وحید عمر څوک دی؟!

نسیم افغانمل

د حامد کرزي پخوانی ویاند او د زلمي رسول د ټاکنیز کمپاین اوسنی غړی وحید عمر د یوې جنجالي څېرې په توګه په رسنیو کې پېژندل کېږي؛ اما په سیاسي ژوند کې یې ځينې بې سیاسته کارونه هم شته چې پدې لیکنه کې به ترې پرده پورته شي.

نوموړی چې د اپوزیسون پلویو رسنیو یوه تر ټولو اسانه او هر وخت موندل کېدونکې مرجع ده، ځینو ټلویزیونو ته ان پیسې ورکوي چې؛ بحثونو ته یې وغواړي او پدې ډول پخپلو سیاسي مخالفینو خوله پرانېزي. طلوع او یک ټلویزیونو سره همدغه شان شفاهي قراردادونه هم لري.

د طلوع ټلویزیون د سیاسي خپرونو د څانګې یوه سرچینه وایي، تردې وړاندې چې وحید عمر بحثونو ته وغوښتل شي له نوموړي سره د خپرونې سوالونه شریکېږي او پدې ډول ځینې وخت لاسي حیرانونکې صحنې هم د خپلې مشهورتیا لپاره جوړوي.

د کانټینټال هوټل یو ګارد د نوم نه ښودو په شرط وایي: وحید عمر عموماً د شپې ناوخته د بهرنیو چارو وزارت له یوه سیاسي معین، یو بل لوړ پوړی چارواکی چې؛ ځان د نړیوالو اړیکو شنونکی هم بولي او له څلورو نورو همجنسبازانو سره د کانټنیټال هوټل په تلخونه کې ریزرف شوي سالون ته وخت نا وخت راځي او د کامرو لخوا اخستل شوي تصویرونه دوی ټول په بربنډ حالت کې ښیي.

پخپله وحید عمر هم شونډې په شونډې د بهرنیو چارو وزارت له یو پخواني سیاسي معین سره په یوه ویډیو کې لیدل کېږي. ددې ګارد په وینا چې؛ یو ځل پدې موضوع جنجال هم راپورته شو او خبره د تصویرونو د خپرېدو تر درشله ورسېده، خو نوموړي د کانټنیټال هوټل د ګاردانو اداره په پېنځه زره ډالره انعام قانع کړه؛ چې کیسه به پټه پرېږدي.

د کانټنیټال هوټل دې ماجرا د قضایه قوې یو اسلام پرسته قاضي پورې هم لاره ومونده او هغه غوښتل د اسلام د مبارک دین د اصولو په اساس په نوموړي د لواطت کار د سزا اسلامي قوانین عملي کړي، خو په قضایه قوه کې د نوموړي نفوذ قاضي له دندې ګوښه کېدو ته اړ کړ او نوموړی اوس دا مهال له طالبانو سره د اړیکو په تور په پلچرخي زندان کې په اتو کالو بند محکوم دی.

په ورته وخت کې ددې جنجالونو له وېرې انور سادات هم امریکا ته وتښتېد او نوموړی د وحید عمر د کانټنیټال هوټل ملګری دی چې؛ امریکا ته د تګ زمینه هم ورته وحید عمر برابره کړه. د نوموړي درې نور همجنس بازان دا وخت په کابل کې دي.

دغه درې همجنس بازان له وحید عمر سره ډېر وخت د ښار په پنځه ستوريزو هوټلونو کې لیدل کېږي. نوموړی له بهرنيو سفارتونو سره اړيکي لري او د ۱۴۰۰ په نوم د ځوانانو ډله یې هم د بهرنیو سفارتونو لخوا تمویلېږي. نوموړی په ارګ کې په اخلاقي فساد سربېره د اداري فساد دوسیې هم لري، چې د نوموړي د استعفاع دلیل هم وګرځېد.

د ښاغلي عمر د فساد څو بېلګې په لاندې توګه دي: ۱ـ هغه وخت چې وحيد عمر د ولسمشر وياند و، د حکومت د رسنيو په مرکز کې يې د يوې سټديو د جوړولو لپاره اته لکه ډالر اخيستي وو. ددې ٨ لکو له جملې دوه لکه يې له شرکت سره قرارداد کړى و.

شرکت بيا اتيا زره پر سټډيو لګولې وې ٢ – حکومت د رسنيو مرکز ته يې کرولا موټرې اخيستي وې، هر موټر يې په پنځه څلوېښت زره ډالره حساب کړى و. ۳ـ د خپل کور د اشپزخانې د جوړولو لپاره يې د مقام د دفتر له رياست نه اتيا زره ډالره اخيستي و. البته په دې وخت کې داوودزى د دفتر رييس و. ۴ـ په ارګ کې د دندې پرمهال يې هره مياشت شپاړس زره له ارګ نه اخيستې او اتلس زره يې د حکومت د رسنيو له مرکزه، چې د امريکا سفارت ورکولې.

نوموړی اوس هم د امریکا له سفارت نېږدې اړیکي لري او د ولسمشر کرزي وروستیو جنجالونو هغه نور هم امریکا ته نېږدې کړ او امریکا یې په افغانستان کې د خپلو اهدافو لپاره د یوې ګټورې مُهرې په توګه کاروي.

 ۵ـ همدا اوس په کابل کې شپېته زرې موټر لري، چې په کرايه يې ورکړې دي. ۶ـ د دندې پرمهال به يې هره مياشت د کرزي له دفتره دېرش زره ډالر په دې پلمه اخستل چې ژورناليستان پرې ونازوي، خو دا پيسې به يې هم په جېب کې اچولې. کله چې کريم خُرم د ولسمشر د دفتر رئيس شو، وحيد عمر يې د همدې پراخ فساد له امله له دندې ګوښه کړ.

د هغه د فساد په اړه همدا اوس په رياست دفتر کې اسناد موجود دي. خرم دا اسناد افشا کول، خو کرزي ورته وويل چې؛ همدا شړل يې بس دي او د اسنادو د افشا مخه يې ونيوله. په داسې حال کې چې وحيد عمر په ٢٠٠٣ او ٢٠٠٤ کلونو کې کله چې فاروق وردګ د چارو د ادارې مشر و، په غونډو کې به يې خلکو ته اوبه وېشلې او عادي ټايپست و. وحيد عمر نه پښتون دی، نه هم تاجک. خو هڅه کوي په پښتو ژبه وغږېږي څو په پښتنو کې خپل نفوذ وکړي او په دري ژبه بیا ددې لپاره کوشش کوي چې؛ د ولس دا قشر تېر باسي. نوموړی د افغانستان د یوه شمالي ولایت دی چې د شمال له ځینو لویو جنګسالارانو سره هم قوي اړیکي لري.

نوموړی د ځانمرګو یوه ډله لري چې؛ کله هم خپل مخالفین په قوت کې حس کړي، نو پر ضد یې کاروي. له ملي امنیت سره اوس هم هغه اسناد پراته دي چې؛ په کابل کې په یوې تروریستي پېښه کې د نوموړي لاس لرل ثابتوي. د افغانستان په ولسي جرګه کې د ملي امنیت د سرپرست د څرګندونو یوه پټه اشاره هم ښاغلي عمر ته وه. خو د حالاتو د خرابۍ له وجې حکومت اوس نه غواړي نوموړی افشا کړي.