سرچینه : 18 تنه بهرني ناظرین غبرګ عبدالله ته په کارکولو تورن شوي دي .

 هغه بهرني تر نیول کېدو وروسته چې ځان یې څارونکی معرفي کړی و خو اسناد یې نه درلود د رایو د تفتیش بهیر ځنډېدلی دی. پرون د ټاکنو په کمېسیون کې یو بهرنی چې دعبدالله د ټیم له لوري له هر ډول قانوني اسنادو پرته د څارونکي په توګه ګومارل شوی و د ټاکنو په کمېسیون کې ونیول شو. ویل کېږي له همدې کبله له پرون راهیسې د څېړنې او تفتیش بهیر ځنډېدلی دی. له نیول شوي کس څخه پوښتنې ګروېږنې روانې دي او نا تایید شوي راپورونه وايي دغه کس اعتراف کړی چې ۱۸ نور بهرنیان هم د عبدالله له لوري د څارونکو په توګه ګومارل شوي، تر څو د تفتیش په بهیر کې د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم په ګټه کار وکړي.

پرون نیول شوې بهرنی عبدالله  ته نږدې یو امنیتي کارمند په ناقانونه توګه  کمیسون ته  راداخل کړې و .