دملي یووالي حکومت کې به د نظار شورا واک ۹۰٪ ته لوړ شي
بشارت ځواکمن

 

د نظام اصلي ستنې پوځ او استخبارات دي چې پاکستانیان ورته اسټبلیشمنټ (establishment)  وایي او هلته establishmentله پنجابیانو سره دی. که یوازې په ولسمشر څه توره کیدای نو پښتون غلام اسحق خان او بلوچ فاروق لغاري هم دغه مقام ته رسیدلي و، خو د پنجاب په خدمت کې بوخت وو. په امریکا کې establishmentد انګلوساکسون له قوم سره دی چې زیاتره د شمالي امریکا خلک دي  چې په جمهوریت غوښتونکي ګوند کې راټول شوي او مشران/ متفکرین یې متعصب عیسویان دي.

امریکا د بون په پریکړه کې د افغانستان  establishmentتاجکو او په کمه اندازه هزاره و ته ورکړ. د بحران د نړیوال ګروپ د یوې څیړنې له مخې په افغان وسله والو ځواکونو کې یوازې ۳ سلنه پښتانه موجود دي.

عبدالله چې د ټاکنو د بایللو سره سره په نظام کې دومره لویه برخه وګټله د همدغه نظامي زور برکت دی. اشرف غني کوم زور نه لري، نه غواړيچې د ملا عمر، حقاني او حکمتیار په زور  واک ته راشي، نو ځکه تر کرزي هم په کمزوري موقف کې د ولسمشرۍ په سمبولیکه څوکي راضي شو. دوی له همپالنې سره توافق کړی دی چې ټول لوړ پوستونه به ۵۰ – ۵۰ فیصده وي. د دې معنی څه ده؟

کله چې دواړه غاړې ویش پیل کړي نو لومړی خو موجود او برحال جنرالان نشي برطرفه کولی. که احیاناً پدې هم سلا شي چې د کنډک تر قوماندان اوچت ټول نظامي مسئولین د ۵۰٪ د معیار له مخې ویشي نو بیا به ویش داسې وي: یو کس به عبدالله اخلي او بل به احمدضیا مسعود. یعنې د نظار شورا ۸٪ واک به د عبدالله له خوا د همګرایي اواحمد  ضیا مسعود له خوا د تداوم د ټیم د سهمیو په توګه وساتل شي. بیا به ډاکتر عبدالله دعوه وکړي چې د لیکلو ژمنو پر اساس زما برخه ۴۰٪  شوه نو اوس دا پاتې شل فیصده هم راپوره کړه. او ډاکتر غني به بله چاره نلري پاتې ۱۰٪ به هم ورکړي.

پدې ډول به د نظار شورا برخه له ۸۰٪ څخه ۹۰٪ ته لوړه شي. پاتې ۱۰٪ هم سر له اوسه د هزاره و او ازبکو ده او اشرف غني سره د دوی د لویو قربانیو!!! او ګڼو رایو په بدل کې یې اشرف غني له هغوی نشي اخیستی نو پښتانه ممکن له ۳ فیصدو څخه یو نیم فیصد ته راټیټ شي.

ځنیې خوش باوران به وایي چې ملکي برخه هم مهمه ده، هلته به ډاکتر صاحب پښتنو ته یو څه ورکړي. زه د ملکي برخې اهمیت نه ردوم خو لومړی هغه د نظامي په مقابل تر دې هم ډیره کمزورې ده لکه د اشرف غني ۵۶٪ رایې چې د عبدالله د ۴۴٪ په وړاندې کمزورې شوه او بل په ملکي برخه کې هم د ډاکتر صاحب په ډله کې لوی غله په تمه ناست دي، ځکه هر یوه په کمپاین کې مصرفونه کړي او د دغو مصرفونو د څو چنده بیرته ایستلو پلانونه یې په ګډه سره جوړ کړي دي. د بهرنیو استخباراتي موسسو مزدرو کارکوونکي هم یوه لویه کړۍ ده چې خپله برخه به غواړي. نو پر هیواد، اسلام او ولس مین افغانان دې خپلې تمې او هیلې صفر ته راټیټې کړي.

خو یوه وروستنۍ خبره دا چې که هر څنګه وي سمبولیکه مشري هم له نظام څخه تر مطلق محرومیت ښه ده. پدې شرط چې سولې، روغې جوړې او اصلاحاتو ته یوه دروازه بیرته شي.  

 

دنښترویبلاګ یادښت:

درنو لوستونکو!

لکه مخکې مو چې هم په وار وار یادونه کړې وه یو ځل بیا تاسو ته په لنډو جملو کې تکراروو، چې له بده مرغه زموږ ګران افغانستان یو اشغال شوی هیواد او زموږ په ولس داتپل شوې اداره دپردیو تر مطلق حکم اوتسلط لاندې ده.

په دا تېره لسیزه کې موږ هر ځل د نمایشي، فرمایشي او جعلي ټاکنو تحریم ته ولس ځکه راباله چې انجام یې موږ تحلیل کړی و که نه نو تاسي ووایاست، چې کوم پرمختګ او ښېګڼې درپه برخه شوې؟

دا چې د دې ورستیو ټاکنو له دوهم پړاو سره موږڅه منفي غبرګون ونښود علت یې دا و، چې دا زموږ دکړېدلي ولس لپاره یوه اړینه ازموینه وه .

په دې پړاو کې ترستم لاندې افغان(پښتون)قام نیواکګرو ته خپل افغاني اوملي همت وروښود.

داچې نیواکګر اوس په دومره ظالمانه ډول زموږ دبې ګناه ولس په زخمونو مالګې شیندې دا یوازې اویوازې زموږ دځورېدلي ولس دقهر اوغوسې لپاره کوي ترڅو دجګړې لپاره دسون نوي توکي برابر، جګړه اوږده او په دې پلمه سیمه تراوږدې مودې پورې ترخپل ښکېلاک لاندې وساتي.

دملي یووالي په نوم حکومت یوازې دولس سپکاوي او ځورونه ده نور به هیڅ ډول مثبتې پایلې ونه لري، دا به دملي یووالي حکومت نه بلکې دنظارشورایوه بله شرمېدلې پاچاهي وي.

زموږ په اند دافغانستان دستونځې غوټه ټاکنې نه بلکې دسولې یو رښتینی بهیر پرانستلی شي هغه هم دیوې لنډمهالې ناپېیلې او هیواددوستې ادارې په رامینځ ته کولو سره دکومې په اړوند، چې موږ پخوا رڼااچولې وه.

 

دګران افغانستان دخپلواکي او زموږ دکړېدلي ولس دنجات په هیله

دنښتر ویبلاګ اداره

محمــــدامین بســــمل