د ډاکتر اشرف غني په مشرۍ، د تحول او تداوم له ټیم سره
د ودان افغانستان ګوند، د ملګرتیا اعلامیه
۱۶ جوزا ۱۳۹۳
قدرمنو هېوادوالو !
درنو ګوندي همفکرو!
افغانستان د خپل سیاسي برخلیک پر داسې پړاو ولاړ دی ، چې هوښیارو سیاسي خوځښتونو ته یې د ژغورنې او ملاتړ لپاره دارادې اوعمل اړتیا تربل هروخته ډیره ده .
ودان افغانستان ګوند دخپلې فکري - سیاسي کرښې ، کړنلارې او تګلارې، په حکم غواړي د ۱۳۹۳ لمریز کال دجمهوري ریاست د ټاکنو په دوهم پړاو کې د دکتور اشرف غني په مشرۍ، دتحول اوتدام له ټیم سره ملګری شي .
دګوند مرکزي کومیټې د دغو دلایلو پربنسټ، یاده پرېکړه کړې ده :
· دکتور اشرف غني په خپله اقتصادي تګلار کې، دګوند اقتصادي علمي طرحو ته ډیر نږدې دی او دسراسري اقتصاد له هغې علمي طرحې سره سم پلانونه لري ، چې د ودان افغانستان ګوند له لوري وړاندیځ شوې ده .
· دکتور اشرف غني د ټولنې د بېوزله ، بېکسه ، محرومو او هېر کړای شویو اقشارو دراپورته کولو ، پر پښو درولو او د هغوی د انساني ژوند د شرایطو د ښه کولو لپاره هڅه، خپل کاري لومړیتوب ټاکلی او داهغه څه دي، چې ګوند هم ورته په پرلپسې علمي او عملي مبارزه بوخت دی .
· دکتوراشرف غني هغه څوک دی ، چې دهېواد په نږدې څلویښت کلن کړکېچ کې، شخصاً نه و ښکېل ، بلکې په خپلو کاري دورو کې یې ددې کړکېچ د منفي اغیزو په له منځه وړلو کې ګټورې هڅې کړې دي.
· دکتور غني د موډرن تفکر خاوند علمي کادر دی ، چې زموږ د ولس پر ویښتیا ، روښانتیا او بدلون باور لري او دا هغه څه دي ، چې د ګوند دمبارزې بنسټ جوړوي .
ددې ټولو دلایلو پربنسټ، ګوند د دکتور اشرف غني ملګرتیا ته ځان ژمن بولي او تر واک ته رسېدو وروسته به هم، له هغه سره دمرستندوی او ناظر سیاسي ځواک په توګه ملګرتیا وکړي ، چې ولس ته دخپلو ژمنو په ترسره کولو کې بریالی شي او هېواد له اوږدمهالې بدمرغۍ څخه وژغورلای شي .
ګوند په ټول افغانستان او بهرنیو هېوادونو کې خپلو غړیو ، ملګرو ،خواخوږیو ، همفکرو او پلویانو ته لارښوونه کوي ، چې په بشپړ جدیت او ټول توان سره د تحول اوتدوام ټیم، دبریالیتوب لپاره هر راز مشروع او قانوني هاندوهڅه ترسره کړي.
دودان او سرلوړي افغانستان
په اراده
ودان افغانستان ګوند
مرکزي کومېټه
۱۳۹۳ جوزا
کابل
اعلامیه حمایت حزب ودان افغانستان
از تیم تحول وتداوم، به رهبری دکتور اشرف غنی
۱۶ جوزا ۱۳۹۳
هموطنان گرامی !
همفکران ارجمند حزبی !
افغانستان در مرحله ی از سرنوشت سیاسی خویش قرار دارد که بر هر نهاد سیاسی رسالتمند است، تا بیشتراز هر زمانی دیگر بخاطر نجات وهمیاری با آن ، وارد عمل گردد.
