په داسې مهال، چې د ځينو لاملونو په وجه د ټاکنو د خپلواک کميسيون لخوا د ټاکنو د قسمي پايلو خپرول ځنډول شوي دي، د ټاکنو د پايلو د نږدې ۹۵٪ رايو هغه لست، چې د ټاکنو د خپلواک کميسيون لخوا په کمپيوټري سيستم کې رسول شوی، زموږ لاسته راغلی دی، چې ګرانو لوستونکو ته يې مخې ته ږدو.
په دغه لست کې، د پکتيا او نورستان رايې لا په بشپړه توګه نه دي او ځينې يې لا پاتې دي.
دغه لست ښيي، چې ډاکتر اشرف غني تر عبدالله عبدالله ۱۳۲۲۰۴۲ زياتې رايې لري؛ که چېرې د ټولې لويې پکتيا د دريو ولايتونو( خوست، پکتيا، پکتيکا) رايې باطلې هم شي، بيا هم ډاکتر عبدالله بايلونکی دی.
په هرصورت دا وروستۍ پايله نه ده، خو رښتينو پايلې سره به يې ډير توپير نه وي.