسي ارادې پلي کول،دقدرت تر لاسه کول،دواک ساتل،دواک ښودنه،دسیاست دوام.دحالاتو دبدلون غوښتنه او دسیاست دپلي کولو تیره توره ده. دغو مفاهیموته په ژوره کتنه دا واقعیت را برسیره کیږي چې سیاست دقدرت لوبه ده،قدرت په خپله د انساني پرګنو دویش ښودنه کوي. دغه ویش دحاکم او محکوم، ظالم او مظلوم، زبیښاکګر او تر زبیښاک لاندې واقعیتونه را برسیره کوي او همدغه څه دجګړواصلي لامل ګرځي.دتغییر او بدلون غوښتنه هم دهمدې ویش پر بنسټ په ښکاره نه جوړیدونکي دوه بیلې لارې ښيي. دواک ، قدرت،استبداد ، تیري اوتجاوز لوری د خپلو ناولو موخو اوتړاونو له مخې سوله دخپل واک او قدرت ددوام او پراختیا له پاره یوه ښه تیر ایستونکې وسله بولې، ښه زړه وړونکی ژبنی ر نګ ورکوي او په دې لاره کې په ډیروقلمونو،کلو او استعدادونو پانګونه کوي.خو دغه څه په عمل کې ځکه سولې ته نه رسي چې دمظلومو اولسونو اوپرګنوله غاړو څخه دزور او ناروا پړي نه شلوي بلکې ټوله هڅه ېې په تیر ایستنه او دخلکو او اولسونو دتحمیق پر بنسټ خوځي.په داسې حالاتو کې سوله دبدلون زیری نه لري،سوله په تړلي اقتصادي ژوند بسینه ښيي. دلته ده ویل کیږي چې جګړه دژوند تومنه جوړوي ،نه سوله.داقلم له مسلکي پوځي پوهي  نه بې برخې دی.له همدې کبله دلته په سړو ، تودو ، سیمه ییزواو یا نړیوالو جګړوڅه ویل په پام کې نه دي.دغه شان دجګړوزماني دوام،په جګړو کې دوسلو انډول،لنډې او یا داوږد واټن جګړې هم په دې لیکنه کې ځای نه لري.ښايي دلیکنې په اوږدو کې دلڼد مهاله او اوږد مهاله، برابرو او نابرابرو،پلان شوو او نا پلان شو ،منظمو او نامنظموونه جګړو یادونه راشي خوهغه هم دهمدې مفاهیمو بشپړ بیان نه دی ، ځکه دغه څه دیوې لنډې لیکې په وس کې نه دي.دغه شا ن دملي ،اعتقادي او هغو جګړویادونه هم راتلونکې ده کومې چې دځانګړو انقلابي انګیزو له مخې په لاره لویږي خو همدا برخه هم دبیان دتسلسل بهیر جوړوي او پراخه څیړنه ېې په دې لیکنه کې عملي نه بریښي.لکه څنګه چې دلیکنې عنوان ېې ښيي دمنځ خبره دغزیدونکو(فرسایشي) جګړو خبره ده.ډیر لیکوال په دې آند دي چې غزیدونکې جګړې تر ډیره هغه جګړې دې چې له پولو څخه بهردځانګړې پوځي تګلارې په توګه کارول کیږي،څیړونکي اوتاریخ لیکونکي، دامریکا دانقلاب جګړه،په روسیه کې دناپلیون بنا پارت جګړه،دهتلري فاشیزم په وړاندې دستالینګراد دفاع،دکوریا دجګړې دوه وروستي کلونه،دویتنام جګړه،دمصر او اسرائیلو جګړې،په افغانستان کې دشورویانو جګړه،دایران اوعراق جګړه،له ۲۰۰۱میلادي کال نه را په دې خوادافغانستان جګړه،دلیبیا جګړه،په مکزیک کې دمخدره توکوجګړه او په سوریه کې روانه تش په نوم کورنۍ جګړه ټولې په غزیدونکو جګړو کې را ولې. خو په یادو جګړو کې تر ډیره بهرني طاقتونه دجګړې په اوږدولو،ژورتیا ، پړسولواو پراختیا کې دهغو ملتونو او اولسونو ستومانه کول او یوې ناروا سولې ته دغاړې ایښودو غوښتنه لري کوم چې ددوی دناروا موخو خڼد ګرځي. دغه له بهراو بهرنیو څخه راجوړې غزیدونکې جګړې دپانګوال نظام دنړیوال کیدو، ددموکراسۍ دپراختیا او دبشر دحقوقوپه جوړو شوو سیاسي شعارونو را پیل او پانګوالې نړۍ دنړیوالې واکمنۍ په غوښته ېې دګلوبالیزم او نړیوال کیدورنګ ونیو.