زعفران مو بدن له زهري موادوڅخه ژغوري
 

له المان څخه خپریدونکې مجلې (فروینډین ) کاږي : که غواړئ،چې بدن مو له زهري موادو ژغورلي وي باید زعفران وکاروئ،په زعفران کې موجود ترخه مواد ځیګر(ینې) ته ګټوراو فعالیت یې زیاتوي پردې سربېره په بدن کې دزهري موادو مخه نیسي او دهاضمې سیستم  پیاوړی کوي.

له زعفرانوڅخه مثبته ګټه اخستنه  دمجلې دمالوماتو له مخې  داسې ښودل شوې ده ، یوه اندازه زعفران به  یو ګیلاس اوبو کې  جوش کړئ او سهارمهال یې وڅښئ له یوې خوا به مو له خپل بدن څخه زهري مواد ایستلې وي  اودسستۍ هیڅ احساس به ونه کړئ.

یاده مجله سپارښتنه کوي،چې هره ورځ دزعفرانو کارول له زیان څخه خالي نه دي ، ځکه خوباید په میاشت کې یو ځل وکارول شي ځکه زعفران دا وړتیا لري،چې تر یوې میاشتې ستاسې دبدن روغتیايي ګټې خوندي کړي.

له بل اړخه زعفران  ښکلاییز احساس  لري ، دزعفران پر اوبو ځان پریمنځل دبدن پوستکي ته ګټه لري پردې سربېره زعفران د دیګ دمسالې په توګه هم کارول کیږي.