
تيره اونۍ انټرنيټي رسنیو د داعش ډلې د دوو تنو داسې انځورونه خپاره کړل، چې پرې کړي سرونه يې په لاس کې نيولي او د يوه امريکايي يرغمل شوي زغروال ګاډي مخې ته ولاړ دي.
د داعش ډلې لخوا د سرونو پرې کول او نندارې ته وړاندې کول يې کومه نوې خبره نه ده، خو په زړه پورې دا ده، چې دغه دوه تنه په اسټراليا کې د سوک وهلو اتلان وو، چې اوس له داعش سره يوځای شوي دي.
محمد العمر او ورور يي احمد العمر له يوه بل ملګری خالد شروف سره ، چې پهلوان دی او په اسټراليا کې ځليدونکې ستوري وو، لومړۍ په سوريه کې له داعش سره يو ځای شوي او بيا عراق ته تللي دي.
د «ډېلي مايل» ورځپاڼې د رېپوټ له مخې، دغه دوه وروڼه په ۲۰۰۵ ز کال کې د اسټراليا د بوکس اتلان وو او تر اوسه يې کومه د سيالۍ لوبه نه ده بايللې.