طالبانود لویې پکتيا په زرمت کې درۍ کسان اعدام کړي دي
ساحل منگل
ګردېز (پژواک ٥ تله ٩٣ ): وسله والو طالبانو د پکتيا ولايت په زرمت ولسوالۍ کې درې کسه د غلا او انسان تښتونو په تور اعدام کړي دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد د تلې په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ يې درې کسان د دې ولسوالۍ د '' ګورجي'' په سيمه کې په عام محضر کې اعدام کړي دي.
مجاهد وايي چې دغو کسانو په غلا او انسان تښتونو کې لاس درلود او ځايي خلکو يې په اړه وسله والو طالبانو ته شکايتونه کړي وو.
بلخوا د طالبانو له لوري په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې ياد غله يې تېره اوونۍ په پکتيا کې نيولي او د خپلو محکمو په ترڅ کې يې پر اعدام محکوم کړي وو.
په اعلاميه کې د اعدام شوو کسانو نومونه ذکر شوي او يادونه شوې چې دوى په زرمت ولسوالۍ کې په غلاوو او شوکماريو کې لاس درلود.
د پکتيا امنيتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي خو د امنيه قوماندان سکرټر عظيم الله پژواک اژانس ته تاييده کړه چې وسله والو طالبانو په زرمت کې درې تنه اعدام کړي دي.
د زرمت ولسوالۍ قومي مشر حاجي رنګين پژواک اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو دغه درې تنه تېره ورځ په عام محضر کې اعدام کړي دي.
هغه وويل چې اعدام شوي کسان لا هم په سيمه کې ځوړند دي او طالبانو سيمه ييزو خلکو ته ويلي چې تر درېيو ورځو يې ښکته نه کړي.