دا نجلۍ د انسان د بدن منځ لیدلی شي

1

تاند- د دې روسۍ نجلۍ سترګې د ایکس وړانګو خاصیت لري یعني کولی شي چې د انسان د بدن منځ وویني.

دا کار حاضردمه د ایکس په وړانګو کېږي خو ۲۷ کلنه نتاشا وايي او عملاً یې ثباته کړې چې د انسان د بدن منځ د ایکس تر وړانګو هم په ځیر لیدلی شي.

نتاشا په مسکو کې زېږېدلې او اوس د دغه ښار په یوه ځانګړي روغتون کې کار کوي.

دې په ځلونو د ناروغانو د معدې ټپونه معلوم کړي دي.

د دې د کورنۍ غړي وايي چې له کوچینوالي یې په سترګو کې دا ځانګړتیا نه وه خو له لس کلنۍ وروسته یې په سترګو کې دا عجیب توان پیدا شو. د دوی په وینا په لس کلنۍ کې نتاشا اپندیسټ شوې وه، د اپندیست له جراحي عملیاتو وروسته متوجه شول چې د دې سترګې خورا تېزې دي او حتي د انسان د بدن منځ لیدلی شي.

د نتاشا لندن، توکیو او نیویارک ته وبلل شوه چې د دې په سترګو کې د دې عجیب و غریب قوت په اړه څېړنې وشي.