
شرمیلاټاګور
دهندی فلمونو اداکاره ده په ۱۹۴۶ کال په یوه هندو کورنیکې پیدا شوي اویوه موده مخکې مسلمانه شوه او اسلامی نوم یې عایشه بیګم ده او درۍ بچي لري او دخاوند نوم يې منصور علی خان ؤ د مسلمانویدو پر وخت يې له هغه سره واده وکړ.
هانس راج هانس
هنس راج هنس د هندوستان د موسیقۍ یوه وتلې څېره ده. نوموړی وايې:
زه دمسلمانانو له ژوند او داسلام له مطالعه څخه ډیر متاثر شوم اواسلام مې قبول کړو او زما اسلامی نوم محمد یوسف دی. اسلام مکمل دین دی او مونږ پرې بشپړ یقین لرو، اسلام مونږ ته د امن درس راکوي.
دھرمیندر
د هندي سينما وتلی پېژندل شوې ستوری دی او زېږېدنې نوم یې هرم سنکه ده او دهندخلک ورسره زیات مینه لري اوپه ډیرو زیاتو مشهورو فلمونو کې يې کار کړی دی.
۱۹۷۹کال کې د واده نه وړاندې مسلمان شو اود سينما له بلې نامتو ستورې هیما مالانی سره يېواده وکړ.
اې ار رحمن
د هندی موسیقی یوه وتلې څیره ده، چي د شهرت محتاج هم ندی وائې یوه ورځ مې مور ناروغه شوه اوبزرګ زیارت ته مې بوتله دهغه نه وروسته ښه شوه، زما دمور پوره یقین وشو چې اسلام یو رښتني دین دی.
له هغه وروسته زمونږ ټوله کورنۍ مسلمانه شوه. رحمن په هندوستان کې د غاليو صنعت هم لري او په موسیقی کې يې
ډیری جايزې هم تر لاسه کړې.
امريتا سنګه
امريتا سنګه په یوه سکهه کورنۍ کې پیدا شوې ده په ۱۹۸۳ کال فلمی دنیا ته راغله په زیاتو فلمونو کې يې کار کړی له سیف علی خان سره د واده نه مخکي مسلمانه شوي او ۱۳ کال يې له سیف علی خان سره تیر کړل. وروسته د اختلافاتوله وجی بیله شوه او سیف علی خان له کرینه کپور سره واده وکړو.
ممتا ککرنی
اداکارې ممتا ککرنی اسلام قبول کړو او له خپل خاوند سره اوس په نیروبیکې ژوند کوي. اداکاره ممتا ککرنی په۱۹۹۷ کال د دوبې هوايې میدان کې د نيشه يي توکو سره ونیولی شوه او ۲۵ کال بند امر پر وشو، دغه وخت ممتاککرنې د اسلام قبولو وعده وکړه او دبند وخت يې کم شو، د نومبر په۱۵
۲۰۱۲ کې خوشې شواو په ۲۰۱۳ کال يې له یو مسلمان سره واده وکړو اوس د خپل خاوند سره په نیروبې کې ژوند کوي او په نیروبی کې نورو مسلمانو ښځوته د اسلام دعوت او تبلیغ کوي.
ممتا کرنی ۱۱ کاله په هندي فلمونو کې کارکړی او ډیر زیات شهرت لري، ممتا ککرني په ۱۹۷۲ کال کې د ممبئی په ښارکې پیدا شوې ده او په ۱۹۹۱ کال کې فلمی دنیا ته راغلې.
محمد علي کلې
محمد علی په۱۹۴۲ ز کال په امریکا کې پیدا شوی. د نړۍ د سوک وهلو تر ټولو نامتو نړیوال اتل دی.
او په ۱۹۶۴زکال کې يې د سوک وهلو په نړيوالو سياليو کې اتل شو او له هغه وروسته مسلمان شو.
نوموړی دبوکس د نړۍ او د اولمپيک د سرو زرومډالونه تر لاسه کړي دي.
محمد يوسف
محمد یوسف د پاکستان په لاهور ښار کې په ۱۹۷۴ کې پیداشوی او اصلی نوم يې یوسف یوحنا ؤ په ۲۰۰۵ کال کې مسلمان شو،او د پاکستان د کرکټ ملی ټیم یو ښه لوبغاړی دی.
جېنفیر لوپز
مشهوره امريکايي سندرغاړې د اسلام دين قبول کړی او مسلمانه شوې ده.
جېنفیر لوپز هم له ځينو رسنيو سره په خبرو کې منلي چې اسلام يي منلی دا وايي، چې په اسلام سره يي زړه تسکين کيده.
جېنفیر لوپز چې د امريکې دميساچوسټس ښار اوسيدونکې ده په عربي او انګلسي ژبه ډيرې سندرې لري.