
د حضرت صبغت الله مجددي کړۍ ته نږدې سرچينې خبر ورکوي، چې د پنجشنبې په ورځ د نظار شورا او د جميعت کابو ټول مشران د حضرت صاحب کورته د بښنې د غوښتنې لپاره ورغلي وو. په دغه پلاوي کې ډاکتر عبدالله، يونس قانوني، بسم الله محمدي، صلاح الدين رباني او نورو ګڼو ډلمشرانو ګډون کړی وو. د خبرو په ترڅ کې د حضرت صاحب زوی ذبيح الله مجددی د نظار پر ډلګۍ سختې نيوکې وکړې، چې له امله يې د بسم الله خان غوسه راوپارېده او نوموړي يې سخت وګواښه. بسم الله خان وويل چې دوی ډېرې کږې خولې په سوک سمې کړي او د ده خوله به هم سمه کړي. له همدې خبرو سره حضرت صيب او زوی يې له ناستې پاڅېدل او بښنه په يوه بل ګواښ بدله شوه.