
له تېرې شنبې راهسې ،چې دامریکا دبهرنیو چارو وزیر جون کیري په منځګړتوب دعبدالله او اشرف غني ترمنځ دائتلافي حکومت خبره راپورته شوې ده ، داشرف غني یو شمېر هغه پلویان ،چې په سختو شرایطو کې یې نوموړي ته ټاکنیز کمپاین کړې دی سخت خوابدي کړي دي .
خپله اشرف غني به دهرې غونډې په سر او پای کې داخبره په شد او مد ردوله ،چې سهامي شرکت نه جوړوم ، خو داسې ښکاري،چې نوموړی سهامي شرکت جوړولو ته چمتو شوې دی .
دهمدې نااټکل شوي پرمختګ په غبرګون کې یو شمېر هېوادوالو خپلو رایې پاڼو ته اور اچولې ده او نور دورته کار ګواښ کړې دی ښه بېلګه په پکتیا کې نعیم پکتیاوال دی نوموړی وايي :
(ما خپله قیمتي رایه مي په سختو مشکلاتو کي ددي لپاره نه وه ورکړي چي یو سـهـامي شرکت دي پري جوړ شي)