له«افغان بنسټ»سره د
محترم ډاکترصاحب عثمان روستار تره کي مرکه
د مې په ۶مه نیته د « افغان بنسټ» د خپرونو په تړاو یو ژورنالیست د سوالونو په رالیږلو سره د مرکې غوښتنه وکړه. د دیارلس ورځو په تیریدو سره مرکه د افغان بنست په ویب سایټ کې چاپ نشوه ( د خپریدو نه مخکې سانسور! نپوهیږم؟). سوالونه په مهمو موضوعاتو باندې په یو حساس وخت تماس نیسې چه د دعوت سایت د مراجعینو د پاره په لوستلو ارزي.
افغان بنسټ د ښاغلو متوکل او ضعیف له خوآ چلول کیږي.
دوکتور م،عثمان تره کي
۱ ـ لکه چي پوهيږو په دې څه له پاسه پنځه دېرشو کلونو کي د جګړې لمبو زموږ د هيواد هرڅه لولپه کړي دى، په هغو کي يې زموږ د هيواد د وګړو ملي يو والى هم سخت زيانمن کړى دى. اوس چي د ګران هيواد واګي نوي ولسمشر ته سپارل کيږي، هغه بايد د هيواد د ملي يووالي د مزي د ټينګښت لپاره څه وکړي؟
ځواب : دستوري ټاکنو چه په غیر عادي حالت کې د ناتو په قومانده تر سره شوې د خلکو په منځ کې لازیاتې نفاق او دشمني ته لمن وهلې ده. د مخکښو متنازع فیه کاندیدانو نه هر یو چه د ټاکنو تر پلمې لاندې د بهرنیانو په ملاتړ واک ته ورسول شي د بی اتفاقي، کړکیچ او ټکر لاره خلاصوي. په هغو هیوادونو کې چه دیموکراسي ژورې ریښې نلري د انتخاباتو د لارې د سیاسي ډیرکي تبعیت د سیاسي لږکيو په واسطه منل آسانه نه بریښي . اوضاع په سیاسي ـ قومي ټاکنو کې لازیاتې پیچلې کیږي.
د ملي وحدت د تآ مین په مقصد لاندې ګامونه باید پورته شي :
ــ سیاسي واک د مزدورو کړیو د ایسار نه وویستل شي او ملي شخصیتونو ته وسپارل شي .
ــ د دغه واقعیت په نظر کې نیولو سره چه د افغانستان دیرش کلنه جګړه اوورسره ګدودي، د ګن شمیر ملي وحدت ضد څیرې د راښکاره کیدو زمینه برابره کړیده ، باید د ملي ضد کسانو سره قانوني چلند وشي.
ــ د افغاني او اسلامي دیموکراسي د اصولو په بنست باندې باید دغسې یو واکمن نظام جوړشی چه د هغه په وړاندې هیڅ یو افغان د پردیتوپ احساس نکړي. د ولسونو منل شوې نظام تینګښت، متفرقو قومونه سره نښلوي.
ــ ملي ـ تاریخي سمبولونه چه د بهرنیو استخباراتو په لمسونه د ملي خاینینو په واسطه حاشیې ته لویدلې ده راژوندي کول ، د ولس تیت او پرک پرګنو ته د پام وړ ملي مرکزیت وربښي . پدې برخه کې ښونه او روزنه ، مدیا او مطبوعات کلیدي رول لوبولي شي . باید د ښونې او روزنې او اطلاعاتو او کولتور وزارتونه د تبلیغاتو او تعلیماتو د لارې د ژوبل شوې ملي احساساتو د رغونې په موخه منظم پروګرامونه تراجرآ لاندې ونیسي .
ملي وحدت د سوله ایزو او قهر آمیزو اقداماتو د لارې تامینیږي. خو په جګړه ځپلې بیرته پاتې هیوادونو کې باید زیاتره په مشروع خشونت باندې لنګر واچول شي .
