لیکوال:
محترم ډاکترصاحب نثاراحمد صمد
د روژې اتمه تحفه
پوهانو ویلی دي چی د بدن غذا خوراک دی خو د روح غذا بیا عبادت دی . نو ځکه روژه زړه او روح دواړه صفا کوی . روژه یو الهی نعمت ، عبادت او امانت دی . نو الله تعالی موږ امتحانوي چی آیا په دې امانت کی صادقان یو که خاینان ؟! الله تعالی فرمایی : « او چا چی زموږ په لار کی جهد او محنت وکړ ، نو موږ به هم هرو مرو لار ور وښیو » ( عنکبوت ـ ۶۹ ) .
د فېسبوک پاڼو د محترمو چلونکو څخه هیله ده چی د دې تحفو د کومی برخی د اقتباس په صورت کی اصولأ د لیکوال اجازه باید واخلي، یا اقلأ نوم یې ورسره ذکر کړی، والسلام ، ( ن . صمد، nsamad57@hotmail.com ).
شاه کیلی
یو ځوان کوم اوڅار شیخ ته ورغی او داسی یې ورته وویل : په ژوند کی می درې قلفونه پیدا کړي دي او ستا څخه یې کیلۍ غواړم . شیخ ورته وویل چی دا کوم قلفونه دي ؟ ځوان ورته وویل :
لومړنی قفل دا دی چی غواړم یو ښه واده وکړم ؛
دوهم قفل دا دی چی غواړم کار می ښه برکت پیدا کړی ؛
درېیم قفل دا دی چی غواړم عاقبت می سم او ښه سی .
شیخ په نرمه لهجه ورته وویل چی :
د لومړني قفل لپاره کیلي دا ده چی لمونځ پر خپل وخت کوه ؛
د دوهم قفل لپاره کیلی دا ده چی لمونځ پر خپل وخت کوه ؛
د درېیم قفل لپاره کیلی دا ده چی لمونځ پر خپل وخت کوه .
ځوان عرض وکړ چی آیا دا درې واړه قلفونه په همدې یوه کیلی خلاصیږی ؟
شیخ ځواب ورکړ چی پر خپل وخت باندی د لمانځه ادا کول د ټولو کامیابیو اساس یعنی « شاه کلید » دی .
یو کیلویی وزن
یو غریب او مسکین سړي په کور کی د خپلی میرمنی په مرسته ګوړه جوړول او هغه به یې په ښار کی پر یو قناد باندی خرڅول او په دې ډول به یې د کور ګذاره کوله . هغوی به ګوړه د یو کیلویي ګردۍ ټوټې په توګه جوړوله .
یوه ورځ دکاندار د ګوړي پر وزن شکمن سو او ویې غوښته چی هغه په ترازو کی وتلي . کله چی یې دا کار وکړ نو ویې لیده چی هره ټوټه یو کیلو نه بلکی ۹۰۰ ګرامه ده . ډیر وخښمېد او کله چی سبا هغه مسکین راغی نو په لوړ ږغ او تونده لهجه یې ورته وویل چی نور ستا څخه ګوړه نه رانیسم او بله ورځ زما دکان ته مه راځه . بیوزله سړي ورته وویل چی خیر کړې ، څه خبره ده ؟ دکاندار ورته وویل چی ما پرون د ګوړي هره ټوټه وزن کړه او هره یوه ۹۰۰ ګرامه وه . نو ځکه نور ستا څخه ګوړه نه رانیسم .
سړي خپل سر کښته وځړاوه او کرار یې ورته وویل : صاحبه ! زه په کور کی وزن نه لرم بلکی ستا څخه می یو کیلو بوره رانیولې وه او هغه د وزن ( یعنی کاڼی ) په حیث استعمالوم !
په دې سره دکاندار شرمنده او سرځوړی سو او بخښنه یې وغوښته .