
زما مخاطب ډاکټر صاحب عبدالله نه، بلکې ډاکټر صاحب اشرف غني دى،ډاکټرصاحب عبدالله نه دا تمه او توقع نلرم چې افغانستان وژغوري، که د جهاد او کورنۍ جګړې مهال هير هم کړم، د ايم ټي اى قرارداد ماته اجازه نه راکوي چې له عبدالله نه د هيواد د ژغورنې توقع وکړم، د ايم ټي اى قرار داد يانې امريکايانو ته دا خلاص لاس ورکول چې افغانان وژنه، بنديانوه، ورانول ويجاړول کوه خو څوک دې د پوښتني نشته، په افغانانو که هررنګه ظلم کيږي او يا هر رنګ تاوان وررسول کيږي، نه دا فغانستان په کومه محکمه کې فرياد کوى شي او نه په کومه نړيواله محکمه کې، او د ځمکي او فضا عام او تام واک دې د بهرنيانو وي.
خو ډاکټر صاحب اشرف غني بخښنه غواړم! تاسې هم خلک مايوسه کړل
زعامت، مشرتيا او رهبري د پوهې، لياقت، ځيرکتيا، پراخې حوصلې او تدبير په خواکې زړورتيا هم په کار لري. دا سمه ده چې د يو لارښود يوه نا سنجول شوې او بې احتياطه پريکړه يو ملت د نابودۍ ګړنګ ته غورځوى شي، خو لږ بې زړه توب او د ډار له مخې پريکړه هم کولاي شي د يو ملت په سل هاوو د پرمختګ او سوکالۍ فرصتونه له منځه يوسي.
د افغانستان خلکو تاسې ته په دې خاطر رايه نه وه درکړې چې تاسې په اصطلاح د ملي وحدت حکومت په نوم ډاکټر عبدالله او ائتلاف يې د ملت په اوږو سپور کړې.
د ا نتخاباتو په دويم پړاو کې د خلکو د بې ساري ګډون لامل يو په يو ستاسي د محبوبيت زياتوالى نه وو، بلکې دا ويره وه چې يو ځل بيا ډاکټر عبدالله او د نظار شورا واک ترلاسه نه کړي، هغه د نظار شورا چې په ژبنۍ کرکې رامنځ ته شوه، افغانستان يې په کورنۍ جګړې اخته کړ، هغه د نظار شورا چې پرکابل يې د واکمنۍ پرمهال نه د چا ژوند خوندي و، نه مال او نه ناموس. همدې ويرې او همدې ډار په ټول افغانستان کې مليونونه هغه خلک چې په تير ځل يې رايه نه وه ورکړې دې ته اړ کړل چې له کورونو را وځي او خپل کانديد ته خپله رايه ورکړي. هغو چې خپلې ميرمنې ډاکټر ته نه پريښودې، دا ځل يې اجازه ورکړه چې د رايو صندوقونو ته ورشي، نه د طالب ګواښ او نه د ټوپک والو لنډه غرۍ هيڅ چا يې مخه ونه نيوله. په دې خاطر چې نور نو افغانستان د مصلحتي او سلاته يي حکومت څخه خلاص شي او واک د هغه چا لاس ته ورنشي چې په لسيزو لسيزو يې ملت وژلي، لوټلى او رټلى.
کله چې ډاکټر صاحب عبدالله په انتخاباتوکې خپله ماته وليدله، کميسيونونه يې بايکاټ کړل، بدنامه کړل، د خلکو ثبت شوي غږونه ( لا تراوسه مالومه نه ده چې اصلي دي او که جعلي) نشر کړل، چې داپخپله يو بل لوي جرم دى، سرکونو ته خلک راووتل او د موازي حکومت ګواښونه وشول. ډاکټر عبدالله په ډير برياليتوب ډار توليد کړ او له بده مرغه تاسي د ډار تراغيزې راغلي. د ډار په توليد کې عبدالله يواځې نه وو، بلکې امريکا هم ورسر ه ملګرې وه، د اجرايي رياست، ملي وحدت حکومت جوړونه او بالاخره د نظام تغير غوښتنه که عبدالله وړاندې کړه، خو له ډيرې مودې د امريکا غوښتنه هم وه، آيا د ٢٠٠٩ کال په انتخاباتو کې حامد کرزي ته هم همدا غوښتنې نه وې وړاندې شوې خو هغه يې په وړاندې ودريد او امريکا په هغه ځل په خپل شوم هدف کې ناکامه شو، خو دا ځل بريالى شو. جان کيري، د يو فاتح په شان راغى، په اصطلاح جوړ جاړې يې وکړ او په حقيقت کې يې زموږ له انتخاباتو، استقلال او عزت څخه کميس او پرتوګ دواړه وويستل او بيرته لاړ.
