تر شپږ میاشتو وروسته ماشوم ته د مور له شیدو سره ملګري یا بشپړونکي خواړه 

 ډاکتر : ابراهیم شینواری

له زیږیدو څخه تر شپږو میاشتو پورې ماشوم ته یوازې د مور شیدې بهترین او کافي خواړه دي، خو تر هغه وروسته د مور شیدې یوازې د ماشوم د خوړو اړتیا نه شي پوره کولی. لدې سره چې د مور شیدو ته باید تر دوه کلونو پورې حتمي دوام ورکړل شي، ضرور ده نور خواړه هم ماشوم ته پیل شي، چې بشپړونکي یا ملګري خواړه ورته ویلی شو. یعنې د مور شیدې اساس او دا نور خواړه یې ملګري.

دا عمر د ماشوم د ودې او انکشاف یو تر ټولو مهم عمر دی او که د ماشوم په تغذیه کې غفلت وشي نو د ده  د سو‌ء تغذي سبب کیږي. د نړۍ له دروو څخه یو ماشوم پدې عمر کې په سوء تغذي اخته کیږي البته د ویټامینونو د کمښت ستونزه یې تر دې هم زیاته ده. که څه هم د امیندوارۍ پر مهال د مور ناسمه تغذیه او میکروبي ناروغۍ د دې سوء تغذیې په منځ ته راوړو کې برخه لري، خو ماشوم ته د با کیفیته او پوره بشپړوونکو خوړو، نه پیلول او په میکروبي ناروغیو اخته کیدل یېپر سوتغذیي د اخته کیدو مهم فکتورونه دي.

د بشپړونکو خوړو په پیلولو کې ځنډ، یا یې ډیر مخکې پیلول، کمه یا زیاته اندازه خواړه ورکول، کیفیت ته یې پاملرنه نه کولاو په ورځ کې د خوړو کافي دفعات نه مراعاتول پدې برخه کې مهم فکتورونهدي. که باکیفیته خواړه په ناکافي اندازه وي او که د کم کیفیت لرونکي خواړه تر حده ډیر شي، دواړه ماشوم ته پوره ګټه نشي رسولی. زیات مقدار او کم کیفیت د ماشوم معده ډکوي او د مور د شیدو ځای نیسي خو ارزښت یې کم او د ماشوم اړتیاوې نشي پوره کولی.لدې څخه دا مهمه نتیجه راوزي چې پدې وخت کې د ماشوم د باکیفیته غذا ضرورت له حده ډیر او د معدې ظرفیت یې ډیر کوچنی دی، نو هغه خواړه چې د مور له شیدو سره ماشوم ته پیلیږي، باید ډیر باکیفیته او ښه وي. بله مهمه خبره دا ده چې ماشوم ته د خوړو په تیارولو او ذخیره کولو کې د پاکوالي د مراعاتولو فوق العاده احتیاط پکار دی چې ماشوم په میکروبي ناروغیو او تسمم اخته نکړل شي.

د مور تغذیه، او هغې ته د مناسب سلوک د زده کولو او پلي کولوپه باب مرسته هم ډیر مهم دي. د ماشوم د خوراکي اړتیا اندازه پدې موده کې ډیر ژر ژر بدلیږي او مور باید دې ته اماده وي چې د ماشوم د اړتیاوو او غوښتنو سره سم خوراک ورکړي او په عین حال کې پرې خپلې شیدې هم ونه دروي.

په وروستیو کې د تغذیې پوهانو او کارکوونکو د ډیرو زیاتو څیړنو او تجربو څخه دا سپارښت کړی دی چې د ۶ – ۲۴ میاشتو ماشوم ته دې د څو ګونو ویټامینونو او منرالونو پوډر ورکړل شي. ځکه د دغه عمر ماشوم د ویټامینونو او منرالونو اړتیاوې دومره ډیرې دي چې که هر څومره با کیفیته خواړه ورکړل شي، نو د ماشومپه کوچنۍ معده کې په هغه اندازه ضروري غدایي مواد نشي ځاییدای، چې د ده اړتیاوې پوره کړي.

