
څومره چې یونس قانوني د انتخاباتو پرسر نانندریو ته ژور ننوځي، د عبدالله د پلویانو اندېښنه دوه برابره زیاتيږي. د دوی په باور د ولسمشرۍ لومړی مرستیال ظاهراً د عبدالله د بري لپاره تورې برېښوي، خو په حقیقت کې هڅه کوي، ټاکنې بحراني شي او اوسنی حکومت چې دی پکې لومړی مرستیال دی، دوام پیدا کړي.
د مارشال فهیم له مرګ وروسته د شمالي ټلوالې ډېری مشران د یونس قانوني په غوراوي راضي نه و، خو ولسمشر کرزي تر قانوني د ټلوالې مشرتابه ته خطرناک کسان کاندید کړي و، چې یو پکې د دفاع وزیر بسم الله محمدي او دویم یې صلاح الدین رباني و. د لومړي په راتګ د ټلوالې د مشرتابه د عوه ګیر ډېرېدل او دویم هغه پنجشیری نه و.
سره له دې چې د عبدالله ټولې وروستۍ پرېکړې د ولسمشر کرزي د لومړي مرستیال یونس قانوني له مشورو سرچينه اخلي، په عین وخت کې قانوني د عبدالله د پلویانو له خوا د دوی جریان ته سرخوږی ګڼل شوی دی.
د نظار شورا ډېری مشرانو ته د یونس قانوني هغه پرشا تګ وریادېږي، چې د ولسمشرۍ د باخت پرمهال یې له دوی څخه خپله لاره جلا کړه او ټوله ملامتي یې په سنګري یارانو واچوله. د قانوني د ناکامۍ پروخت دده پلویانو له نوموړي غوښتي و، چې سړکونو ته وځي او په زور واک نیسي، خو قانوني له میدانه ووت، دوی ادعا کوله، چې قانوني پیسې (بډې) اخستې وې او هم یې له حکومت سره کومه پټه معامله کړې وه.
د لومړي مرستیال په توګه دده په غوراوي د عبدالله په شمول ډېر خلک راضي نه و، خو له بلې خوا بسم الله محمدي او صلاح الدین رباني تر قانوني ډېر د نظارشورا د تصمیم نیونکو لپاره خطرناک برېښېدل. په بسم الله شک و، چې د کرزي باډیګارډ دی او هم د نظار شورا په مشرۍ کې یوه بې ځایه کرکټر سازي ګڼل کیده او صلاح الدین رباني هم پنجشیری نه و او هم یې د جمیعت له ادرسه لا له پخوا یو امتیاز خپل کړی و.
یونس قانوني د مارشال فهیم په میراثي څوکۍ کې، اما ځان ته د لنډې مودې حکومتدار په سترګه نه ګوري، یوه نیمه میاشت مخکې هغه د قلم انجمن د بیا احیا لپاره افغان لیکوالان او فرهنګیان ورټول کړي وو، نوموړي، خورا اوږدې دندې او ذمه وارۍ ځان ته منسوبولې. په تېرو دوه میاشتو کې قانوني ډېرې داسې غونډې جوړې کړې، چې دده ترلارښونه لاندې د حد اقل یو یا دوه کلونو پلانونه عملي کړي.
په تېره یوه اونۍ کې قانوني د مجاهدینو له ادرسه د خپل ماموریت طرز بدل کړی دی، لومړی یې تېره اونۍ د افغان وزیرانو په غونډه کې د انتخاباتو له وضعیت څخه خپل شدید خپګان په ډاګه کړ او ټول حکومت یې وننګاوه او بیا یې وړمه ورځ خبریالانو ته وویل: ((تر وروستي څاڅکي وینې به د مجاهدینو له رایې دفاع وکړم.))
په عامه کچه د یونس قانوني له ګواښونو د عبدالله د ملاتړ څرک لګېږي، خو په نظار شورا کې د قانوني دريځ ته د هغه د یو شخصي پلان په سترګه کتل کېږي. د نظار شورا ډېری غړي ګڼي، چې قانوني دعبدالله د انتخاباتي کمپ د ملاتړ په پلمه د ټاکنو نتیجه له زوال سره مخ کوي. د دوی په باور عبدالله د خپل بري لپاره هڅه کوي، خو قانوني د خپل واک د دوام لپاره. دغه دوه جلا لارې د سیاست او قدرت په هېڅ نقطه کې د یوکېدو امکان نلري.
نه دعبدالله په حکومت کې یونس قانوني ته د معاونیت یا ترهغې لوړه څوکۍ ایجادېدای شي او نه قانوني تر عبدالله ځان د ځواک په ټيټه پوړۍ کې ويني.
د نظار شورا ځينې غړي وايي، د ولسمشر کرزي او قانوني ترمنځ د انتخاباتو په هکله پوره همغږي شته او ګڼي چې قانوني د ولسمشر په لارښوونه انتخاباتو پایلې ننګوي.
د سیاسي چارو څارونکي وايي، یونس قانوني له یوې خوا دعبدالله په عجولانه پرېکړو کې ښکېل دی او له بلې خوا د حکومت له دريځه د انتخاباتو د بحراني کېدو هلې ځلې کوي.
د سیاسي څارونکو په باور د قانوني د سیاست اصلي قرباني عبدالله دی او ښايي قانوني په لوی لاس دعبدالله کمپ دومره په جنګي او قومي رنګ ولړي، چې د زلمي رسول، ګل اغا شیرزي او وحیدالله شهراني په څېرډېری کسان خپله لاره ورځنې جلا کړي دغه څارونکي دا وروستی امکان ډېر قوي ګڼل شوی دی.