حزب ودان افغانستان بربنیاد خط فکری - سیاسی وحکم مرامنامه و اساسنامه خویش تصمیم دارد که، درمرحله دوم انتخابات ریاست جمهوری، سال 1393 درکنار تیم تحول وتداوم، به رهبری دکتور اشرف غنی بی ایستد .
کمیته مرکزی حزب بنا بر دلایل ذیل، به تصمیم متذکره رسیده است :
· دکتوراشرف غنی، در منشور اقتصادی خویش، به طرحهای اقتصادی حزب ودان افغانستان بسیار نزدیک بوده و پلانهای همسان با طرح علمی، اقتصادسراسری دارد، که ازطرحهای نهادینه حزب ودان افغانستان میباشد .
· دکتور اشرف غنی مصمم است که از اقشار فقیر ، بیکس ومحروم جامعه دستگیری کند ودر امر بپا ایستانیدن آنها تلاش نموده درشرایط زندگی انسانی آنها تغییر مثبت بیاورد و این امریست که حزب بخاطر آن تلاشهای علمی وعملی را روی دست دارد .
· دکتوراشرف غنی شخصیتی است که شخصاً در بحران آفرینی های قریب به چهل سال گذشته در افغانستان سهیم نبوده ، بلکه در زدودن تاثیرات منفی این بحران ، طی دوره های کاری اش دست آوردهای قابل توجهی داشته است .
· دکتورغنی کادرعلمی دارای تفکر مدرن بوده، که بر ضرورت بیداری ، روشنگری و تغییر مثبت در زندگی واذهان مردمی باورمند میباشد ، این چیزیست که تهداب مبارزه حزب را نیزمیسازد .
بنا بر دلایل فوق، حزب خود را متعهد میداند، که از دکتور اشرف غنی حمایت نموده و بعد از به قدرت رسیدن ایشان نیز به حیث یک قدرت سیاسی، همکار و ناظر با ایشان همیاری نماید، تا درعملی کردن تعهدات شان کشور را از سیاه بختی طویل المدت بیرون آرند .
حزب در تمام افغانستان وخارج از کشور به همه ی اعضا ، دوستان ، همفکران و طرفداران خویش راهنمایی میکند ، که با تمام جدیت و توان درامر به موفقیت رسانیدن تیم تحول وتدام ،بااستفاده از هر وسیله مشروع و قانونی تلاش پیگیر نموده، مسوولیت تاریخی خویش را ادا نمایند .
با اراده افغانستان آباد و سربلند
کمیته مرکزی حزب ودان افغانستان
جوزای 1393
کابل
دنښترویبلاګ یادښت:
درنو لوستونکو!
په هراشغال شوي هېواد کې ټاکنې داشغالګرو د ځانګړو موخو لپاره ترسره کیږي.
زموږ دځورېدلي اولس او زخمي زخمي افغانستان لپاره اوس مهال ټاکنې هیڅ مفهوم او ارزښت نه لري ځکه چې له جعل او فرېب سره مل دي.
موږ دافغانستان رښتیني درمل دیوې نوې بې پرې او هېواددوستې لنډ مهالې ادارې په رامینځ ته کېدو کې وینو ترڅو د دوو دریو کلونو په جریان کې رښتینو ټاکنو ته لار هواره او دسولې په فضأ کې ترسره شي.
دا چې دمګړۍ دګران افغانستان دلاتباهي او بربادي لپاره زموږ سیموالو او نړیوالوغلیمانو غبرګ عبدالله په تخرګ کې راته نیولی نو له ناچاري موږ له دې ناوړه کس(غبرګ عبدالله)څخه ډاکتراشرف غني احمدزی بهتر ګڼوخو بیا هم تاکیدوو، چې ټاکنې فعلأ دافغان اولس ستونځې نه شي حلولی.
په خورا درنښت
دنښتر ویبلاګ اداره