لیکوال:
محترم ډاکترصاحب نثاراحمد صمد
د روژې اووه ویشتمه تحفه
عابدو او متدینو لوستونکو ، د زیاترو علماوو په نزد لیلة القدر همدا نن شپه ده ( والله اعلم ) . یعنی کومه شپه ؟
۱ ـ انسانانو ته د هدایت لپاره دنیا ته د قرآنکریم د نزول شپه ؛ ۲ ـ په دغه شپه رحمت او برکت خورا زیات وی ؛ ۳ ـ په دغه شپه د راتلونکی کال اړونده رزق ، عمر او پیښی مقدر او مشخص کیږی ؛ ۴ ـ په دغه شپه عبادت تر یو زر میاشتو هم بهتر وی ؛ ۵ ـ په دغه شپه جبرایل (ع) او بې شمیره ملایکی راکښته کیږی چی د خیر او برکت سبب ګرځی ؛ ۶ ـ په دغه شپه د ناروغیو او بدمرغیو څخه سلامتي وی ؛ ۷ ـ په دغه شپه ناسته او قیام یعنی عبادت او الهی ذکر د تیرو ګناهونو د بخښلو باعث کیږی ؛ ۸ ـ په دغه شپه الله تعالی وایی چی « آیا څوک سته چی بخښنه او مغفرت راڅخه وغواړی تر څو ویې بخښم ؟ آیا کوم پوښتونکی سته چی سوال یې ځواب کړم ؟ آیا د رزق غوښتونکی سته چی په روزي کی یې برکت راوړم ؟ » نو هغه به کوم بد نصیب وی چی د دغسی مقدسی شپې په حاصلولو سره بیا هم په درانه خوب ویده وی ، هغه ضایع کړی او وړیا ګټه ترې وانه خلی ؟ نو راځیً چی اول یې پر لمانځه د پابندۍ څخه راپیل کړو ! او دا هم د روژې اووه ویشتمه تحفه ، خو د ګرانو فېسبوک والو څخه هیله ده چی د کومی برخی د اقتباس په صورت کی د لیکوال اجازه واخلي یا نوم یې ورسره ذکر کړی ، والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com).
ښه او بهتر
يو حکيم او دا نا وايي چی څلور شيان ښه دي ، مګر څلور نور تر هغو هم ډير ښه دي :
لومړی : حياء د نارینه لخوا ښه ده ، مګر د ښځو لخوا ډيره ښه ده ؛
دوهم : عدل د هر انسان لخوا ښه دى ، مګر د قاضيانو او آمرانو لخوا ډير ښه دى ؛
درېيم : د سپين ږيري توبه ښه ده ، مګر د ځوان لخوا ډيره ښه ده ؛
څلورم : د غنيانو او شتمنو سخاء ښه ده ، مګر د غريبانو او مسکینانو سخاء ډيره ښه ده .
نو څومره به ښه وی چی پورتنۍ څلور واړه ، یا درې یا دوه یا اقلأ یو صفت او ځانګړتیا خو غوره کړو تر څو نږدې او لیری بری مو په برخه سی .
لیری لید
روایت دی چی کوم وخت سلطان محمود غزنوي په یو سفر روان و او یو بزګر یې ولیدئ چی په کار بوخت و . سلطان ورڅخه وپوښتل چی د ورځی څومره پیسې ګټې ؟ هغه ورته وویل چی صاحبه ، څلور درهمه .
سلطان ورڅخه وپوښتل چی دا دومره لږ پیسې څنګه او په کومه طریقه مصرفوې ؟ بزګر ځواب ورکړ چی : یو درهم په ځان مصرف کوم ، دوهم درهم د پور اداینی ته ورکوم ، درېیم درهم بل ته په پور ورکوم ، او څلورم درهم څاه ته غورځوم .
سلطان محمود حیران سو او پسله لږ وقفې څخه یې وپوښتل چی پوه نه سوم ، یو څه تفصیل راکړه . بزګر ځواب ورکړ چی صاحبه ! یو درهم په ځان خرڅوم یعنی هغه په خپل ځان او میرمن باندی مصرفوم ؛ دوهم درهم په خپل مور او پلار باندی مصرفوم دا ځکه چی هغوی زه لوی کړی ، روزلی او دې حالت ته رسولی یم ( ځکه نو وایم چی پور ادا کوم ) ؛ درېیم درهم په خپلو اولادو باندی مصرفوم تر څو هغوی زموږ د بوډا توب پر مهال زموږ خدمت او غمخوري وکړی ( ځکه نو وایم چی په پور یې ورکوم ) ؛ او څلورم درهم محتاج او بېوزله انسان ته ورکوم تر څو په آخرت کی ګټه راورسوي ( ځکه نو وایم چی څاه ته یې غورځوم چی په قیامت به یې راکاږم ) .
سلطان محمود د دې بزګر د پوهي ، تدبر او لیری لید څخه ډیر خوښ سو او هغه یې په انعام او اکرام سره ونازاوه .