محترم ډاکترصاحب نثاراحمد صمد
لیکوال : اریک مارګولیس
ژباړن : محترم ډاکترصاحب نثاراحمد صمد
منبع : انز ري ویو ( امریکا )
نېټه : ۲۶ / ۹ / ۲۰۱۴
داسی بد لکه جنایت ، ستره اشتباه
د اوباما حکومت چی نږدې و د اوکراین په سر یې د اټومي روسیې سره جګړه رامنځته کړې وای ، دا دئ اوس یې په عراق او سوریه کی د داعش عربو پر ضد یوه ټول ټال صلیبی جګړه رانښلولې ده . د امریکا خورا پیاوړی هوایی ځواک د « بي ـ ۱ » درنو بم غورځونکو په شمول د داعش ( یعنی د سوریې او عراق د اسلامی دولت ) خبیثان هوار او چختاڼوی . د واشنګټن عرب ملګرې او د کاناډا او اسټرالیا ښیً لاسي حکومتونه هم په دې دښمنۍ کی ورسره درېدلی دي . برتانویان به هم ورسره یو ځای کیږی . داعش ځکه فرانسویان پر زهرو راوستلی دي چی « کثیف او د تف وړ » فرانسویان یې بولی ( او دا هغه څه دی چی برتانویان یې خوښوی ) ، نو ځکه د هغوی الوتکی د دې صلیبی بم ورۍ سره مل سوي دي . داسی ښکاری چی نوی پلان به هماغه جمله وی ، یعنی : « هغوی ټول باید ووژل سی او خدای همداسی ورسره کوی » ، دا هماغه د ویتنام د وخت شعار دی چی اصیل انسانان یې د منځنیو پیړیو د خلکو څخه په دې ډول بېلول . اصلی ستونزه دا ده چی داسی ښکاری لکه د سپیني ماڼۍ ستراتیژي چی دوې خښمېدلی ښځی مخته بیایی ، چی یوه یې سوسن رایس او بله یې په ملګرو ملتو کی سفیره « سَمن تا پاور » ده . خو داسی ښکاری چی نه هغوی دواړو او نه هم ولسمشر بارک اوباما پر پوځي او جیوپولټیکی ستراتیژۍ باندی غیږ نه ده راګرځولې . د هغوی اماتور وخت د سیاست والو او خپرونو لخوا د کومی حملې د ډار په رامنځته کولو سره مخته ځی . د ایران ولسمشر هغه مهال باالکل همداسی معلومه کړه چی د امریکا د سوریې ـ عراق نوې کړنه یې « ستره اشتباه » وبلله او زیاته یې کړه چی « ځینو استخباراتی شبکو خو لیونیانو ته چاړې په لاس کی ورکړی دي چی هغوی اوس هیڅوک هم نه پریږدی . » په داسی حال کی چی امریکا لګیا ده هلته په « ختیځ » کی نوې او ستره چټلي پخوی او تیاروي ، خو دلته په افغانستان کی بیا هماغه پخوانۍ چټلي نوره هم پسی شیندی . تیره اوونۍ د واشنګټن استعماري دفتر باالاخره په دې وتوانېد چی په افغانستان کی د ولسمشرۍ له پاره د دوو سیالانو ، یعنی اشرف غنی او عبدالله عبدالله تر منځ یوه سیاسی معامله رامنځته کړی . اشرف غنی د واشنګټن له خوا د ولسمشرۍ له پاره غوره سو ؛ خو عبدالله عبدالله به « اجرایًیوي مشر » وی چی هماغه صدارت دی خو اوږد مهاله نه بلکی ماتېدونکی ښکاری . دا هیڅ د حیرانۍ خبره نه ده چی دوی به ډیر ژر هغه ژمنپاڼه لاسلیک کړی چی له مخی به یې د ډیرو کلونو له پاره په افغانستان کی پنځه ویشت زره امریکایی او ناټویی پوځیان پاته وی . تلونکی ولسمشر حامد کرزی چی په ۲۰۰۱ کی د امریکا تر حملې ډیر ژر وروسته د « سي آی اې » له خوا پر همدې مقام باندی نصب کړه سوی و ، نن د هماغو مخکنیو امریکایی ملګرو سره انډیوالي پرې یښې ده او وایي چی هغوی په افغانستان کی سوله نه غوښتله ، بلکی پر ځای یې روان اشغال خوښاوه . کرزی چی د یو رښتیاني ملت پال غوندی راښکاره کیږی ، وویل چی یوازینی هغه څه چی امریکا او ملګرو یې په افغانستان کی تر سره کړ ، هماغه د خورا زیاتو ملکی انسانانو وژنه ده . هلته په عراق کی هم پخواني صدراعظم « نوري مالکي » چی هغه هم د سي آی اې یوه نصب کړې « پانګه » وه ، د اوږدې مودې له پاره د امریکایی پوځیانو د پاتېدو تړون لاسلیک نه کړ . ځکه نو پسی واخیستل سو . نن کرزی هم د مالکي سره همږغی دی ، چی په دې سره د هنری کیسنجر هماغه پخوانۍ کنایه را په یادوي چی