لیکوال:
محترم ډاکترصاحب نثاراحمد صمد
د روژې شلمه تحفه
درنو لوستونکو ، شیخ الحدیث محمد زکریا صاحب په خپل مشهور اثر ( فضایل اعمال ) کی داسی لیکی : « د روژې میاشت د الله تعالی لخوا مسلمانانو ته انعام او نعمت دی . نو څومره به ښه وی که د دغه الهی انعام قدر وکړو . روژه د الله تعالی د محبوب ترینو عباداتوڅخه ده نو ارشاد فرمایی چی د هر نیک عمل بدله ملایکی ورکوی خو د روژې بدله زه پخپله ورعطا کوم دا ځکه چی هغه خاص او خاص زما لپاره ده » . روژه د عبادتونو ، دعاوو او رحمتونو میاشت ده . په یو روایت کی راغلي چی الله تعالی د روژې په میاشت کی د عرش اوچتولو ملایکو ته حکم کوی چی خپل عبادتونه پریږدئ او د روژه لرونکو د دعاوو سره آمین ووایاست . نو الله دی د ډیرو دعاوو او استغفار توفیق راکړی . دا هم د شلمی روژې لپاره شلمه تحفه، خو د محترمو فېسبوک والو څخه هیله ده چی د کومی برخی د اقتباس په صورت کی اصولأ د لیکوال اجازه واخلی یا نوم یې ورسره ذکر کړی ، والسلام ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com ).
ولی دا کوې هغه نه کوې
ګرانه وروره او محترمی خور!
ته چی د شپې د تیارې څخه بیریږې ، د قبر څخه ولی نه بیریږې ؟
ته چی جنت ته داخلیدل غواړې ، مسجد ته ولی نه داخلیږې ؟
ته چی رشوت ورکولای سې ، غریب ته خواړه ولی نسې ورکولای ؟
ته چی بیلابیل کتابونه لوستلای سې ، قرآن ولی نسې لوستلای ؟
ته چی شرقی او غربی سندری اورېدلای سې ، یو سورت ولی نسې اورېدلای ؟
ته چی د دنیوي امتحان د کامیابۍ لپاره شپه تیرولای سې ، د اخروي امتحان لپاره یې ولی نه سې تېرولای ؟
مغززو دوستانو، باید جدأ متوجه اوسو چی تکلیف د عبادت ختمیږی خو ثواب یې پاتیږی ، حال دا چی خوند د ګناه ختمیږی خو عذاب یې پاتیږی . ځکه نو زموږ هر ښه یا بد عمل راپسی لیکل کیږی . په بل عبارت ، په هر عمل کی مو د هغه انجام نغښتی ( پټ ) دی کټ مټ لکه په تخم کی چی ونه پټه ده ! نو ځکه اوس هم ناوخته نه دی ، موقع مساعده ده ، د توبې دروازه خلاصه ده ، تیرو کړنو ، سیاستونو او تاکتیکونو مو څه ګټه رارسولې ده ؟ داسی نه چی ناوخته سی . فلهذا ، نن یوازی د عمل ورځ ده بېله حسابه ، خو سبا یوازی د حساب ورځ ده بېله عمله !
نه چليږي!
حکیمانو او پوهانو ویلی دي چی نن دغه شیان هیڅ نه چلیږی :
لومړی ـ د ناپوهانو په وړاندي د هوښيارانو دليل ؛
دوهم ـ د شتمنو په ناسته كي د بيوزلو او نيستمنو خبره ؛
درېیم ـ د خيالاتو په نړۍ كي د چا حكومت ؛
څلورم ـ د ظالم په وړاندي د مظلوم برهان ؛
پنځم ـ د مرګ په وړاندي د چا حكمت ؛
شپږم ـ د تقدير په وړاندي د چا تدبير .
هو ، دا ټول موارد ترخه حقایق دي . که د چا خوښه وی یا نه همداسی ده . که جاهلو او ناپوهو کسانو ته هر څومره دلایل ووایو ، نه یې منی . که یې ومنی نه یې مراعاتوی . دا ځکه چی له خپل ضد او خپل نظر څخه نه پر شا کیږی ، یعنی جاهل دی ! همداسی د شتمنو په مجلس کی مسکین تول او دروند والی نلری او نه یې خبره اهمیت لری ؛ ظالمان د مظلومانو هیڅ دلیل او خبره نه اوری ؛ خو هغوی ټول باید متوجه اوسي چی د تقدیر په وړاندی یې تدبیر نه چلیږی ، ژر یا وروسته به د الله تعالی د عذاب او عتاب سزاوار ګرځی او د خپل تکبر ، غرور ، ظلم ، حق تلفۍ او زورزیاتۍ ځواب به وایی او د بې وسۍ او ناکامۍ په غیږ به ورځي .