د اصلاحاتو او همپالنې ټیم کاندید له خپل سیال سره د واک په وېش چانې وهي او ټینګار یې دادی چې په نوي حکومت کې دې د ضیاء مسعود ځای غبرګ عبدالله ته ورکړل شي.
عبدالله په رئیس جمهور پسې د دویم اجرائیوي پوسټ غوښتونکی دی، چې صلاحیتونه یې تر معاونینو ډېر وي او په نور حکومت کې یې ونډه هومره وي چې خپل ملاتړي قانع کړای شي. د یونس قانوني، عتیق الله بریالي او بسم الله محمدي په ګډون د شمالي ټلوالې شپږ مهم کسان هلې ځلې کوي، چې په نوي حکومت کې د دوی ونډه په ضیاء مسعود محدوده نشي، بلکې د نوموړي پر ځای شمال ټلواله د جمعیت په نامه حکومت ته په قوت سره ننوزي.
د احمد ضیاء مسعود په مشرۍ د شمالي ټلوالې د مخکښو قوماندانانو یوه جرګګۍ هلې ځلې کوي داسې غونډې جوړې کړي چې په پنجشیر، پروان، کاپیسا او ځینو نورو سیمو کې دعبدالله نفوذ وننګوي. د دغو غونډو لومړۍ یې پرون په کابل کې ترسره شوه.
دا د هغې مقابلې یو ډول دی، چې عبدالله او ملاتړو یې له وړاندې د احمد ضیاء مسعود په ضد شروع کړې ده. عبدالله او د شمالي ټلوالې ځینې نور مشران چې له تداوم ټیم سره د ضیاء مسعود یو ځای کېدو سخت قهرولي، هڅې کوي ضیاء مسعود له سیاسي صحنې حذف کړي او دوی یې پر ځای شمالي ټلواله په قوت سره حکومتي واک ته دننه کړي.
د همدې لپاره د معلوماتو پر بنسټ د دفاع وزارت، بهرنیو چارو وزارت، سنا مجلس ریاست، هرات .ولایت او بلخ ولایت د ترلاسه کولو غوښتنه په لومړي سر کې شوې ده.
د شمالي ډنډ ډېری قوماندانان چې د ضیاء مسعود ملاتړي دي دعبدالله ددې اقدام پر ضد جدي دریځ لري او ادعا کوي، چې عبدالله د احمد شاه مسعود په سیاسي سنګر یرغل کړی دی.
یوه سرچینه وایي، یونس قانوني، عتیق الله بریالی اوبسم الله محمدي د هغه ټیم مخکښ غړي دي، چې په قدرت کې دعبدالله د شاملولو لپاره چانې وهي.
تر دویم دور ټاکنو مخکښې دوی په وار، وار له ضیاء مسعود څخه غوښتي و، چې د احمدزي له ملاتړ څخه لاس واخلي او که له دوی سره نه یو ځای کېږي خپله بې طرفي دې وساتي.
احمد ضیاء مسعود ته نېږدې منابع وایي، دا بحثونه په وروستیو کې په لفظي شخړو هم بدل شوي او احمد ضیاء مسعود د همپالنې له ټیم څخه انکار وکړ.
د همپالنې د ټیم د معلوماتو پر اساس په راتلونکي حکومت کې له ضیاء مسعود سره د اجرائیوي مقام ژمنه شوې ده.
د دواړو ټیمونو ترمنځ د جوړجاړي په صورت کې عبدالله هڅه کوي له احمد ضیاء مسعود څخه دغه مقام خپل کړي او ورسره د زیاتو صلاحیتونو غوښتنه وکړي. د ضیاء مسعودپلویان وایي، نه یوازې دعبدالله داغوښتنه د منلو وړ نده، ورسره ضیاءمسعود توانېدلی د شمالي ډنډ ډېری هغه قوماندانان چې په ټاکنو کې دعبدالله ملاتړي و اوس له ځان سره کړي.
په باخت دعبدالله له دې قوي باور سره، سره بل لور ته د تخنیکي ټیمونو په نامه دوه ډلې لګیا دي، چې د انتخاباتو ناندرۍ هوارې کړي، خو شنونکي وایي، دعبدالله د عامه ذهنونو د مصروف ساتلو کوشش کوي.
له محورورځپاڼې څخه په مننه