لیکوال:

 محترم ډاکترصاحب نثاراحمد صمد

 د روژې پنځه ویشتمه تحفه 

درنو لوستونکو ، د روژې وروستۍ لسیزه د قرآن د نزول او د اسلام د ظهور شپې دي . لیلة القدر ( یعنی د قدر او قدرت شپه ) د دې لسیزی په طاقو شپو کی یوه ده . نن پنځه ویشتمه روژه ده ، نو ښایی همدا نن شپه لیلة القدر وی ( والله اعلم ) . دوې طاقی شپې تیری سوي او دوې نوری طاقی شپې راروانی دي ؛ یعنی دوې تیری او دوې نوری ! ځینو علماوو ویلی دي چی یو کال یوه طاق شپه لیلة القدر وی او بل کال بیا هغه بله طاق شپه وی . خو ډیرﺉ اصحاب ، تابعین او تبعه تابعین د روژې اووه ویشتمه شپه لیلة القدر بولی ( مګر الله بهتر پوهیږی ) . په دغه شپه عبادت او الهی ذکر د یو زر میاشتو عبادت څخه هم بهتر وی . نو په همدې تمه لطفأ د روژې پنځه ویشتمه تحفه قبوله کړﺉ ، خو د محترمو فېسبوک والو څخه هیله ده چی د کومی برخی د اقتباس په صورت کی د لیکوال اجازه واخلي یا نوم یې ورسره ذکر کړی ، والسلام ، ( ن . صمد nsamad57@hotmail.com ).

 انسان له ماره خطرناک 

روایت دی چی څو ﮐﺴﺎﻧﻮ ﯾﻮ ﻣﺎﺭ ﻧﯿﻮﻟﯽ ﻭ ﺍﻭ ﭘﻪ ډﯦﺮﻩ ﻏﻮﺳﻪ ﻳﯥ ﻣﺎﺭ ﺗﻪ ﻭﻭﻳﻞ: ﺗﺎسی ماران څوﻣﺮﻩ ﺧﻄﺮﻧﺎﮎ ﻳﺎﺳﺖ ، غلي ﺭﺍسیً ﺍﻧﺴﺎﻥ ﺗﻪ ټک ﻭﺭﮐړﺉ ﻭﻳﯥ ﭼﯧﭽﺊ ﺍﻭ ﺧﭙﻞ ﺯﻫﺮ ﻳﯥ ﭘﻪ ﻭﺟﻮﺩ کی ﺧﭙﺎﺭﻩ ﮐړئ ﺍﻭ ﻣړ ﻳﯥ ﮐړﺉ .

ﻣﺎﺭ چی ډﯦﺮی یخنۍ ﺭﺍټول ﮐړﯼ ﻭ ﺧﭙﻞ ﺳﺮ ﻳﯥ ﺩ دغو خلکو د ﺧﺒﺮی ﺩ قهر ﻟﻪ ﺍﻣﻠﻪ ﺭﺍﭘﻮﺭﺗﻪ ﮐړ ﺍﻭ ﻭﻳﯥ ﻭﻳﻞ: ﺍې ﺩ آﺩﻡ ﺑﭽﯿﺎﻧﻮ ، ﺗﺎسی ﻟﻪ ﻣﺎ ﻧﻪ ډﯦﺮ ﺧﻄﺮﻧﺎﮎ ﻳﺎﺳﺖ . ﻣﺎ ﮐﻠﻪ ﻫﻢ ﻣﺎﺭ ﻧﻪ ﺩﯼ ﭼﯧﭽﻠﯽ ﺧﻮ ﺗﺎسی ﻫﺮﻩ ﻭﺭځ ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ کی ﻳﻮ ﺑﻞ ﭼﻴﭽﺊ ﺍﻭ ﺳﺮﻩ ﻭﮊﻧﯽً . نو اوس تاسو پخپله ووایاست چی زه ډیر مضر او وژونکی یم که تاسو ؟ زه ډیر خطرناک یم که تاسو ؟ زه ډیر زهرجن یم که تاسو ؟ زه ډیر مضر یم که تاسو ؟

هو ، انسان زهر نلری خو که ظالم سی نو تر مار ډیر زهرجن او کرغیړن دی . په رښتیا هم انسان تر ګل نازک او تر کاڼی کلک دی . که موږ وګورو نو ظالم تل د خپل ظلم له امله د بل دنیا خرابوي خو ورسره خپله عقبا خرابوي . نو الله دی یې اصلاح او فلاح کړی .

 د لقمان څو نصیحتونه 

اې انسانه ! الله (ج) لره په صدق ژوند کوه ؛

د نفس سره په قهر ژوند کوه ؛

د خلکو سره په انصاف ژوند کوه ؛

د مشرانو سره په خدمت ژوند کوه ؛

د کشرانو سره په شفقت ژوند کوه ؛

د درویشانو او فقیرانو سره په سخاوت ژوند کوه ؛

د دوستانو سره په نصیحت ژوند کوه ؛

د دښمنانو سره په حکمت ژوند کوه ؛

د جاهلانو سره په خاموشۍ او مروَت ژوند کوه ؛

د عالمانو سره په تواضع او عزت ژوند کوه .

هو ، که موږ او تاسی د پورتنۍ نسخې مطابق عمل وکړو نو دنیوي او اخروي بری به مو په برخه وی . افلاطون داسی ویلی دي : د انسان له پاره فخر په دې کی دی چی فخر ونکړي او د رتبې او مرتبې سره سره باید ځان لوړ و نه ګڼي . په رښتیا هم د بریالیتوب راز همدا دی .