په عادي حالاتو او نورما ل وضعيت کې د چا وړتيا يا نه وړتيا نه مالوميږي، دولسونو او پرګنو دمشرتابه وړتيا هغه څوک لري چې د کړکيچ په وخت کې خپل خلک وژغوري، ډار يې مخه ونه نيسي او وکولاي شي خپل تدبر او درايت ثابت کړي.
دجان کيري په مشرۍ چې کوم جوړ جاړى شوى، هغه هم غير قانوني دي او هم د ديمکراتيکو اصولو خلاف. همدا وخت و چې بايد تاسې د غير قانوني غوښتنو په وړاندې دريدلى واي. که سل په سلو کې د رايو تفتيش شفافيت راوستى شي نو بيا د ملي وحدت حکومت ولي؟ د ملي وحدت حکومت هغه وخت جوړيږي، کله چې انتخابات ممکن نه وي. بيا د نظام د بدلون لپاره په لويه جرګه توافق ولي؟
اوس نو د اصلاحاتو او هم پالنې ټيم موندلې ده، هغوي ګواښ کو ي او بيا يې غوښتنې منل کيږي، په دې څو ورځو کې د رايو تفتيش څخه ٥ ځله وو تل اوبيرته ننوتل، که په همدې شکل دا پروسه روانه وي نو کيداى شي تر ٢٠١٥ څه چې ٢٠١٦ پورې تفتيش بشپړ نه شي او ملت به د منم او نه منم په لاس کې يرغمل وي.
ويل کيږي د تفتيش په مخ کې اصلي خنډ د طرزالعمل لانجه نه ده، بلکې د سياسي جوړ جاړي يا په حقيقت کې د ونډو پرويش اختلافات دي.
ډاکټر صاحب! مشرتابه په ډار او ويره نه کيږي، اوس هم سر د وخت دى اوس هم دا فرصت شته چې د ديمکراتيکو اصولو او د افغانستان د قوانينو او د خلکو درايو خلاف جوړ جاړي ته نه وويل شي، خلکو تاسو ته رايه دې لپاره نه ده درکړې چې تاسې پرې د پردې شاته جوړ جاړي وکړي، خلکو رايه ځکه درکړې د غير قانوني جوړ جاړيو له لارې د قدرت د ويش مخه ونيول شي. که دليل دا وي دا جوړ جاړى ځکه اړين دى چې د هيواد د بې ثباتۍ، کورنۍ جګړې او خدا نخواسته د افغانستان د تجزيې مخه ونيول شي نو دا کار ممکن نه دى، نه يواځې دا چې ممکن نه دې بلکې غير قانوني جوړ جاړى او دخلکو په رايو معامله پخپله کولاي شي هيواد بې ثباتۍ او خلک بيلوالي خوا ته بوځي، د ژغورنې يواځنې لار د قانون حاکميت او په خلکو باور دى، که ګواښ له هرې خوا وې او فشار له هر لورې ولس سره يې شريک کړئ، يقيناً ولس به بيا تاسې سره وي.
د ا نتخاباتو په دويم پړاو کې د مليونونو خلکو راوتلو يو نوى ملي قوت او ځواک رازيږولى. د بهرنيو او ټوپک والو په وړاندې ملت اوس يو موټى دى، ملت چې څرنګه په انتخاباتو کې خپله ميړانه وښوده، د هررنګ ګواښ او فشار مخه هم نيوى، خو که څوک وي چې د دې نوي زيږيدلي قوت مشرتيا وکړي، دا مشرتيا د پوهي او ځيرکتيا په خواکې لږ همت او زړورتيا هم غواړي.