امنیتي تړون مه لاسلیکوئ

 

25 / 9 / 2014
حامد کرزي لږ تر لږه په افغان تاریخ کې له امریکا سره د امنیتي تړون تور باب په خپله نامه ثبت نه کړ. اوس بیا دا خبره توده شوه. جګپوړي اروپايي دیپلومات ویلي، چې غني به له لوړې ۲۴ساعته وروسته له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړي.
څو خبرې لرم:
اول: امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیکېدا ځینې داسې تعبیروي، چې ګواکې د ګاونډیانو له خوا تر ګواښ لاندې یو. سوال دا دی، چې ایا تړون به مو د ګاونډیانو له لاسوهنو وژغوري؟

د تړون په پایله کې ایله تر لسو زرو امریکايي عسکر دلته پاتې شي، مخکې تر یو لک و پنځوس زره بهرنیان دلته وو، هغه مهال دغو بهرنیانو د پاکستان راکټي بریدونو ته یو شفاهي ګواښ هم ونه کړ؟

د ایران له لاسوهنو یې ساتلي یو؟

ایران چې په نړیواله کچه یې له امریکا سره ټکر دی؛ خو په افغانستان کې دواړه خپل فعالیتونه د یوه او بل له خنډ جوړېدو پرته ترسره کوي.

دلته دواړه یو تفاهم کې دي. نو امنیتي تړون نه یوازې دا چې موږ د ګاونډیو له خطره نه شي ساتلای، بلکې په خپله موږ ته خطر دی.

د دوی ماموریت «ترهګري ضد» بلل شوی. نور تعریف نه شته، د هر افغان پر کور به شپني عملیات کېږي او «ترهګري» ضد نوم به ورکول کېږی. زموږ سر، مال او عزت به هره شېبه د لوټ او تالان له ګواښ سره مخ وي.
دویم: امنیتي تړون افغانستان له سیمې سره په جګړه اخته کوي: یوویشتمه پېړۍ په اسیا کې د سوداګرۍ او پرمختګ پېړۍ ګڼل کېږی. په یوویشتمه پېړۍ کې د اسیا د ودې یوه لاره سیمه ییزه همغږي ده، چې له هغې لارې اسیايي هېوادونه د پرمختللو سړکونو له لارې یو بل سره تړل کېږي چې د سوداګرۍ د ودې لامل کېږي. سیمه اییزه همغږي په تېره کنکټویټي له افغانستانه پرته شونې نه ده. افغانستان کولای شي، منځنۍ اسیا له سویلي او ختیزو اسیايي هېوادونو او عربو سره وتړي، چې په دې تړښتونو کې تر بل هر چا زموږ ډېرې ګټې دي. که دا تړون لاسلیک شي فقیر افغانستان به د چین او روس په څېر زبرځواکو د رقابت او ټکر مرکز شي، چې په هغه صورت کې یې زیان تر بل هر چا افغانستان ته ډېر دی.
الف: د سیمې د هېوادونو ګټې به د افغانستان په امنیت کې خوندي وي. هېڅوک به د افغانستان ناامنۍ ته زړه نه ښه کوي، بلکې ټول به په دې اړه همکاري کوي تر څو د دوی سوداګري زیانمنه نه شي.
ب: افغانستان به پر امنیت سربېره د ښکلو پرمختللو لارو څښتن شي.
د: د افغانستان له لارې تېرودونکي مالونه کولای شي دلته د خلکو پر اقتصاد پاموړ مثبت اغېز ولري. مالیات به یې د افغانستان ملي بودیجې ته تحويلېږي.
....
درېیم: د اسیا پرمختګ د امریکا په ګټه نه دی. اوس دا تیوري ډېره عملي برېښي، چې ځواک له لوېدیځه ختیځ ته د لېږد په حالت کې دی.

د اسیا، په تېره د منځنۍ او سویلي اسیا پرمختګ د افغانستان ټیکاو پورې تړلې دی؛ نو بنا پر دې د افغانستان سوله او امنیت د امریکا له ستراتیژیکو ګټو سره همغږې نه لري. په افغانستان کې اوږدمهاله جګړه او ناامني لومړی د امریکا په ګټه ده. له امریکا سره زموږ ګټې نه یوازې دا چې همغږې نه دي، بلکې د ټکر په حالت کې دي. کله چې ګټې سره ټکر کوي، په دیپلوماتیک لحاظ عادي دوستي نه شو سره کولای، دغه وړ د لوړې کچې تړونونه خو پر خپل ځای پرېږدئ.
دا یو لنډیز و. په دې اړه ډېر کره دلایل شته، چې دا تړون د افغانستان په ګټه نه دی.
که ډاکټر اشرف غنی احمدزی دا تړون لاسلیک کړي، په افغان تاریخ کې به دا تور د ده په نوم ثبت شي. د سولې نیم‌ژواندې هیلې به مړې کړي او وسله وال مخالفین به په جګړه کې لا متعهد کړي. که غني رښتیا هم سولې ته تمایل لري، د ملي روغې جوړې په لور عملي ګامونه پورته کوي، بیا دې امنیتي تړون نه لاسلیکوي. کنه د ده د سولې هڅې به هم د ولسمشر کرزي په څېر هسې تشې لوبې وبلل شي.