ــ جګړه زموږ د ملي وحدت ستر دشمن دي. جګړه د بهرنیو ځواکونو په لاس د ولس د توته کیدو لاسوند ګنلي شو چه په ترڅ کې یی د قومونو تر منځ واتن ، کرکه او کینه زیاتیږي. جګړه د بهرني اجندا له مخې ، قومونه په دشمنو دلو سره ویښې . جګړه ، حکومت او ولس ، مقاومت او حکومت ، وسله وال مخالفین او اربکیان د قومي ، مذهبي ، سیمه ایزو او ژبنيو جذباتو تر اغیز لاندې ، سره په تکر کې اچوي. کوم چه یرغلګرو قوتونه په یو متفرق ملت باندې په آساني واکمني چلولي شي ، نو د نفاق او شقاق ګته بهرنیانو ته رسیږي :
جګړه چه د باندې په افغانانو باندې تپل شوې ده هغه وخت پاي ته رسولي شو چه د یو واحد ملت په توګه د خپل ملي ګتو د دفاع په موخه په یو مورچل کې دریز ونیسو . دغه کار د بهرنیانو د تفرقه اچونکې سیاست سره په تقابل کې واقع کیږي. دلته زموږ بنستیزه ستونزه په ګوته کیږي: جګړه ځپلې افغانستان د یو واحد ملي محوریت په شاو خواه کې د مختلفو قومونو د راتولولو په مقصد سیاسی ، تبلیغاتې ، پولي او تخنیکي امکانات نلرې. خو جګړه مارو هیوادونو د قومونو تر منځ د دشمني د اور په بل ساتلو کې تول امکانات په واک کې لري.
په لنډو ! د ملي وحدت تآمین د بهرنیو یرغلګرو ځواکونو د حضور او د دوي د تفرقه اچونې اجندا په شته والې کې ستوزمنه ښکاري.
د بهرنیانو له خواه هغه څه چه ټولټاکنې نوم ورباندې ایښودل شوې داسې پلانیزه شوې چه د بهرنيانو ګمارل شوې کاندید د جګړې او زور زیاتي په بنسټ باندې، هرو مرو واک ته ورسیږي . حکومتي نظام د یو نا انډول امنیتي تړون له مخې، بهرني جنګي ماشین سره وتړي او د افغانانو د خپل منځي اختلافاتو په فضآ کې جګړې ته دوام ورکړي.
د بهرنیانو سره هردول معامله باید د سولې په فضآ کي د انصاف او عدالت په اصلونو باندې ولاړ وي او اړخونه یی متساوي الحقوق وپیږندل شي تر څو چه د کړکیچ په سرچینه بدله نشي . تاریخي تجربه ښودلې چه د « دیکتاد » سیاستونه په افغانستان کی د اوږد مهالې جګړې په لامل بدل شوې دي .
۲ ـ آيا د ولسمشر له لومړيتوبونو څخه به دا وي چي په خپل هيواد کي سوله او پيوستون راولي که د امريکايانو سره ځنډول سوى امنيتي تړون لاسليک کړي؟
ځواب . سوله زموږ بنسټیزه اړتیآ ده . راتلونکې ولسمشر که د دروازې یا کړکۍ د لارې ارګ ته ننوزي ، سولې ته باید لمړیتوب ورکړي. امریکا او ناتو سره ستراتژیک تړون باید د متنازع فیه حالت نه ووزي . په موضوع باندې د خلکو نظر راجلب شې ( د مثال په توګه د دودیزه لویه جرګې یا ټول پوښتنې د لارې ) . د وګړې مخالفت تړون د معاملې د چینل نه باسي . د ولس موافق نظر له یوې خوآ تړون ته مشروعیت ورکوي او له بلې خوآ د سولې سیاسي بنسټ جوړوي. د دودیزه لویه جرګې جوړیدو یا د رفرندوم د دایریدو بند او بست باید د سولې او خپلواکي په فضآ کې د یو ملي پراخ بنست حکومت له طرفه وشي. د اشغال په چاپیریال کې تول تاکنو نه د ملي حکومت د جوړیدو جوګه کیداي شي او نه هم تړون ته مشروعیت وربښلي شي .
دواړو کاندیدانو چه د ټاکنو د پروسې د لیست په رآس کې قرار لري جګړه ماران دي یا د جګړه مارو سره د انتخاباتي کامپاین په ترڅ کې مؤتلف ګنل کیږي . هیڅ یو د سولې ماموریت درلودلي نشي .