د څو ګونو ویټامینونو او منرالونو پوډر په یوه وړه پوڼۍ کې جوړ شوي دي چې تر ۱۵ پورې ضروري ویټامینونه او منرالونه پکې شته. پوډر د ماشوم په خوړو پاشل کیږي او بیا ماشوم ته ورکول کیږي چې د ماشوم د بدن او ذهن د ښې ودې او د مهارتونو له انکشاف سره مرسته کوي. 

بشپړونکي خواړه باید:

په خپل وخت پیل شي(timely): یعنې کله چې ماشوم شپږ میاشتنی شي، باید د مور پر شیدو سربیره نور خواړه ورته پیل شي. مناسب وي (Appropriate): په مناسبه اندازه وي، په ورځ کې څو ځل ورکړلی شي، نیمه جامد او جامد وي (ډیر مایع نه وي، ځکه د اوبلنو خوړو ضروري مواد کم وي او که اندازه یې زیاته شي، د ماشوم په معده کې نه ځاییږي)، او د خوړو بیلابیل ډولونه وي. خواړه په مصئون ډول تیار شي (Safe) : یعنې پخپله خواړه، د تیارونکي شخص لاسونه، د خوړو لوښي، ځای او د خوړو سامان هر څه پاک وي. پدې ډول به د میکروبونو دسرایت مخه ونیول شي. دعمر سره مناسب وي(Age): ماشوم ته باید د ۶ او ۸ میاشتو په منځ کې د ورځې ۲ -۳ ځل بشپړونکي خواړه ورکړل شي. په ۹-۱۱ میاشتو کې ۳-۴ ځل، او په ۱۲-۲۴ میاشتو کې تر هغه دوه ځل زیات ورکړل شي. په هر صورت کې باید د مور له شیدو سره یو ځای ورکړل شي. یوه ډیره مهمه خبره دا ده چې. د بشپړونکو خوړو لپاره ټاکل شوي ماشومان تر دوه کلنۍ (یا ۲۴ میاشتني)عمر پورې دي، خو د مور شیدو ته دې تر دغه عمر وروسته هم د نورو خوړو په څنګ کې دوام ورکړل شي.

 

کوم خواړه باید د دغه عمر ماشوم ته ورکړل شي؟

-         د مور شیدې (ټول ضروري خوراکي مواد لري)،

-         حبوبات (پروټین، شکره، ویټامین او منرالونه لري. د غنمو، وریجو، جوارو او نورو ورته موادو څخه‎ تیار شوي خواړه)،

-          ریښې (او کچالو، نشایسته ای خواړه)،

-         حیواني خواړه: ځیګر، سره غوښه، چرګ، ماهي، هګۍ،

-         د شیدو محصولات (پروتین، ویټامین او منرالونه لري) : شیدې، پنیر، مستې،

-         د شنو او نارنجي پاڼو لرونکي سابه (ویټامین او منرالونه لري): پالک، براکولي، کدو او خواږه کچالو

-         لوبیاګانې او دال (د منځني کیفیت پروټین او انرژي لري): دال، نخود، لوبیا، سویابین، نسک، مۍاو دوی ته ورته خواړه،

-         غوړي (انرژي لري): د سویا غوړي، کوچ،

-         تخمونه او مغزیات (انرژي لري): مکروني، د کدو، افتاب پرست، هندوانې او نورو ورته خوړو زړي.

 

د بشپړونکو خوړو په باب د لا ښه پوهیدو لپاره لاندې جدول مرسته کولی شي:

د ماشوم عمر

د مور له شیدو څخه ضروري انرژي

له بشپړونکو خوړو څخه ضروري انرژي

د خوړو شکل

د خوړو دفعات

په هر ځل کې د ماشوم لپاره د ضروري خوړو اندازه

۶-۸ میاشتې

۴۰۰ کیلو کالوري (په ۲۴ ساعتونو کې)

۲۰۰ کیلو کالوري

(په ۲۴ ساعتونو کې)

ټینګ حلوا ډوله،  ټکول شوي خواړه

په ورځ کې ۲ – ۳ ځلې. د اشتها په صورت کې ۲  - ۳ ځل خوش خوره خواړه.