دغه دموکراسي،دبشر حقوق او نړیوال کیدل هغه سیاسي مفاهیم ووچې نه دخلکو او اولسونو په غوښتنه او اراده بلکې داستعماري او نو استعماري واکمنو په اراده دپوځي لښکرو او جاسوسي شبکواو دپانګونو له لارې دمزدورو روښانفکرانو په رانیولوېې دخوځښت لاره وټاکل شوه.په دې جګړو کې بې له شکه لږشمیر اولسونه له خپل توان اوطاقت څخه را ولویدل، ستړي شول او ډیرو ناروا سولو ته ېې غاړه کیښوده. خو دتاریخ دلید وړ واقعیت دادی چې هغوی چې غزیدونکې جګړې دنورو اولسونو دځپلو او ستومانه کولوپه مقصد په لاره اچولې وې خپله هم په کې ستړي، ستومانه او دتاریخي لویدنې له پوښتنې سره مخ شول. داواقعیت که پرون دشوروي سوسیالیستي نظام له لویدو سره رامخته شو ، نن همدغه برخلیک دټولې پانګوالې نړۍ په نه ګرځیدونکې برخلیک اوښتی دی.ځکه دپانګې مغرورې نړۍ چې دیو ډول انګلوساکسوني ډوله فاشیزم مشري ېې اخیستې په ټوله نړۍ کې دومره ددرانه مالي لګښت او انساني تلفاتوبار په غاړه اخیستی دی چې نه یواځې ېې دنړیوال اقتصادي نظم ملاور ماته کړې بلکې دخپل پایښت تومنه ېې هم دسختې لویدنې په حال کې ده(ددې برخې شمیرنې به په بله لکینه کې راشی). دوی دهغې تاریخي جګړې تمرین کوې کومه چې څیړونکو ورته د(پیریک دبري» نوم ایښی دی.دپیریک بری هغه بری دی چې زیان ېې تر لاسته راوړنوتیری کوي،دغه ډول بری بشپړ او دپام وړ بری نه دی او دا ځکه چې رنځونه اولګښتونه ېې له باوره ووځي. تاریخ لیکې چې: پیروس دروم امپراطور(پادشاه)له میلاد نه مخکې په کال ۲۸۰کې خپلې لښکرې دروم دجمهوري لښکرو پر خلاف هغې جګړې ته ور وخوځولې کومه چې د«دهراکلیا »په جګړه ونمول شوه.ددغې جګړې درنوتلفاتو امپراطور دې ته اړ کړ چې اعتراف وکړي چې لښکرې ېې دجمهوریت له لښکرو سره دبیا مخامخ کیدو توان نه لري. زموږ دزمانې واقعیت هم همدا ښيي چې دانګلوساکسوني جهان واکمنۍ تږي دافغانستان، عراق،لیبیا،سوريي او نوروسیمو اوهیوادونوپه ناروا تیریو کې دومره ستړي شوي دي چې له هر شاته تګ وروسته دبیا ولاړیدو توان نه ده ور پاتې. همدا نن که دهوايي تر ډیره غلچکیو بریدونو توان ورنه واخیستل شي،لویدیځ ته نوردغزیدونکوجګړوشیره نده پاتې او دغه څه اوس اولسونو ورنه خپل کړیدي.دهیوادونو په کچه دتیري، تجاوز او اشغال په وړاندې روانې اوږدې جګړې اوس داولسونو له لوري غزیدونکې هغه جګړې دې چې تر ډیره متجاوزین او اشغالګران ستړي او له پښو غور ځوې.ښه مې په یاد دي ۱۳۵۸ کال لا پای ته نه ورسیدلی.افغانستان دشوروي لښکروپه ولکه کې لویدلی و،دخلکو او اولسونو دکوم پراخه پاڅون څه ډیرې نښې نه وې. په همدې وخت کې ارواښاد مجید کلکاني یوه شپه پاڼه خپره کړه او دلومړي ځل له پاره ېې دفرسایشي یا غزیدونکې جګړې اصطلاح په کار یوړه.دوخت په واکمنو کړیو کې دغه اصطلاح تر ډیره نا مفهومه وه.