دښکلولو روغتیايي ګټې
حمــــاد

 

ښکلول دنړۍ په کچه  پيژندل شوې ژبه ده ،چې ژباړې ته اړتیا نه لري  کټ مټ  لکه دسترګو ژبه ، دا دژوند ملګري ته دمینې  داظهار تر ټولو ساده او اسانه لار ده .

ښکلول  یوازې عاطفه او شهوت نه  دي ، بلکې دا یو شمېر روغتیايي ګټې هم لري ،چې دواړو لورو رسیږي . دښکلولو ځینې روغتیايي ګټې په  دې ډول دي .

1-دبدن  ځواک پیاوړې کوي :څیړنو ثابته کړې ده،چې ښکلول دښځې دبدن  ځواک پیاوړې کوي او دحجرې  له میکروب څخه ژغوري .

2-زړه او رګونه  پیاوړي کوي : دا یو ډول کیمايي  ماده یا هرمون دی ،چې دژوند دملګري دښکولوپرمهال له بدن څخه  وځي  او دزړه دپیاوړي کېدو لامل ګرځي ، دا هرمون  زړه  ته دا ځواک ورکوي ،چې ټول بدن ته ډېره وینه پمپ کړي .

3-فشار نورمال ساتي : ښکلول  دوینې فشار راټیټوي او په بدن کې دوینې جریان  لا پسې منظموي .

4-ښکلول مو له ورځني فشار څخه خلاصوي : که مو ورځ ستړی ، ستومانه وه ، دکار فشاردرباندې و ، دژوند ملګری مو ښکل کړ سمدلاسه مو سوچ مثبت اړخ ته را اړوي ځکه ښکلول په بدن کې  دکورټیزولو کچه راټیټوي دا هغه ماده،چې  ورخطايي مو زیاتوي .

5-دنیمکرغۍ احساس دربښي : ښکلول دخندا او موسکا لپاره زمینه دربرابروي، ورځنۍ ستونزې  مو له یاده باسي دنیکمرغۍ احساس دربښي ، دا مهال مو داندورفون په نوم ماده  په بدن کې زیاتیږي ،چې دخپګان ضد درملو غوره بدل دی .

6-دمخ دعضلاتو تمرین : یوه عاطفي مچکه  په مخ کې د 34عضلو دخوځښت لامل ګرځي  او کېدای شي دا 112 هغو ته ورسیږي ، دا مهال په مخ کې دوینې جریان ډېریږي ،چې مخ ورسره تازه کیږي  پردې سربېره دغومبورو په برخه کې مخ غونجیدو ته نه پریږدي .

7-غاښونه مو پاک او سپین ساتي :ښکلول دغاښونو دسپین ساتلو طبیعي بڼه ده ، کېدای شي وپوښتې ،چې څرنګه ؟ ډاکتر سټیون ډیسوزا  - دغاښونو مشهور ډاکتر -  وايي : ښکلول  دغاښونو دچینچن کېدو مخه نیسي  دښکلولو پرمهال یو ډول لاړې په خوله کې راپیدا کیږي ،چې  دا میکروب وژني او اجازه نه ورکوي،چې غاښ ، ورۍ ته نږدې شي .

8-خوند پیاوړی کوي او دکورني ژوند دپايښت لامل ګرځي : ښکلول داوکسیټوسین په نوم  یوه ماده ده دا ورسره ډېریږي  دېته د( دمینې هرمون ) هم وايي . زړه ورسره ارامیږي ،انسان دارام احساس کوي .

9-ښکلول درد راکموي : دښکلولو پرمهال  انسان په خوله کې یو ډول لاړې راپیدا کیږي ته وا ،چې نشه شوې ، د ډوبامین  هرمون په  زیاتیدو سره دخوند احساس کوې  دا مهال دې چلند او احساس دواړه بدلیږي .

 مچې واخلئ خو حلالې