ویلی یې وو د امریکا سره تر دښمنۍ دوستي ډیره خطرناکه ده . امریکا ښایی په افغانستان کی لوړې ژورې یو څه هواری کړی ، خو اساسي مشکلات به یې هماغسی پاته وی . اشرف غنی د یو پخواني پوهنتوني استاد او بانکي ماهر په توګه یو شریف انسان دی ، خو دومره زیات غربي سوی دی چی په پښتنو یعنی اکثریت توکم کی لږ ملاتړ لری ، او تر ډیره حده د یو امریکایی همکار او ګوډاګي په توګه ورته کتل کیږی . د ده له پخوا راهیسی حریف ، عبدالله عبدالله د شمال اییتلاف یعنی د پنجشیر د یو تاجک بانډ مخکښ سړی دی چی هغوی د ماسکو د اشغال پر مهال د شورویانو ملګري وو . ازبک جنګسالار رشید دوستم ، یعنی لوی جنګي جنایتکار او د شورویانو ملګری د شمال اییتلاف سره درېدلی و او د هغوی یو تکړه نفر و . شمال اییتلاف د امریکا سره هم د هغوی تر یرغل وروسته ملګری سو ، کټ مټ لکه تاجکو او ازبکو چی د شورویانو سره د هغوی تر نیونې وروسته ملګرتوب کړی و . افغاني کمونیسټانو د ملی امنیت وحشتناک استخبارات ، داخله وزارت ، پولیس او خارجه ورازت تر لاسه کړي دي . خو د هغوی اصلی کاروبار هماغه مخدره مواد دي . طالبانو په حقیقت سره د افغانستان د مخدره موادو تجارت له منځه وړی و ، خو یوازی د شمال اییتلاف تر کنټرول لاندی سیمی پاته وې . لاکن نن د افغانستان د تریاکو کښت او صادرات د ملګرو ملتو د څرګندونی له مخی « لوړترین ریکارډ » خپل کړی دی . امریکا په جګه غاړه بیا هم د نړۍ د ټولو نه زیاتو هیرویًنو د تولیدونکې هیواد واکمن دی . د مخدره موادو لوی کاروباریان چی کرزی یې واکمن ساتلی و ، ټول د امریکا نږدې ملګری دي . خو په واشنګټن کی هیڅوک هم د دې افغان سیاست د کثیف بطن په هکله یا په دې باره کی نه ږغیږی چی څنګه دا حکومت د مخدره موادو په روپیو چلیږی . اکثریت پښتانه د مهذب عبدالله عبدالله او د هغه د پیروانو تاجکو څخه بیزاره دي . تاجک هم په خپل وار پښتنو ته د پس پاته غرنیو انسانانو په سترګه ګوری . هیڅوک پر اقلیت ازبکو او هزاره ګانو باور نه کوی ، چی دغو دواړو د امریکایی نیونی یا ایران سره همکاري لرلې ده . طالبان ، یعنی د افغانستان تر ټولو عوام پسنده او رښتیانی سیاسی تحریک تقریبأ ټوله پښتانه دي . د واشنګټن له خوا د بې واکه کړو طالبانو سره د مخامخ خبرو اترو څخه انکار دا یقیني کوی چی په غم ځپلي افغانستان کی به ، چی د تیرو پنځه دیرشو کالو راهیسی په جنګ کی دی ، کوم حقیقی سیاسی جوړجاړی رامنځته نسی . دغه تر ډیره حده له پامه وتلې افغان جګړې څه کم دوه نیم زره (۲۵۰۰) امریکایان وژلي او ۱۷۰۰۰ یې هم زخمیان کړی دي ، او څه باندی یو ټریلیون ډالره یې خوړلی دي . « نوئ رامنځته کړی » افغان پوځ به هم د مستقیم امریکایی ملاتړ څخه پرته داسی ونړیږی لکه د عراقي پوځ درې فرقې چی د داعش سره د لومړني مخامخ والې پر مهال وتښتېدلې . چی داسی ده ، نو ولی واشنګټن په افغانستان یعنی هغه هیواد کی په بلیونونو ډالره مصرفوي چی تیل نلري ؟ ځواب دا چی د استعماري منطق او ستراتیژۍ د ساتنی په غرض همدا لاره د کسپین د حوزې څخه مخ پر جنوب په عربي سمندرګي کی د کراچی خوا ته د تیلو د پایپ لاین غځولو تر ټولو ښه خط السیر دی . بل دا چی افغانستان مرکزي آسیا تر څار لاندی نیولای سی چی هلته چین خورا فعال دی . بل دلیل یې دا چی د امریکا خورا پیاوړی جنګی ـ صنعتی مجتمع قطعأ دا نه مني چی د یو څو قبایلي پښتنو له خوا دې مات سي . او نه هم امریکایان ، کاناډایان ، برتانویان او فرانسویان چی ټولو دغه جنګ ته د جنګېدو او وژل کېدو له پاره خپل پوځیان ورلیږلی دي ، د هغوی په واسطه خپل شکست نه قبلوي ،
پای .