محور ورځپاڼه:

محمود کرزی د کابل بانک له قضیې پنا لټوي

په هغه ورځ چې د ولسمشرۍ نوماند اشرف غني احمدزي د کابل بانک د قضیې د سپیناوي موضوع رسنیزه کړه، د محمود کرزي په شمول ځینې ښکېلو څېرو د حسین فهیم په منځګړيتوب له عبدالله عبدالله سره د یوځای کېدو پرېکړه وکړه.

محمود کرزي د افغانستان له سوداګرۍ وزارت څخه د لسو شرکتونو په نوم جعلي جوازونه جوړ کړی وو او د دغو شرکتونو په نوم یې له کابل بانک څخه ۲۲۱۹۳۵۵۵ امریکايي ډالره قرضه اېستلې، ضمانت یې ندی ورکړی او په دې توګه یې کابل بانک دېوالي کړ.

څېړنې په ډاګه کوي، چې دا پیسې ورکې ندي، بلکې د محمود کرزي او حسین فهیم په څېر ځینې سهمدارانو ورباندې خپل شخصي کاروبارونه روان کړي او زیاته اندازه پانګه په دوبۍ کې په دوران کې ده.

کله چې په لومړي سر کې په کابل بانک کې بحران راغی او تحقیقات پیل شول په مجموعي ډول په دغه بانک کې د قرضې ۲۲۱۳ بانکي حسابونه پرانستل شوي وو. د کابل بانک د څېړنې د دوسیې له مخې یوازې ۱۳۷۱ یې داسې بانکي حسابونه وو، چې د بانک اصلي‌ سهمدارانو ځانونو ته په نورو نومونو جوړ کړي وو او له دې لارې به یې هغه پیسې له بانک څخه ایستلې چې د دوی له سهمونو زیاتې وې. تحقیقات په ډاګه کوي چې ۴۲۰ نور بانکي حسابونه فعال وو، ګټه یې درلوده، پیسې یې دوراني وې، خو پاتې نور ټول حسابونه غیر فعال وو.

د کابل بانک پیسې به معمولاً د شرکتونو د قرضې د حسابونو په طریقه ایستل کېدې، تحقیقات په ډاګه کوي چې ۱۰ داسې شرکتونه وو، چې فزیکي وجود یې ندرلود، ادرس او جواز یې نشته خو په دغو بانکي حسابونو په وار، وار قرضه صادره شوې ده.

معراج ولد قدرت لله، خواجه محمد عثمان، داود ولد غلام علي، محمدرفیق ولد فضل الدین، سلطان محمد الله ولد محراب عبدالله، عبدالله جان ولد رحمت الله، سید معروف ولد غربت خان، محمد داود ولد خان محمد، عبدالبصیر ولد محمدقاسم او عبدالرحیم هغه لس نومونه دي، چې ښاغلي محمود کرزي یې په نومونو شرکتونه جوړ کړي وو او په وسیله یې له کابل بانک څخه له خپلو جوړو کړو بانکي حسابونو قرضې ترلاسه کولې.

تحقیقات په ډاګه کوي، چې محمود کرزي او د کابل بانک یو تعداد نورو سهمدارانو د شرکتونو په نوم ایستلې پیسې په دوبۍ کې او هم‌ په هېواد کې دننه په نورو معاملو کې مصروفې کړې وې.

د څارنوال د تحقیقاتو په یوه برخه کې راغلي، چې د محمود کرزي په ادرس دغه لس شرکتونه دفتر،‌ جواز، د اړیکو شمېرې نلري او ځینې بیا داسې جوازونه دي، چې حتی یو ځل ندي‌ تمدید شوي. له دې بانکي حسابونو وتلې ټولې قرضې خلیل الله فیروزي امضا کړې دی.

د کابل بانک د نظارت له امر عصمت الله بیک څخه په تحقیقاتو کې پوښتل شوي، چې دغو لسو شرکتونو ته مو ولې غیر قانوني قرضه ورکړې او تضمین مو ندی ځنې اخستی؟

نوموړی د څارنوالۍ په ځواب کې وايي؛ دغه شرکتونو چې مجموعي قرضه یې ۲۲۱۹۳۵۵۵ ډالر کېږي په محمود کرزي پورې تړاو لري او په خبره یې له دې کبله چې ښاغلی کرزی له کافي اعتباره برخمن سړی و،‌ ځکه مو له نوموړي تضمین وانخست او پرته له تضمین نه مو قرضه ورکړه.‌ دا سړی وايي، چې محمود له لومړي سره قانع دی چې قرضه به بېرته بانک ته سپاري، خو لا یې دا کار ندی کړی.

کله چې څارنوال له عصمت الله بیک څخه د قضیې نور اړخونه پوښتې، نوموړی وايي، له خلیل الله فیرزوي او شیرخان فرنود څخه ددې وضاحت وغواړئ د بانک یو مدیر نشي کولای د مالکانو د تعاملاتو ځواب ووايي.

د یادونې وړ ده، چې د کابل بانک په اداري چارو کې ښکېل کمال ناصر کروړ، محمد طارق میران، عبدالبصیر فروغ، محبوب فروتن او سید عبدالغفور هر یو یې د عصمت الله بیک په شان تحقیقات ورکوي.

کابل بانک د افغانستان په بانکي عرصه کې تر ټولو ستره ربړه وه، چې تر اوسه یې له کبله د افغانستان بانکي ثبات ندی تامین شوی او د دغه بانک لوټل شوې دارايي لاهم بانک ته نده راستنه شوې. د چارو شنونکي او په یاده قضیه کې په تحقیقاتو بوخت اشخاص وايي، د بحران اصلي عاملین ټول هغه کسان دي، چې په کابل بانک کې د سهمدارانو په توګه شامل شول، او بیا یې له خپلو سهمونو زیاتې پیسې د قرضو په نوم ایستلې او په نورو برخو کې یې ورڅخه ګټه اخسته، چې بانک یې تش تور کړ.

د کابل بانک عمومي پانګه ۱،۳ ملیارډه ډالره وه، چې ۸۹۹ میلیون یې قرضه وه، څېړنې په ډاګه کوي، چې د اووه سوه میلیون ډالرو په اندازه د قرضو په پلمه له بانکه د ایستل شوو پیسې ندي ترلاسه وې، خو ځینې راپورونه وايي، چې د سهمدارانو د ځینو شتمنیو له کنګل سره دا اندازه راټيټه شوې.

دا یوازې محمود کرزی ندی، چې د کابل بانک د قضیې له سپیناوي څخه د پنا په پار د عبدالله عبدالله ټیم ته ورغلی، له ده سره یو ځای یو تعداد نور کسان هم چې د بانک د قضیې راز داران دي، هم د ولسمشر دپخواني مرستیال د ورور او د کابل بانک د مهم سهمدار حسین فهیم په لارښوونه او منځګړیتوب له عبدالله عبدالله سره یو ځای شوي دي.