
سرچینه وايي چې له معنوي سره د کمېسیون یو ۶۵۴۲دولتي نمبر پلېټ لرونکی لنډکروزر موټر او بل هم ۸۶۷۱نمبر پلیټ لرونکی هایلکس موټر اوس هم شته او ددغه موټرو لپاره یې تېل او روغنیات هم اخیستې دي. د کمېسیون دغه سرچینه وايي چې دوی پرله پسې له ښاغلي معنوي وغوښتل چې دغه موټر تسلیم کړي، خو معنوي نه یوازې دا چې موټرونه تسلیم نه کړل، بلکې د کمېسیون کارکوونکي یې هم وګواښل.
سرچینې زیاته کړه: «د کمېسیون د ترانسپورت امر سید عارف د کمېسیون له یوه مکتوب سره ښاغلي معنوي ته ورغی چې موټر تسلیم کړي، ځکه د قانون له مخې اوس نوموړی د دغو موټر د کارولو حق نه لري، خو معنوي سید عارف ته ویلي وو چې که بیا په موټرو پسې راغلې دواړه پښې دې ماتوم، ورځه تر کرزي پورې دې لاس خلاص.»
سرچینې دغه راز وویل چې د ښاغلي معنوي د دفتر رییس فروغ تابش هم یو موټر له ځانه سره تښتولی او کمېسیون ته یې نه دی سپارلی. د یادونې وړ ده چې فضل احمد معنوي د تېرو پارلماني ټاکنو پر مهال د ټاکنو د کمیسیون رییس و، چې د افغانستان په تاریخ کې تر ګردو بدنامې ټاکنې وې او ان ویل کېدل چې د ولسي جرګې څوکۍ په شهزاده سرای کې پلورل کېدې.
معنوي اوس د غبرګ عبدالله د ټاکنیز ټیم غړی دی، خو اوس هم دولتي موټر کاروي او کمېسیون ته یې له ور سپارلو ډډه کوي. کتونکي وايي چې هېڅوک حق نه لري چې له خپلې دندې وروسته پرته له قانوني لارو پخواني دولتي امکانات د شخصي ګټو لپاره وکاروي.