 ۲-۳ کاشوغې ورته پیل او بیا یې د یوې ۲۵۰ سي سي پیالې نیمایي ته ورسوئ.

۹-۱۱ میاشتې

۴۰۰ کیلو کالوري

(په ۲۴ ساعتونو کې)

۳۰۰ کیلو کالوري

(په ۲۴ ساعتونو کې)

داسې ټینګ خواړه چې ماشوم یې پورته کړی شي

په ورځ کې ۳– ۴ ځلې.

د اشتها په صورت کې ۲  - ۳ ځل خوش خوره خواړه.

د یوې ۲۵۰ سي سي پیالې نیمایي.

۱۲-۲۳ میاشتې

۴۰۰ کیلو کالوري

(په ۲۴ ساعتونو کې)

۵۵۰ کیلو کالوري

(په ۲۴ ساعتونو کې)

کورني خواړه خو ټینګ

په ورځ کې ۳– ۴ ځلې.

د اشتها په صورت کې ۲  - ۳ ځل خوش خوره خواړه.

د یوې ۲۵۰ سي سي پیالې له څلورو درې برخې یا ټوله پیاله.

 

ماشوم ته باید داسې خواړه ورکړئ چې په یو ګرام کې د ۰.۸ څخه تر ۱ کیلو کالوري ولري. دلیل یې دادی چې د ماشم معده ډیره وړه، ضرورت یې ډیر زیات او ځکه باید ټنیګ له انرژۍ ډک خواړه ورکړل شي. مانا دا چې له اوبلنو خوړو څخه یې معده ډکه نشي.

د ماشوم د خوړو په تیارولو کې بله مهمه مسئله داده چې باید پاکوالی په دقیق ډول په پام کې ونیول شي.  د لاسونو، خوړو، لوښو، ځای او وسایلو پاکوالی هر یو ډیر مهم دی. د خوړو په پاکوالي کې لاندې پنځه خبرې ډیرې باارزښته دي:

1)    خواړه پاک وساتئ

2)    پاخه او اومه خواړه یو تر بله بیل وساتئ

3)    پوره یې پاخه کړئ

4)    خواړه په مناسبه تودوخه کې وساتئ

5)    پاکې اوبه او پاک خام مواد وکاروئ.

 

نورې ارزښتمنې خبرې دا دي :

-         خواړه باید له انرژۍ، پروټین او ویټامینونو/ منرالونو(په ځانګړې ډول له اوسپنې، زنک، کلسیوم، ویټامین ای، ویټامین سي او فولیت) څخه  ډک وي،

-         بې له مسالو او د کمې مالګې لرونکې وي، خو مالګه یې باید ایودین لرونکې وي،

-         ماشوم ته یې خوړل اسان وي،

-         د ماشوم د خوښې وړ وي،

له شپږو تر ۲۴ میاشتو عمر د ماشوم د بدني ودې او ذهني انکشاف له مهمترینو دورو څخه دی. که د مور شيدې او پوره خواړه ورکړل شي، مرسته ورسره کوو چې د خپلې ودې او انکشاف وروستني پوټنشیل ته ورسیږي او که غفلت وکړونو د ماشوم په وده او انکشاف کې داسې زیانونه رامنځ ته کیږي چې بیرته نه راګرځي، حتی که وروسته د نړۍ تر ټولو بهترین خواړه  ورکړو او بهترین شرایط ورته برابر کړو.

دا دوره د فرصت د هیندارې یوه مهمه برخه ده. لدې فرصت څخه اعظمي ګټه واخلئ!