دمصر په ولسمشرۍ ماڼۍ کې له جون کیري فزیکي تالاشي اخستل شوې ده

وړاندې له دې ،چې دامریکا بهرنیو چارو وزیر جون کیري  دمصر دنوي  دیکتاتور ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره دغزې په اړه  خبرې وکړي  دالسیسي ساتونکو وزیر کیري تالاشي کړې دی .

دمصر دولسمشرۍ ماڼۍ  امنیتي ساتونکو  له جون کیري او ورسره  ملګري پلاوی له هغو برېښنايي امنیتي دروازو تېر کړې دي ،چې دالسیسي ددفتر په خوله کې  وار له  مخه ځای پر ځای شوې دي .

(العربیه ) تلویزون هغه ویډیويي کلیپونه خپاره کړې دي،چې جون کیري له دې برېښنايې امنیتي دروازې تیریږي  او یو امنیتي  کارمند د جون کیري پر بدن هغه  اله  تیروي ،چې وسپنې او چاودیدونکي توکي مالوموي ، دپاموړ خو داده ،چې جون کیري  دخپل ډول دبیساري امنیتي تدابیرو په اړه هیڅ غبرګون نه ښايي او هر څه په ورین تندي مني .

دامنیتي ګارد یو بل کارمند دجون کیري  دپلاوي له یو تن څخه غواړي ،چې خپل جیبونه  خالي  او له  برېښنايي امنیتي دروازې څو ځل تیر شي .

له دومره کلکوامنیتي تدابیرو وروسته وزیر جون کیري او عبدالفتاح السیسي دغزې دجګړې په اړه خبرې وکړې  دا دمصر په تاریخ کې لومړی ځل دی ،چې له بهرنیو ډیپلوماتانو په ځانګړې توګه  له امریکايي هغو سره  دا ډول سپک چلند کیږي .  

دجون کیري د تالاشۍ ویډیو دلته لیدلای شئ:

http://www.youtube.com/watch?v=YlFPfQtHYwA

له روهي ویبپاڼې څخه په مننه