
ځایي خلک وايي، په يوشمېر ولايتونو کې د ولسمشرۍ کانديد غبرګ عبدالله ځايي کمپاينران کرځي او له هغو کليوالي مشرانو او سيمه ييزو وړو کمپاينرانو خپلې هغه پيسې راټولوي، چې د ياد کانديد د کمپاين لپاره يې پرې وېشلې وې.
دوی وايي، ستونزه هله را ولاړه شوه، چې په ډېريو ولايتونو کې هغه کمپاينران چې د زياتو رايو راټولولو ژمنې يې کړې وې د رايو په راټولولو بريالي نشول او اوس د اصلاحات او همپالنې ټيم له لوري پرې فشارونه دي.
په تېره اونۍ کې د پکتيا، پکتيکا، خوست، ننګرهار او وردګو ولايتونو لپاره د ولسمشرۍ د کانديدعبدالله يوشمېرهغو مخکښو کمپاينرانو په مختلفو غونډو کې چې پخپلو ولايتونو کې عبدالله ته په رايې راټولونه نه وو بريالي شوي، سخت غبرګون وښود او ګواښ يې وکړ، چې د ټاکنو پايلې نه مني، ځکه چې د يادو ولايتونو په بېلابېلو ولسواليو کې دعبداالله لپاره زيات کمپاين شوی او خلک لېوال وو، چې عبدالله ته يې رايه ورکړې وای. دوی ويل، خلکو او قومي مشرانو ورسره ژمنه کړې وه، چې رايې به د عبدالله په ګټه کاروي.
ځايي خلک وايي، د ختيځو ولايتونو لپاره حاجي حضرتعلي،میرویس یاسیني،انجینرعبدالغفارقایل،آصف قاضي زاده،شهزاده مظلومیار د خوست، پکتيا، پکتيکا، لپاره غازي نواز تڼی، حقويون، امان الله او نور، د وردګو لپاره قومندان چارګل نثار هغه کمپاينران وو، چې اوس تر ټولو ډېرې چیغې وهي او د حساب ورکولو لپاره غونډې نيسي او په خپلو ولايتونو کې درغليو خبرې کوي.
د پکتيا ولايت يوه ځايي مشر شېرمحمد وايي، تر ډېره درغلي همدغه ډول کسانو تر سره کولې او کومې پيسې يې چې وېشلې وې، هغه يې هم ددې لپاره وېشلې وې، چې د دوی د کانديد په ګټه په درغليو سره رايې راټولې شي.
په ننګرهار کې يوه ځايي مشر حاجي اميرمحمد ملي باور ورځپاڼې ته وويل، په ولايتونو کې د اصلاحات او همپالنې ټيم داسې کمپاينران ګومارلي وو، چې په اوس وخت کې هېڅوک پرې باور نه کوي او نه هم چا د دوی په خوښه خپله رايه کاروله: ((د پيسو لپاره به چا وعده کړې وي، چې خپل خلک به وهڅوي، څو اصلاحات او همپالنې ټيم ته رايه ورکړي، خو په اصل کې رايه پټه وه او هرچا په خپله خوښه کار تر سره کاوه. يوازې دملامتیا څخه دخلاصون په موخه او هغو فشارونو د کمولو لپاره دوی خپلې هڅې کوي، چې د همپالنې ټيم له لوري پرې وارېديږي.))
د وردګو ولايت لپاره د عبدالله کمپاينر قومندان چارګل نثار و، ښاغلي نثار تېره اونۍ په کابل کې خپل سپيناوی ورکاه. ده د پوهنې په وزير ښاغلي فاروق وردګ تور پورې کړ، چې ګواکې هوری صندقونه د ياد وزير ساتونکو د خپلې خوښې کانديد په ګټه ډکول.
خو ځايي خلک بيا وايي، د وردګو ولايت په سيداباد ولسوالۍ کې دعبدالله رايې له دې امله خرابې شوې، چې هورې د ده کمپاينر قومندان چارګل نثار و او خلک له ښاغلي نثار نه ښه خاطره نلري.
د دوی په باور، تر پرونه پورې قومندان چارګل ته د پوهنې وزير خيراتونه ورکول، خو چې اوس يې پرې بند کړي او بل ځای يې ګټې تضمين شوې، نو بېځايه نيوکې کوي او د خپل بام واوره په نورو اچوي.
د مدني ټولنې فعال ميرويس بکتاش وايي، دعبدالله کمپاينرانو زيات لګښتونه کړي او ان ډېرې پيسې يې په دې هدف وېشلې، چې له مشخصو سيمو به د ياد نوماند لپاره رايې را ټولوي.
دی وايي، کله چې وليدل شول، چې دعبدالله لپاره په صندقونو کې کمې رايې اچول شوې، نو لویو کمپاينرانو د دوه هدفونو لپاره هڅې پيل کړې، يو داچې په خپلو دې ډول غونډو سره خپله ناکامي وپوښي او له بل لوري اوس هڅه کوي، چې لوی ولايتي کمپاينران له وړو او سيمه ييزو کمپاينرانو او قومي مشرانو خپلې هغه برخې تر لاسه کړي، چې په ځينو قومي مشرانو او ځايي وړو کمپاينرانو يې وېشلې وې.
له باور ورځپاڼې څخه په مننه .