ضيا الحق امرخېل له خپلې دندې استعفا وکړه.

لږه شيبه وړاندې، د ټاکنو د خپلواک کميسيون د دارالانشا مشر ضيا الحق امرخېل، د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې، له دندې نه خپله استغفا اعلان کړه.

نوموړي وويل، چې د خپلې دندې په مهال له راز راز ګواښونو سره مخ شوی، ورته دسيسې جوړې شوې او حتی د مرګ ګواښ ورته شوی.

نوموړي وويل، چې د استعفا پرېکړه يې د افغانستان لپاره کړې، چې له کړکيچ نه بهر شي، نه  د هغې غږيزې سي ډي له امله، چې تيره ورڅ دعبدالله د ټيم لخوا خپره شوه.

امرخېل لا مخکې ويلي و، چې هغه غږيزې خبرې جعلي وې او وروستي رېپوټونه وايي، په جوړولو کې يې د ايران لاس و.

د ښاغلي امرخېل د فيس پر پاڼه مو د استعفاليک متن هم وموندلو، چې تاسو ته يې وړاندې کوو:

 

مننه او کور ودانی!( استعفاء لیک)
په لومړي سر کې د هېواد دشریفو او نجیبو ولسونو نه د زړه له تله مننه کوم چې دټاکنو په لومړي او دویم پړاو کې یې په بې ساري ګډون سره دولسواکۍ دا مهمه پروسه دبریالیتوب تر سرحده ورسوله.
ورپسې دټاکنو دخپلواک کمېسیون دهغه با غیوره، صادقو،مخلصو،په هېواد مینو او غښتلو ځوانانو دنه ستړي کیدونکو هلو ځلو څخه د زړه له تله مننه کوم چې په سختو شرایطو کې یې دهېوادوالو لپاره دټاکنو زمینه برابره او په حقیقي بڼه یې په ټاکنو کې خپل ناپیلتوب وښودو.
همدارنګه دنړیوالو او کورنیونهادونو، رسنیوو، مدني ټولنې،سیاسي ګوندونو، ځوانانو او په ټوله کې دافغان ولسونو دبې ساري ګډون او ملاتړ څخه خاصه مننه کوم چې دټاکنو ملي پروسې په بریالیتوب کې یې هڅې وکړی.
دټاکنو دخپلواک کمېسیون د رهبري او کمیشنران څخه هم د زړه له تله مننه کوم چې خپلې لارښونې او همکارۍ یې زما څخه نه دي سپمولي.
دهېواد په دې حساسو شېبو کې دټاکنو دخپلواک کمېسیون د دارلانشاء د ریس په توګه راته خپله دنده کې نور پاتې کیدل د ملي مصلحت سره په ټکر کې بریښي، که دهېواد راتلوونکي روښانه سرنوشت زما او اند زما دکورنۍ په قربانۍ هم تحقق مومي زه خپلې قربانۍ او اند ددې مور هېواد څخه دخپلو وینو قرباني کولو ته چمتو یم، نو په همدې خاطر مې د دوستانو سره دسلاء مشورو او د دولسمشرۍ دنوماند عبدالله لخوا په ایښودل شوي شرط چې هغه زما استعفاء ده دخپل وجدان په محکمه کې دې پریکړې ته ورسیدم که زما په استعفاء دې هېواد ته سوله راځي زه سر دهمدې شېبې خپله استعفاء ورکوم او له دې وروسته دټاکنو دخپلواک کمېسیون دارالانشاء ریس په توګه نه بلکې ستاسو یو عادي ورور په توګه به ستاسو په چوپړ کې یم.
د دهېواد دمغرضو کړیو لخوا زما په اړه پخوا پيل شوې سریال او دهمدې پیل شوې سریال روانه برخه او توطیه په کلکه ردوم او محکوموم، او دا قضاوت به افغان ولس ته پریږدم چې تاریخ څنګه او څه ډول قضاوت کوي ، تاریخ به خاینین او وطن پلورنکي هم په ډاګه او اتلان به هم وروستیو نثلونو ته ور وپیژني.
په پای کې د هېواد دجمهور ریس جلالتماب ولسمشر حامد کرزي نه هم د زړه له تله مننه کوم چې ددغې مهمې دندې باور یې پرما کړی و.
یوځل بیا ستاسو دګرانو هېوادوالو دهغه ملاتړ او مینې پوره وړی یم چې تل مو زه دټاکنو په دغه پروسه کې یوازې نه یم پریښې، 
په راتلوونکي کې به زه تاسو سره هغه رازونه هم شریک کړم چې دمشخص ستاد لخوا ماته هغوی سره دملګرتیا او مرستې په اړه وړاندیزونه شوي خو ما دملي ګټو سره سم خپل ولس په هیچا نه دې خرڅ کړی او نه یې خرڅوم.
کور ودان
دسرلوړي افغانستان په هېله.