د هګۍ زېړ لکه د سیګرټ خطرناک دي

څېړنې ښیي، کله چې د رګونو د بندېدو او له پوستکي د خولو د راوتو په بهیر کې د ستونزو په اړه بحث کېږي، نو بیا د هګۍ زیړ تر سیګرټ هم خطرناک تمامېدای شي.

 

دا پدې معنی نده چې تاسو په هر وخت کې د هګۍ له زیړ څخه استفاده مه کوئ، بلکې د کورنیو هغو چرګانو هګۍ ډېر پرټینونه لري او خوړل یې قوت درکوي چې د پالنې او روزنې ځای یې پاک وي او ښه غذا ورکړل شي.
په امریکا کې د نورولوژي یوې څېړونکې ډلې موندلې، کله چې تاسو د رګونو د بندېدا ستونزه درک کوئ، نو بیا هغه وخت د هګۍ د زیړو له خوړو ډډه وکړئ.
د ساینس ډیلي د راپور په اساس، ددې څېړونکې ډلې غړی ډاکتر سپېنس وایي، چې دا څېړنه یې په ۱۲۰۰ کسانو ترسره کړې او معلومه کړې یې ده، چې د یادو ناروغیو پر مهال د هګۍ زیړ تاسو ته مغزي او قلبي سکته پېښولی شي. تاسو چې د پخلنځي مسوولیت لرئ په ځانګړي ډول کله چې پخپلو ماشومانو او د کورنۍ په نورو غړو کې دا ستونزه درک کوئ، نو په هرکاره کې کله هم د هګیو پخولو په پار غوړي مه اچوئ!


له محور ورځپاڼې په منننې