د مولوي شين ګل قاتلين نيول شوي او جنرال ظاهر بيرته خوشي کړي دي.
 وړمه ورځې د کابل د خيرخانې مېنې کوتل سره، د ډاکتر اشرف غني احمدزي د ټيم کمپاينر، مولوي شين ګل د وسلوالو کسانو لخوا ووژل شو.

د روهي ويبپاڼې د مالوماتو له مخې، دغه قاتلين نيول شوي، خو د جنرال ظاهر ظاهر په وسيله بيرته خوشي شوي دي.

جنرال ظاهر ظاهر د ټاکنو کميسيون د دارالنشا د رييس امرخېل د بدنامولو په دسيسه کې هم لاس درلود او داسې ښکاري، چې د ترهګريزو بريدونو په ترسره کولو کې هم لاس لري.

له څو ورځو راهيسې د عبدالله د ډلې لخوا د ډاکتر اشرف غني احمدزي پر پلويانو بريدونه شوي، چې يوه بله بېلګه يې هم نن سهار پر ښاغلي ستانکزي باندې بريد و. تيره ورځ د پکتيا پر والي جمعه خان همدرد باندې هم د وسلوالو لخوا يو بريد شوی و.

په همدې مهال جنرال ظاهر د تېښتې لپاره هم تدابير نيولي؛ خپله کورنۍ يې بهر ته استولې او ځانته يې د فرانسې د تګ لپاره د ويزې غم هم کړی دی.

له روهي ویبپاڼې څخه په مننه