پکتياوال: د سر په قيمت له خپلو رايو دفاع کوو
د احمدي راپور
دلویې پکتيا اوسيدونکو په يوه غونډه کې د اصلاحاتو او همپالنې له ټيم څخه غوښتنه وکړه چې د ټاکنو خپلواک کميسون پريکړه ومني او دعبدالله څرګندونې یې د ملي ګټو په زيان وبللې.
په دغه غونډه کې د پکتيا د۱۳ ولسواليو قومي مشرانو ديني عالمانو او ځوانانو برخه اخيستې وه.
د غونډې ګډونوالو د همپالنې په ټيم غږ وکړ چې د خلکو رايو ته په سپکه ونه ګوري او د ټاکنو پايلې په خوښي سره ومني.
د غونډې برخوالو د ټاکنو خپلواک کميسون او ټاکنيزو شکايتونو له کميسون څخه هم غوښتنه وکړه چې د کره اسنادو په بنسټ په کومو ولايتونو کې چې درغلي شوې وي رايې باطلي اعلان کړي.
د ګردېز د قومونو د شوراګانو په استازيتوب سيدعلي هاشمي وويل د خلکو رایې ډېر ارزښت لري او وويل خلک غواړي په يوالي کې ژوند وکړي.
د غونډې ويناوالو په سويل ختيځو ولايتونو کې د خلکو ګډون وستايه او ویې ويل، چې ټاکنې د نوماندانو د څارونکو او ناظرينو په شتون کې تر سره شوې، او وايي که د خلکو پراخ ګډون د همپالنې ټيم تقلب بولي دوئ غواړي خپله ناکامي په دا ډول څرګندولو سره پټه کړي.
د ولايتي شورا وکيل لايق منګل وويل، که د پکتيا او نورو ګاونډيو ولايتونو رايې باطلي هم اعلان شي بيا هم غني ګټونکی دی او وايي چې عبدالله غواړي ځان ته په دې خبرو دولت کې ځای پيداکړي چې دا به د نوموړي په تاوان وي.
د زرمت ولسوالۍ په استازيتوب سوله مل د همپالنې په ډلې غږ وکړ چې قانون ته درناوی وکړي او ویې ويل قانون دې له پښو نه لاندې کوي.
خو د کوچيانو په استازيتوب صالح خان کوچی وايي، که څوک قانون مني په قانوني لاره ورسره ځو او که نه ځي دوی هم له چا کم ندي.
نور احمد رښتياوال له هغو پکتياولو ګيله کوي چې د څو روپيو په مقابل کې د همپالني ډلې په څنګ ولاړ دي او په رسنيو کې د پکتيا په مېشتو قبيلو تور پوري کوي چې دوی رايې ندي ورکړې، خو هزاره بيا د پکتياوالو له رايو څخه دفاع کوي.
یوکس چې خيال محمد احمدزی نومېده په نوماندانو غږ وکړ چې د ټاکنو خپلواک کميسون او ټاکنيزو شکايتونو کميسون خپل کار ته پريږدئ، چې کومو کسانو زياتي رايي وړې وي هغه به بريالی اعلان کړي.
بل لوري ته د لوګر ولايت شاوخوا دمحمد آغې ولسوالئ ۲۰۰۰ زره کسانو د يو سوله اييز لاريون په ترڅ کې د ټاکنو له کميسون سره د عبدالله پريکړون وغانده او د ټاکنو له خپلواک کميسون څخه يي غوښتنه وکړه چې د هېواد د ملي يوالي لپاره صادقانه پرېکړه د اصلاحاتو او همپالنې د ډلې په نشتوالي کې د نړيوالو څارونکو ترڅارنې لاندې وکړي.
لازمه نه ده چې د ناکامي ډلې څارونکي او ناظرين هغلته د اشرف غني له يو ملیونه څخه زياټې رايي وزغمي.
له تاند څخه په مننه