
دتېرې سه شنبې په ورځ په کابل کې د بهرنیو ځواکونو په یوه اډه کې په یو پیچلي برید کې د بهرنیو ځواکونو څلور سلاکاران ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول.
یوې باوري سرچینې ځینو رسنیو ته ویلي دي ،چې دغه ځانمرګی د بهرنیو ځواکونو اډې ته ننوتی نه و، بلکې هلته تیار شوی و، څو را ووځي او د کابل کې ښار په یو بل ځای کې ځانمرګی برید وکړي، خو د تخنیکي ستونزې له امله هملته چاودیدلې او ګڼ کسان یې وژلي. سرچینه دغه راز ښيي چې وژل شوي کسان هم سلاکاران نه، بلکې نظامي – استخباراتي کسان دي چې هویت یې تر اوسه پورې پټ ساتل شوی.
له برید وروسته د کابل امنیه قومندان جنرال ظاهر ظاهر بي بي سي ته وویل: 'تر چاودنې وروسته چې سیمې ته ولاړم، هلته د بهرنیانو د اوسېدو یو کمپ دی، چې ساتونکي یې هم ټول بهرنیان دي. له بده مرغه د کمپ د ننه یوڅوک ځای پرځای شوي، له بهر څخه نه دي ورغلي، او یونیفورم یې هم د کمپ د ساتونکو و، د بهرنیانو په منځ کې یې ځان چوولی، چې څلور بهرنیان یې وژلي او شپږ نور ټپیان دي '. د کابل امنیه قومندان جنرال ظاهر ظاهر بي بي سي ته وویل 'تر چاودنې وروسته چې سیمې ته ولاړم، هلته د بهرنیانو د اوسېدو یو کمپ دی، چې ساتونکي یې هم ټول بهرنیان دي. له بده مرغه د کمپ د ننه یوڅوک ځای پرځای شوي، له بهر څخه نه دي ورغلي، او یونیفورم یې هم د کمپ د ساتونکو و، د بهرنیانو په منځ کې یې ځان چوولی، چې څلور بهرنیان یې وژلي او شپږ نور ټپیان دي '.
د برید قربانیان بهرني ساتونکي دي.
جنرال ظاهر وویل، په کمپ کې د برید کوونکي د ځای پرځای کېدو په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.
نوموړی وايي، د کابل شاوخوا د بهرنیانو دا ډول نور کمپونه هم شته.جنرال ظاهر وايي، د برید په سیمه د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې بهرني سلاکاران اوسېږي، خو وايي چې د وژل شویو د هویت په اړه یې پلټنه پیل کړې ده.
د جنرال ظاهر په خبرو کې هم دسرچینې دمالوماتو دکره والي څرکونه لیدل کیږي او یا لږ تر لږه دشوي برید په اړه ځینې پوښتنې شته،چې باید ځواب یې ولټول شي .
دنښترویبلاګ یادښت:
درنولوستونکو!
که دا وروستۍ لسیزې ته سم ځېر او دخونړي انسان اعمال وڅېړو دې پایلې ته به ورسېږو، چې دنړۍ په مخ ترانسان بل وحشي موجود وجود نه لري.
البته هغه انسان، چې خپله بقأ دنوروپه تباهي کې ویني خوپه حقیقت کې به پخپله هم یووخت نه یو وخت نابود شي.
وګورئ، چې نن ورځ دنړۍ په مخ یکه تاز امپریالیزم دخپلې مردارې اولعنتي خېټې دډکولو لپاره څومره له مکر او فریېب څخه کاراخلي.
په دریمه نړۍ کې یې څه ډول غوبل جوړکړی دی شعیه په سني سني په شعیه او آن چې سني په سني یا په بل عبارت دجهاد په نوم مسلمان په مسلمان وژني.
زموږ ددې یادښت دلا پخوالي په موخه مهرباني وکړئ دلاندني لینک په کښېباسلو سره خپل قناعت حاصل او دښاغلي ن ولي عبدالله لیکنه چې دالله اکبر...الله اکبر...الله اکبر؟؟؟ ترسرلیک لاندې ده ترپایه ولولئ:
محمد امین بسمل