لیکوال:

 محترم ډاکترصاحب نثاراحمد صمد

 دروژې نولسمه تحفه 

درنو لوستونکو ، پرون مو وویل چی روژه جسمانی او روحانی دواړه اړخونه لری او جسمانی روژه مو مختصرأ وشنله . خو روحانی اړخ یې دا دی چی روژه انسان متقی کوی ، یعنی : روح پیاوړی کوی ، توبه مساعدوي ، ګناهونه سوځوي ، معنوی او فرهنګی بیا رغونه ایجادوي او باالاخره ایمان ټینګوي . څنګه ؟ داسی که جسمانی روژه رښتیانۍ او صادقانه وی نو یو مسلمان به ډیر عبادات ، نوافل ، تسبیحات ، ذکر او تهلیل کوی ، تلاوت ، عفو ، ښه سلوک ، حوصله ، صبر ، حِلم او زغم ، تواضع ، صدقه او خیرات..... به کوی . نو ځکه روژه یوه روحانی توښه ده چی مسلمانان یې د ځانو سره آخرت ته وړی .

پوهانو ویلی دي چی معده د ډول ډول ناروغیو کور دی . د دغه کور صفایی او پاکي په همدې میاشت کی کیږی . نو الله دی د جسمانی او روحانی روژې د بشپړ مراعاتولو توفیق راکړی ، او دا هم نولسمه تحفه . خو د معززو فېسبوک والو څخه هیله ده چی د کومی برخی د اقتباس په صورت کی اصولأ د لیکوال اجازه واخلي یا نوم یې ورسره ذکر کړی، والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com ).

 د ښځی انتخاب 

رسول الله (ص) فرمایلی دي چی ښځه د څلورو شیانو په خاطر نکاح کیږی :

لومړی ـ د مال او ثروت په خاطر ؛

دوهم ـ د اصل او نسب په خاطر ؛

درېیم ـ د ښکلا او ښایست په خاطر ؛

څلورم ـ د دین په خاطر .

نو ستاسی سعادت په دې کی دی چی متدینه ښځه انتخاب کړئ ( بخاری او مسلم ) .

هو ، دا څومره عالی او عینی لارښوونه ده چی پیغمبر علیه السلام پر مسلمانانو لورولې ده . له دې مبارک حدیثه معلومیږی چی اسلام ښځی ته څومره لوی اهمیت ورکړی دی ، یعنی دا چی یو مسلمان باید متدین وی او ښځه یې هم متدینه وی . په بل عبارت، یو مسلمان اجازه نه لری چی ښځه د مال او شتمنۍ له مخی یا د قوم او نسب ، یا ښکلا او زینت له مخی انتخاب کړی بلکی صرف د دیانت له مخی به یې غوره کوی ( که صحیح مسلمان وی ) . روایت دی چی یهودیان ښځه د دولت له مخی انتخابوي ، عیسویان یې د زینت له مخی انتخابوي ، خو مسلمانان یې د دیانت له مخی انتخابوي او دا حقیقت دی . حضرت عمر (رض) څه ښه فرمایلی دي : د ایمان څخه وروسته نېکه ښځه غوره نعمت دی . یو عالم داسی وایي : ښځه چی ښه وی د خدای رحمت دی او چی بده وی د خدای آفت دی . چی دلته مطلب متدینه او صالحه ښځه ده .

 شپږ شیطانی لاری 

علما او فضلا وایی چی شیطان یو مسلمان د شپږو لارو څخه ګمراه کوی چی هغه باالترتیب دا دي :

لومړی ـ شِرک یا کفر کول ؛

دوهم ـ که هغه ونکړای سی په بدعت یې مبتلا کوی ؛

درېیم ـ که هغه هم ونسی ، نو په کبیره ګناهونو یې اخته کوی ؛

څلورم ـ که هغه هم ونسی نو په صغیره ګناهونو یې مبتلا کوی ؛

پنځم ـ که په دې کی هم ناکام سي نو د فرضو پر ځای سنت په کوی ؛

شپږم ـ باالاخره که دا ټوله ذریعې کار ونکړی نو په مباح یې مبتلا کوی یعنی د فرایضو ، واجباتو او سنتو څخه یې راګرځوی او په معمولی کارونو یې مشغول ساتی او اصلی ، ګټور او مقتضی اعمال یې له لاسه باسی چی ننني اکثریت مسلمانان همداسی دي . مثلأ په سپورټی مسابقه ، ټلویزیوني ډرامه ، فلم یا سندره او یا بل تفریحی پروګرام ، ننداره ، انټرنیټ ، قطعه بازي ، بې ځایه مجلس........ یې مصروفوي او اصلی هدف ورڅخه لیری کوی . نو الله تعالی دی د شیطان څخه د بېلتون او د رحمان سره د پیوستون توفیق راکړی .