د هوږې بوی په شیدو له منځه یوسئ
نوې څېړنې ددې ښودنه کوي چې د شیدو په څکلو سره په هوږه کې موجود سلفر چې د بوی اصلي عامل دی، کمېدای شي.
په شیدو کې موجود غوړ او اوبه د هوږې د بوی له کمېدا سره مرسته کوي. دغه څېړونکي وایي، تر ټولو غوره نتیجه هغه وخت ترلاسه کېدای شي چې د هوږې له یوې ټوټې سره یو ځای یو غوړپ شیدې هم وخورئ، کله چې د هوږې او شیدو ترکیب جوړ شي په دې وخت کې د هوږې بوی بیخي ورکېدای شي.
د اوهایو پوهنتون دوه ډاکتران شریل لارینګر او ارارات هانسنو ګرام باوري دي چې پر شېدو سربېره د ډیرو اوبو، سبزیانو اوغوړو په خوړولو سره هم د هوږې له بد بویه ځان ژغورلی شئ، خو شیدې په دې برخه کې ډېره ګټه لري.
د هوږې پر نورو ګټو سربېره ډاکتران وایي، په هغو سیمو کې چې رطوبت ډېر وي او هغه کسان چې د سمندر په څنډو کې ژوند کوي، که هوږه وخوري د مفصل یا بندونو په دردونو نه اخته کېږي.
له محور ورځپاڼې په منننې