دډاکټر اشرف غني د وژلو پلان افشاه شو

 

24Ashraf Ghani 12.6 / 9 / 2014
لیکوال : وار پولیتیکس
د ملي یو والي حکومت د هوکړه لیک تر لاسلیک وروسته ، کوم وخت چي د دواړو نومانداونوله خوا لاسلیک شوې موافقتنامه یو بل ته ور کول کېدل ، د عبدالله په څیره کي د نا اُمیدي نښي له ورایه ښکاریدې .

د رایو ددوهم پړاو د شمیرلو په بهیر کي د عبدالله او ټول شمال ټلوالي له خوا هغه وخت ناندریو زور واخیست ،چي د ټاکنو خپلواک کمیسیون له خوا په کراره کراره جوته کېده چي ډاکټر اشرف غني په هر صورت ټاکني ګټلي او د رایو له تفتیش نه بریالی وزي .

پدې وخت کي ټول ملت د عطا نور ، محقق ، امرالله صالح ، امان الله ګذر او نورو له خوا سخت ګواښونه واوریدل .

ددې علني ګواښونو په اړخ کي د پردې شاته داسي پلانونه جوړیدل ، چي په څه ترتیب باید عبدالله ته د ولسمشري د چوکۍ لپاره لاره پرانستل شي .

اوس چي ډاکټر اشرف غني د ټاکنو ګټونکي اعلان او د افغانستان د راتلونکي ولسمشر په توګه معرفي شو ، »وار پولیتیکس« ته د شمال ټلوالي یوه غړي د نوم نه ښودلو په شرط د عبدالله پلان افشاه کړی دی .
»وار پولیتیکس« په دې اړه داسي لیکي :
عبدالله وړاندیز کړی ،چي یا به کودتا کیږي او یابه ډاکټر اشرف غني وژل کیږي . د شمال ټلوالي یوه زورور غړي چي نوم یې نه دی ښودل شوی ، ویلي ، غوره لاره یي داده چي د ټاکنو دوهم نوماند ووژل شي . په دې ترتیب به دعبدالله لپاره ولسمشري ته لاره هواره شي . د شمال ټلوالي چارواکو او نوروغړو په ګډه هغه پلان منظور کړی ، چي باید ډاکټر اشرف غني په هر صورت د ټاکنو له بهیر نه لیري شي ، تر څو د عبدالله لپاره لاره هواره شي .
د ټاکنو په ۳۷ ماده کي راغلي : که د ټاکنو په بهیر کي یوه نوماند زیاتي رایي وړي وي او مړ شي ، دوهم مخکښ به یې ځای ونیسي او ګټونکي به اعلان شي . د شمال ټلوالي یوه لوړ پوړي غړي ویلي :

که ډاکټر اشرف غني مړ شي ، پر ځای به یې د قانون له مخي عبدالله و نومول شي . مالومه خبره ده چي که غني له منځه ولاړ شي ،عبدالله سل په سلو کي ولسمشر دی .
وار پولیتیکس وړاندي لیکي :
کوم وخت چي د رایو موقتي نتیجه اعلان شوه ، دعبدالله ځیني پلویان دومره عصباني شول ،چي وړاندیز یې وکړ ، د کابل په غرب کي د ډاکټر اشرف غني پر کور برید وکړي او هغه هلته ووژني . خو دا وړاندیز د عبدالله د نږدې پلویانو څخه یوه غړي فوراً رد کړ ، دا ځکه چي دواړه نوماندان د پولیسو او څارګري ادارې له خوا ساتل کېدل او دا وړاندیز له خطره خالي نه ښکاریده .

د افغانستان د کابینې یوه وزیر ویلي :

په کندهار کي دحشمت خلیل کرزی وژنه د ډاکټر اشرف غني لپاره کلک اخطار وو او فکر کېده چي پر نوموړي به هم برید وشي . حشمت خلیل کرزي د اشرف غني کلکه پلوي کوله . د وژني مسولیت یې طالبانو رد کړ او بلي کومي کړۍ هم په دې اړه څه نه دي ویلي .

ځکه فکر کیږي چي د اشرف غني مخالفین لاس پکي لري . نوموړي وزیر زیاته کړې ،چي د شمال ټلواله پیسې او امکانات لري ، چي ځانوژونکي وګوماري .
وار پولیتیکس زیاتوي :

شمال ټلوالي د ډاکټر اشرف غني ټولي د تګ راتګ لاري څارلي او مالومي کړي دي . هغوی کولای شي ، په هغه ځای کي چي ډاکټر اشرف غني ولس ته خبري کوي ، بمونه خښ کړي ، پر هغه په لاره کي برید وکړي او یا په بل شکل هغه له منځه یوسي .دا خو ښکاره خبره ده ،چي د ډاکټر اشرف غني وژنه به هیواد له لوی بحران سره مخ کړي ، ځکه د هغه پلویان به هم ارام پاتي نه شي .
د غبرګ عبدالله وړاندیز دا وو چي د ډاکټر اشرف غني وژنه ځکه ښه ده ، چي په دې وسیله به ډیر ژر د شمال ټلوالي لاس ولسمشري ته ورسیږي . خو ددې ډلي ځینو لوړ پوړو دا وړانديز ته د امریکا په خاطر زړه نه شو ښه کولای .بارک اوباما ، جان کیري او نورو غربي دیپلوماتانو عبدالله ته په کراتو کلک اخطارونه ور کړي وه . له همدې سببه جان کیري د  عبدالله په هیله د رایو دتفتیش وړاندیز وکړ .

عبدالله هیله لرله ،چي د رایو په تفتیش کي به د ډاکټر اشرف غني ډیري رایې باطلي اعلان شي او د عبدالله رایې به زیاتي شي . اوس چي هغسي ونه شول ، عبدالله ټینګار وکړ چي د رایو شمیر اوسلنه اعلان نه شي .

دلاندني لینک په کښېباسلو سره دکورنیو او بهرنیو دښمنانو له ګډې دسیسې خبرېدلی شئ:

http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/20743