لیکوال:
محترم ډاکترصاحب نثاراحمد صمد
د روژې شپږویشتمه تحفه
عزتمنو دوستانو ، روژه د عبادت ، رحمت او مغفرت یوه ځانګړې میاشت او موقع ده . د نامشروع خواهشاتو پر ضد د مبارزې میاشت ده ؛ د تربیې ، عبرت او پرهیز میاشت ده . نو باید فرصت له لاسه ورنکړو ، ځکه خورا مهمه او وروستۍ لسیزه درومی . څومره چی کیدای سی باید فرضي او نفلی عبادات وکړو ، د قرآنکریم تلاوت زیات کړو ، الهی ذکر او دعاوی زیاتی کړو ، له دوږخه لیری والی او جنت ته تقرب وګټو ، ایمان بیرته تجدید او تازه کړو ، نفسانی هوسونه تحریم او تحدید کړو.... نو په همدې هیله دا ده شپږویشتمه تحفه درته وړاندی کوم ، خو د معززو فېسبوک والو څخه هیله ده چی د کومی برخی د اقتباس په صورت کی د لیکوال اجازه واخلي یا نوم یې ورسره ذکر کړی ، والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com).
د پرهیزګارۍ راز
یو کس حسن بصري (رح) ته راغی او ورڅخه ویې پوښتل : په دنیا کی ستا د ډيری پرهېزګارۍ راز په څه کی دی ؟ حسن بصری (رح) ورته وویل : په څلورو شیانو کی :
لومړی ـ پوه سوم چی زما روزي ، زما څخه بل څوک نسي وړای ، نو زړه می ډاډه سو ؛
دوهم ـ پوه سوم چی زما کار بل څوک نه راته کوي ، نو خپله می ځان پرې مشغول کړ ؛
درېیم ـ پوه سوم چی زما پالونکی په هر حالت کی ما ويني ، نو د ځان لپاره می شرم وباله چی خپل پالونکی دی ما په داسی حال کی وويني چی ګناه کوم ؛
څلورم ـ پوه سوم چی مرګ زما انتظار کوي ، نو ځان می هر وخت ورته چمتو کړ !
هو ، په رښتیا هم « قناعت » ، « ریاضت » ، « له ګناه ډډه » ، « مرګ ته چمتوینه » د تقوا اساس دی . امام جعفر صادق (رح) ویلی دي چی « د خپل نفس د غوښتنو مخالفت کول په حقیقت کی د الله سره دوستي ده » . په رښتیا هم ګناه یوه ناروغي ده چی علاج یې پرهیزګاري ده . نو څومره به ښه وی چی نور نو له « ادعا » څخه « تقوا » ته واوړو.
نامحرمه ښځي ته کتل
لعنَ الله الناظِرَ والمَنظورَ إليه .
د الله (ج) لعنت دي پر هغه چا وي چي نامحرمه ښځي ته ګوري او پر هغه ښځه باندي دې وی چي خلګو ته د ناروا ديد لاره هواروي ( بیهقی ـ شعب الایمان / مشکوة ) .
هو ، ومو لیدل چی رسول الله (ص) پر دغسی کسانو څومره بد لعنت ویلی دی . نو څوک چي د الله (ج) د دوستانو د ښیراوو څخه بيريږي هغه دي د ټول بشريت د سردار حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د ښیراوو څخه وبيريږي . ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه چا ته ښرا کړې ده چي نامحرمه ښځي ته ( په بد نظر ) ګوري . اصلی مؤمن يوازي د انسان د څو ورځو په ښکلا پسي نه ګرځي بلکي کله چي پر انسان څو ورځي تيري سي او زوړوالي ته ورسيږي نو څېره يې داسي حالت غوره کړي چي که دئ خپله څېره د ځوانۍ د څېرې سره پرتله کړي ډېر تعجب او افسوس به وکړي . د شيطان په دې لوبه کي ځوانان زيات لويږي ( شاه حکیم محمد اختر رحمه الله ) .