یوه ورځ په یوه غونډه کې له لویانو څخه یوه له مانه وپوښتل چې مجید کلکاني دغه اصطلاح په کومه معنی په کار وړې. ما ورته دتاریخ دهغو پاڼو یادونه وکړه چې په هغو کې دهند برتانوي واکمنوپه هند کې له روسيي او فرانسې څخه دخپلو ګټو دخوندي ساتلو له پاره پر افغانستان اوږدې ، ستړې کوونکې اوغزیدونکې جګړې پلان کړې وې.هغه غزیدونکې جګړې سره له دې چې داستعمار دلښکروداوږدې لاسبرۍ څه نه درلودل خوغزیدونکې جګړه دافغان اولس دکمزوره کولو ، بیچاره کولو او استعمار ته داړایستلو لپاره په بیلابلو بڼوپه اوږدیدو وه. په هغو جګړوکې دنن په شان تر ډیره داسعمارجواسیسو او معاش خوړوواکمنو داستعمار موخې مخته وړې، اولسونو دغه څه په کراره او څه ناڅه  په اوږده زمانه کې درک کړل او مقابلې ته ېې را پورته شول.خو همدغو پاڅونونوداولسونو له لورې داستعمار خلاف دغزیدونکې جګړې رنګ ونیو او وروسته له دوو ماتوپه دریمه نښته کې انګلیسي لښکرو ته ددوی په خپل لاندې کړي حاکم موقعیت کې دمقابلې توان پاتې نه شو.همدا خبره ده چې زموږ خلک وايي چې افغانان په هرو څلويښتو کلونو کې خپل پیاوړي بهرني دښمنان په همدې غزیدونکو جګړو کې دومره له پښو غورځوي چې په پای کې په یوه ټیله دتاریخ کندې ته لویږي.داسې ښکاري چې دزمان له چټک خوځښت سره سم افغان اولسونه هم نور ددې جوګه شوي دي چې دڅلویښتو کلونو مزل تر شلو هم را کوز کړي.پرون دټولې پآنګوالې نړۍ،عربي اوسیمه ییزې افغان دښمنې ارتجاع په ګډه پانګه او تخنیکی مرستې دنړۍ یو لوی طاقت را ولوید خو نن له هرډول مخامخ دپام وړپردۍ درنې مالي او تخنیکې مرستې پرته دنړي ۴۴ تخنیکي، مالي، پوځي او سیاسي طاقتونه دهمدې بیوزله اولسونو په وړاندې په ګونډو شویدي.ماتې خوړلی اشغال د«آبرومندانه!!!» تیښتې لاره لټوي.دغه لاره دخپلو کورنیو پټو اوښکاره لاسپوڅو په مټوله هیڅ نه هیڅ ته باسي.دپردو پوځي په سختې کلابندۍ کې لویدونکې اډې جګړه اوږدولی شي خودغه څه به داشغال په ځیګر دخلکو او اولسونو تیرې تورې داسې را وباسي چې تاریخ ته به یوه نه هیریدونکې بیلګه وي.داشغال لښکرو ماته خوړلې او تیښته ېې عملې شوې،یواځې دسودان، یمن او قبایلو په شان زموږ دخلکو او اولسونو کلي اوکورونه له پاسه په نښه کول، دښمن  اوددښمن غوړه مالو لاسپوڅوته دهیڅ ډول «آبرومندانه» بري زیری نشي ورکولی.لویدیځ اشغالګر دستر او پر مختللي هوايي او راکټې تخنیک در لودونکی دی خو دجګړو دماتې اوبري لوری تخنیک نه بلکې انسان  ټاکي.دیمن ولیشت ولیشت خاوره دامریکايي بی پیلوټه الوتکو درا کټونو له ټوټو ډکه شوه ځو په پای کې دیمن هغه ځپل شوی اولس چې امریکا او سعودي په ګډه  او په ډیره بیرحمۍ ټکاوه دصنعا زړه ته را ورسید،صالح ېې پرون پسې واخیست اودهغه ځای ناستي به نن یا سبا په لویدلې غاړه خپل ټغر ټولوي. دغه څه په افغانستان هم راتلونکي او دلید وړ دي. همدغه څه به له ټولوکمزوریواو تاریخي کنګلتوب سره سره دپیښو بهیرونو ته څه ناڅه ملي بڼه او تومنه ورکړي.همدغه ملي بڼه او تومنه به دخلکو او اولسونو ملي ارادې ته لاره خلاصه کړي او دزمانې دغوښتنو غږ به زموږ دخلکوپه ژبه را ژوندی شي.دا بهیر به دپیل بیلارۍ او زورونې ولري خودمرییتوب جرړې به هرو مرو پکې سوځي. داد دې قلم باور دی.