څلور لاملونه دي،چې کوروالي ته مو هڅوي
که غواړې ،چې پوه شې ولې کوروالی کوې نو دا ولوله ، دې کې شک نشته ،چې له کوروالي څخه موخه خوند دی خو ځینې نورې ګټې شته ،چې له کوروالي یې تر لاسه کوې .

کره خبره داده،چې له جنسي روغتیا برخمن کورنۍ ژوند یوازې عاطفي ، رواني او عقلي ژوند نه پیاوړې کوي ، بلکې له دې نورو لاندې ناروغیو مو ژغوري .

1-     کوروالی نیمسرې له منځه وړي    

په هغو ورځو کې ،چې سر مو درد سخت درد کوي او له کوروالي ډډه کوې دا مو تېروتنه ده ، تاسې باید دا مهال کوروالي ته مخه کړې ، دکوروالي پرمهال بدن داندورفین په نوم هرمون راباسي او دا د درد له ځای سره مستقیمه اړیکه لري ، کله ،چې دا هرمون کم یا ټيټ شي نو دزیات درد احساس کوې او کله ،چې پورته شي د درد کچه ورسره کمیږي او پایله داسې شوه،چې په طبیعي توګه مو ځان له سردردۍ خلاص کړ .

2-     پروسټاټ سرطان مخه نیسي یا یې کموي :

تر اوسه دا څرګنده نه ده،چې سړي ولې پر پروسټاټ سرطان اخته کیږي ، خو څیړنې ښايي،چې په منظمه توګه کوروالی له سړی سره مرسته کوي،چې له دې ناروغۍ څخه وژغورل شې او که څوک پرې اخته وي راکموي ، یوه نوې څیړنه په ګوته کوي ، په منظمه توګه کوروالي دهغو کسانو،چې عمرونه یې له پنځسو ډېر وي له هغوي لپاره مرسته کوي،چې ددې سرطان مخه ونیسي .

. the National Cancer Institute مجله کاږي : دمیاشتې 21قذف لږ تر لږه دسینو دسرطان مخه نیسې .

3-    کوروالی مو له لوړفشار څخه ساتي :

علمي راپورونه اوس کره کړې ده،چې کوروالی دفشار په کنترول او راښکته کولو کې پوره ونډه لري ، دفشار دکنترول په برخه کې دبل هر درمل په پرتله کوروالی ډېر اغیزناک دی،کوروالی کولای شي،چې رواني فشار راکم ،چې دا بیا پر خپل وار دوینې لوړ فشار راکمولای شي .

4-    کوروالی دزړه ناروغۍ پر ضد دی :

که غواړې،چې دزړه له حملې ځان وژغورې اویا مو د زړه ټکان ښه شي ، کوروالی دا چاره په ښه توګه تر سره کولای شي . امریکايي مجله   American Journal Of Cardiology کاږي :

هغه سړي،چې په اونۍ کې دوه ځل کوروالی کوي دوی دهغوي په پرتله ،چې دا کار نه کوي دومره دزړه پر ناروغۍ نه اخته کیږي.