دجانان پلونه ښکلي دي 


 مه پرې کښېنه ګرده دجانان پلونه ښکلي دي 
 هریومچوم په بڼو هرپلو چې تللي دي 

 هرقدم یې ګل سپڼاوه ګل به ګلابونه شول 
 اوس له ګلابونو ساختلې رژېدلي دي 

 واه څه رنګینۍ وې زما رنګیزجانان راغلی و 
 یا ربــه رښتیا و که خوبونه مې لیدلي دي 
 
 څومره ښکلي ښکاري تورباڼه دګلاب رنګ جانان 
 څنګه مې دانه دانه له زړه څخه ختلي دي 

 وامي خلي سلګۍ چې یې را یاد کړم هغه خوږ مجلس 
 ته وا قند نبات یې په خبرو کې پېیلي دي 

 یوخو یې لحجه خوږه ده بل یې دا خوږه خولګۍ 
 ما دیار له سرو شونډو خواږه خواږه څښلي دي 

 تېرې شوې دسترګو رپ کې څو ورځې له ګران سره 
 هرڅه مې چې زړه غوښتل ماوېل دلبر منلي دي 

 خدای ته مې زارۍ کولې لاس مې ګرځول لپه 
 ډېر مې په ګلرنګ پسې په سرو سترګو ژړلي دي 

 کښې به ناستو یوځای مو خلوت کاوه له خدای سره 
 څنګ پرڅنګ موږ دواړو پاک الله ته لاس نیولي دي 

 ولاړ نیګار رخصت شو پاکه ربه ژريې راولې 
 وړی یې ارام له ما خوبونه تښتېدلي دي 

 چا ته موتاوان رسي که ګران راشي زما څنګ ته 
 اوس مو جدايي کې څوک تر تاجه رسېدلي دي؟