انتخابات جګړه مارو او جنایت کارانو ته د مشروعیت ورکولو او د سیاسي ژوند د دوام د ضمانت په مقصد د بهرنیانو له خوآ تر اجرا لاندې ده . د لویدیز ښکیلاک قوتونه په افغانستان کې د « ریال پولتیک » له مخې یوازي د مافیايي ډلو او جګړه مارانو په مرسته خپل واکمني ته دوام ورکولي شي. دوي اهل او صالحو خلکو ته د خپلې معاملې د یو اړخ په توګه مناسب کسان نه پیژني.
د یاده ونباسو چه امریکا سره ستراتژیک تړون لاسلیک د مخکښو کاندیدانو د تاکنو د کامپاین د پام اصلي تکې وو. پدې دول کاندیدانو په غیر مستقیمه توګه خپل دشمني د وسله والو مخالفینو د هغه دریز په وړاندې چه د بهرنیانو د هدې سره په مخالفت ولاړ دي ، اعلام کړل. بنآ ټاکنو د جګړې د دوام بهیر او کاندیدانو پوتانسیل جګړه ماران ګڼلي شو.
۳ـ داسي ويل کيږي چي که امريکايانو ته په افغانستان کي د مداخلې حق ورنه کړل شي دلته به هر څه ګډود شي آيا دا خبره درسته ده؟ او آيا نه سي کېدلاى چي له امريکې پرته د نورو بې غرضو هيوادونو د مرستو په جلبولو سره له دې حالته راووزو؟
ځواب. بهرنیان په دیارلس کلونو کي د افغانستان سیاسي جوړښت د خپل ګتو په محور باندې مهندسي کړی دي : موخه دا وو چه افغانستان د خپل امنیت او سیاسي ثبات په اړه بهرنیانو ته اړ پاتې شي . اوس که نړیوال نظامي ائتلاف په بیړه پرته د یوه عملي او په واقعیتونو باندې ولاړ پروګرام له مخې د افغانستان نه ووزي د ګدودیو د رامنځته کیدو کلک امکان شته . افغانستان د جګړې او سولې تر منځ باید د یو لند مهالې انتقالي پلاو نه تیر شي. د انتقال په دوره کې حکومت د وسله وال مقاومت په توافق جوړیږي . حکومت د دیارلس کلنې سیاسي ، تولنیزې او حقوقي مثبتې لاسته راوړنې ( تر هغه ځایه پورې چه د تولنې له خوآ د هضمولو وړ وي ) ساتنه کوي. حکومت د دوستو هیوادونو په مرسته د خپل نظامي او امنیتي پوتانسیل د پیاوړتیا په موخه هلې ځلې کوي.
خپلواک افغانستان باید د خپل شرایطو په چوکات کې د دوستو هیوادونو بې غرضې اقتصادي او نظامي مرستې ته هرکلي ووایي .
په تآسف سره چه د جګړې دوام او د خلکو بې ځایه ځورونه او وژنه د ولس په منځ کې د نړیوال نظامي ائتلاف په وړاندې د دشمني تخم کرلی ده . سره له دې چه د نړیوال نظامي ائتلاف اقتصادي او نظامي مرستې زموږ په ګته وي د ځوریدلې خلکو په اراده باندې ولاړ یو حکومت ممکن د هغه د تر لاسه کولو په برخه کې د سیاسی ستونزو سره مخ شي . مګر دا چه نړیوال نظامې ائتلاف او په ځانګړې توګه امریکا د اقتصادي مرستې د لارې د خپل نفوذ د ساتلو په مقصد د زوریدلې او تاوانې شوې ولسونو د رضائیت د راجلبولو په موخه په تلافي جویانه اقداماتو لاس پورې کړي.
د افغاني شرایطو په چوکات کې د لویدیزو هیوادونو سره د امنیت په اړه معامله زموږ په ګته ده . افغاني شرایط یوازې د یو ملي حکومت په واسطه تاکل کیداي شي.
« پاي»
فرانسه. د جون ۷ ـ ۲۰۱۴ م کال
دوکتور م،عثمان تره کي